لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د افغانستان په انتخاباتو د حملو دړکه کړې ده


په هېواد کې د امن دپاره د هلو ځلو په لړ کې د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې خصوصي استازی زلمی خلیل زاد کابل ته رسیدلی دی
په هېواد کې د امن دپاره د هلو ځلو په لړ کې د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې خصوصي استازی زلمی خلیل زاد کابل ته رسیدلی دی

افغان طالبانو خپلو وسله والو ته امر کړی دی چې د هېواد د انتخاباتو په انتظام مامورو امنیتي ځواکونو او چارواکو دې حملې وکړي. طالبان د انتخاباتو مخالفت کوي او ورته "جعلي" ټول ټاکنې وايي.

د گل، دوشنبې، په ورځ یو بیان کې طالبانو په انتخاباتو کې په ودرېدلو امیدوارانو او ووټ اچونکو غږ وکړو چې په دغه پروسه کې دې برخه نه اخلي.

انتخاباتو ته د طالبانو د دړکې په جواب کې د امریکايي پوځ یو ترجمان وویل د افغانستان جمهوري عمل د مشکلاتو پرته مخ په وړاندې روان دی.

امریکايي پوځي ترجمان کرنل ډی بټلر په ټوېټر خپل پېغام کې وویل "د افغانستان دښمنانو د هغو خلکو د وژلو ژمنه کړې چې په جمهوریت کې برخه اخلي. د حوصلې خبره دا ده چې د مشکلاتو پرته هم د پرامنه انتخاباتو کولو دپاره کار روان دی."

د ډیر وخت راهسې ځنډېلي انتخابات د اکتوبر د میاشت په ٢٠ مه نېټه کېدونکي دي. د ولسي جرگې د ٢۴٩ چوکیو دپاره ٢٥٠٠ امیدواران ولاړ دي چې ۴١٨ پکې مېرمنې هم دي.

افغان حکومت اراده لري چې د ووټونو د تحفظ دپاره ٥۴٠٠٠ عسکر او پولیس پرځای کړي. امریکايي او نېټو ځواکونو هم د انتخاباتو د تحفظ ژمنه کړې ده.

طالبانو په خپل بیان کې وویل د "امریکايي سازش" د ناکامه کولو کوښښونه به کوي.

د طالبانو بیان ملکي خلکو ته د تلفاتو په اړه تشویش راپارولی دی. دا په داسې مهال چې ملگرو ملتونو ویلي په کال ٢٠١٨ کې د ملکي خلکو تلفات ډیر زیات شوې دي.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما د اتوار، یکشنبې، په ورځ شائع شوي یو رپورټ کې وویل د ځانمرگي حملو او بم چاودنو په نتیجه کې ملکي کسانو ته په لویه پېمانه نقصان رسېدلی دی.

بیان وايي د سږ کال د جنورۍ د میاشت د وړمبۍ نېټې نه د سپټمبر د میاشت د ٣٠ مې نېټې پورې ١٠٦٥ ملکي کسان د تشدد په پېښو کې وژل شوې او ٢٥٥٦٩ زخمیان شوې دي.

طالبانو د گل، دوشنبې، په ورځ په خپل بیان کې په امریکايي او نېټو ځواکونو غږ وکړو چې که غواړي چې په افغانستان کې جنگ ختم شي نو دوی یې د هېواد څخه وځي.

بلخوا، په هېواد کې د امن دپاره د هلو ځلو په لړ کې د افغانستان او پاکستان دپاره د امریکې خصوصي استازی زلمی خلیل زاد کابل ته رسیدلی دی.

د اتوار، یکشنبې، په ورځ کابل ته د رسېدو ورسته زلمي خلیل زاد د افغان صدر اشرف غني سره ولیدل. زلمی خلیل زاد به د سعودي او قطر سفر هم کوي. طالبان په دوحا، قطر، کې سیاسي دفتر لري.

طالبان د افغان حکومت پرځای د امریکې سره د نیغ په نیغه مذاکراتو غوښتنه کوي.

امریکايي سفارتکاري اېلس ویلز د جولايي په میاشت کې په قطر کې د طالبانو سره "ابتدايي" لېدنه کړې ده او امکان دی چې زلمی خلیل زاد به د قطر د دورې په مهال د دغه رابطې خبرې په وړاندې بوځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG