د افغانستان په بادغیس او پکتیا ولایتونو کې په امنیتي پوسټونو د وسله والو په حملو کې شپږ پولیس وژل شوې دي او په پکتیا ولایت کې طالبانو په ولسوالۍ د قبضې دعوه کړې خو د ولایت د پولیس مشر دغه دعوه رد کړې ده. افغان مامورینو ویلي په بادغیس او پکتیا کې ٢١ وسله وال وژل شوې دي
د افغانستان د شمال مغربي ولایت بادغیس مرکز قلعه نو سره نژدې د نهې، سه شنبې، په ورځ حمله کې دوه پولیس ووژل شو او څلور نور زخمیان شول. دا خبره د ولایت د والي یا گورنر ترجمان جمشید شهابي کړې ده.
ښاغلي شهابي وویل افغان ځواکونو په جوابي ډزو کې ١١ حمله کونکي ووژل او ١٦ نور یې زخمیان کړل.
په بادغیس کې د حملې ذمه واري لا چا په غاړه نه ده اخیستې خو په سیمه کې طالبان هم فعاله دي.
او د گل، دوشنبې، په شپه طالبانو په پکتیا ولایت کې د پولیس په مرکز حمله وکړه. د ولایت د پولیس د مشر ترجمان سردار ولي تبسم وویل په حمله کې څلور پولیس ووژل شو او شپږ نور زخمیان شول.
د اېسوسي اېټډ پریس خبري ادارې ترمخه طالبانو په حمله کې په ولسوالۍ د قبضې دعوه وکړه. تبسم د طالبانو دعوه رد کړه. هغه وویل ولسوالي د افغان امنیتي ځواکونو په قابو کې ده او افغان ځواکونو ٢٠ حمله کونکي وژلې دي.
ای پي وايي طالبانو د افغانستان په بېلا بیلو ولایتونو کې یو شمیر ولسوالۍ نیولې دي، افغان امنیتي ځواکونه او حکومتي چارواکې یې په هدف کړې دي او سره د دې چې امریکا او نیټو د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.