لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د طالبانو مشر وایي د ښځو د حقونو تحفظ يې کړی


د کابل یوې اوسېدونکي مېرمن د نوم نه څرګندولو په شرط د وي او ای اشنا څانګې ته وویل هغه خپله کار روزګار ته ضرورت نه لري خو "زما لور څه ګناه کړې ده، شپږم ټولګی یې خلاص کړ او اوس په کور کې ناسته ده. نپوهېږم چې اینده به یې څه وي."
د کابل یوې اوسېدونکي مېرمن د نوم نه څرګندولو په شرط د وي او ای اشنا څانګې ته وویل هغه خپله کار روزګار ته ضرورت نه لري خو "زما لور څه ګناه کړې ده، شپږم ټولګی یې خلاص کړ او اوس په کور کې ناسته ده. نپوهېږم چې اینده به یې څه وي."

د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخوانزاده د لوی اختر په مناسبت خپل پېغام کې اعلان کړي چې د افغان ښځو د حقونو تحفظ يې کړی دی.

د طالبانو د مشر پېغام د اتوار، يکشنبې، په ورځ شایع شوی او په ټوېټر هم شریک کړی شوی دی. په پېغام کې وېل شوي چې په افغانستان د بیا واکمېندو نه پس طالبانو د ښځو په زور د نکاح او ښځې په بدیو کې د ورکول کېدو په شمول د یو شمېر ظلمونو څخه محفوظ کړي دي.

په ټوېټر عمل جلال نومې تن د ملا هېب الله اخونزاده بیان شریک کړی دی چې په کې وېل شوي چې د طالبانو د اقداماتو په نتیجه کې د مېرمنو ټول شرعي حقوقو يې تامین شوي دي.

نړیواله ټولنه وايي د افغانستان واکمنو طالبانو ښځي د تعلیم او کار روزګار نه منع کړي، کوښښ کوي چې ښځې د سماجي ژوند نه لرې کړي او د متحده قومونو په نظر طالبان مېرمنو سره د جنس په بنیاد د تعصب چلند کوي.

په افغانستان کې ځینو ښځو د طالبانو د مشر د بیان په لړ کې په ښځو د طالبانو د بندیزونو ذکر وکړو او ويې وېل ښځينه د تعلیم او کار روزګار د موقعو نه بې برخې کړی شوي دي.

د کابل یوې اوسېدونکي مېرمن د نوم نه څرګندولو په شرط د وي او ای اشنا څانګې ته وویل هغه خپله کار روزګار ته ضرورت نه لري خو "زما لور څه ګناه کړې ده، شپږم ټولګی یې خلاص کړ او اوس په کور کې ناسته ده. نپوهېږم چې اینده به یې څه وي."

یوې ښځې، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند کړی شي، د وي او ای اشنا څانګې ته وویل "موږ باید حق ولرو چې درس ووایو، تحصیل وکړو، ډاکټرانې شوې، معلمانې او وکیلانې شوو. اسلام موږ ته دا حق راکړی او اسلام نه دي ویي چې ښځې دې له کور څخه نه وځي او تحصیل دې نکوي."

ملا هېبت الله اخونزاده په خپل پېغام کې دا هم وویل چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت هم ختم کړی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د طالبانو د مشر د بیان نه مخکې په مطبوعاتي رپورټونو کې او د سېټلایټ په هغو تصویرونو کې چې متحده قومونو او امریکې تاید کړي، وېل وشي په افغانستان کې د کوکنارو پېدوار ډېر کم شوی دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د طالبانو مشر تېرکال د کوکنارو په کښت، پېداوار، استعمال، تجارت، صادراتو او په افغانستان کې د نشۍ توکیو په استعمال پابندي لګولې وه.

د متحده قومونو د اندازو ترمخه، تېر کال د دنیا افیمو ۸۵ برخه په افغانستان کې پېدا شوې وه.

ملا هېبت الله اخونزاده په خپل پېغام کې دا هم وویل چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت هم ختم کړی دی
ملا هېبت الله اخونزاده په خپل پېغام کې دا هم وویل چې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کښت هم ختم کړی دی

په افغانستان کې د متحده قومونو استازې دفتر یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د متحده قومونو امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل ته وویل داسې شواهد لیدل کېږي چې په کوکنارو د طالبانو بنديز په موثره توګه نافذ کړی شوی دی د ملک په ډیرو برخو کې د کوکنارو کښت ډیر کم شوی دی.

د افغانستان دپاره د امریکي خصوصي استازي ټامس وېست هم د جون په اوومه نېټه یو ټويټ کې وویل چې طالبانو په کوکنارو بندیز په موثره توګه عملي کړی او په افغانستان کې د افیمو پېداوار کم شوی دی.

اونتبایوا د شورو، چهارشنبې، په ورځ د سېکیورټي کاونسل غونډې ته وویل چې ښځو په تعلیم، کار روزګار او په عمومي توګه په ټولنیز ژوند کې د ښځو په شرکت د طالبانو بندیزونو د دوی مثبتې کامیابۍ لکه د نشي توکیو او د ادارې فسار مخنیوی د نظر نه پناه کړي دي.

اوتنبایوا دا غوښتنه تکرار کړه چې طالبان دې په ښځو بندیزونه په سمدسي ډول لرې کړي.

طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي د اسلامي قوانینو او د افغان دود دستور سره سم به ښځو د کار روزګار دپاره حالات برابروي.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG