لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې طالبان ولې د شپې بریدونه کوي؟


kandahar
kandahar

په افغانستان کې په تیرو څو ورځو کې د طالبانو او داعش وسله لخوا پرله پسې بریدونو کې د ۲۰۰ نه سوا تنه وژل شوي او ګنړ نور ژوبل شوي دي.

د افغان طالبانو وروستی خونړی برید له ډیورنډ کرښې سره پروت د جنوبي ولایت کندهار د میوند ولسوالۍ په چشمه سیمه کې د افغان پوځیانو په یواځیني پروت پوځي مرکز باندې شویدی.

د میوند ولسوالۍ د کندهار ښار د لویدیځې څنډې په ۱۱۰ کیلومټرۍ کې پرته ده او د هلمند ولایت د ګرشک او سنګین نا امنو ولسوالیو سره ګډه پوله لري.

په میوند کې د چشمې له سیمې سره دوه ډیرې ناامنه سیمې دي چې یوه یې د سره بغل او دوهمه ګرماوک نومیږي.

په یادو سیمو باندې حکومتي ځواکونو څو ځله بریدونه کړیدي خو هلته په سیمه کې د پاتې کېدو وس نه لري.

سمیز امنیتي چارواکي وايي چې دا مهال په کندهار کې دومره طالبان نشته خو اکثره دغه طالبان له هلمند څه ورته اوړي.

د سنګین ولسوالۍ چې له میوند سره ګډه پوله لري د هلمند تر ټولو نارامه ولسوالۍ ده چې حکومتي ځواکونه پکې ډېر واک نه لري.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال صادق رشتیني له ډیوې سره په خبرو کې د سیمې د ملي امنیت د یوه چارواکي له خولې وویل چې ملي امنیت په دغه مرکز باندې د طالبانو د برید خبر مخکې له اړوندو چارواکو ته ورکړی وه خو پوښتنه داده چې هغوی ولې د ژغورنې لپاره لازم اقدامات نه و کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کندهار کې طالبان د امنیتي ځواکونو په مرکزونو باندې د شپې لخوا بریدونه کوي بلکه تر دې مخکې یې د کندهار په خاکریز او شاه ولي کوټ ولسواليو کې هم ورته بریدونه کړیدي او افغان امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

طالبان ولې د شپې بریدونه کوي؟

د سیمې امنیتي چارواکي وايي طالبان د دغه ډول شپنيو بریدونو لپاره یوه ځانګړې ډله لري چې ورته سره قطعه ( سره ډلګۍ) وايي چې د شپې په دوربینونو او نورو ډیرو عصري وسایلو باندې سمبال دي.

په سیمه کې د رسنیو استازي وايي طالبان د شپې بریدونه اکثره د هجري شمسي میاشتې په لومړیو او یا وروستیو لسو ورځو کې کوي ځکه سپوږمۍ نیمه، رڼا يې تته او تیاره زیاته وي.

دوی وايي د طالبانو تیرو شپنیو بریدونو څخه یو یې هم د میاشتې په منځنیو ورځو کې چې سپوږمۍ بشپړه او رڼا زیاته وي نه دې شوي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دولت وزیري په وینا پدغه پوځي مرکز کې ۶۰ افغان سرتیري دېره وو چې د اکټوبر په ۱۹ نیټه سهار وختي مهال د طالبانو په برید کې ۴۳ تنه یې ووژل شول، ۹ تنه ژوبل، شپږ تنه لادرکه او یواځې دوه تنه له دغه برید څخه روغ رمټ وتلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG