لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د یورپین یونین نه د هوايي ډګرونو د فعال ساتلو په لړ کې مرسته غوښتې 


د یورپین یونین اېسکټرنل اېکشن سروس یا د یورپین یونین د خارجه چارو څانګې په خپل بیان کې وویل د اتوار، يکشنبې، په ورځ طالبانو سره د خبرو مطلب دا نه دی چې يورپین یونین طالبان تسلیم کړل بلکې دا د يورپین یونین او افغانانو د مفاد په خاطر د خبرو اترو برخه ده
د یورپین یونین اېسکټرنل اېکشن سروس یا د یورپین یونین د خارجه چارو څانګې په خپل بیان کې وویل د اتوار، يکشنبې، په ورځ طالبانو سره د خبرو مطلب دا نه دی چې يورپین یونین طالبان تسلیم کړل بلکې دا د يورپین یونین او افغانانو د مفاد په خاطر د خبرو اترو برخه ده

د يورپین یونین چارواکو سره خبرو کې طالبانو د افغانستان هوايي ډګرونه فعال ساتلو دپاره د يورپین نه مرسته غوښتلې او یورپين په یو بیان کې وویل طالبانو سره خبرو کې د يورپين یونین چارواکو په افغانستان کې په بشري صورتحال تشویش څرګند کړو.

د یورپین یونین اېسکټرنل اېکشن سروس یا د یورپین یونین د خارجه چارو څانګې په خپل بیان کې وویل د اتوار، يکشنبې، په ورځ طالبانو سره د خبرو مطلب دا نه دی چې يورپین یونین طالبان تسلیم کړل بلکې دا د يورپین یونین او افغانانو د مفاد په خاطر د خبرو اترو برخه ده.

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه د یورپین یونین او طالب استازو خبرې په داسې حال کې کړي چې په دوحه، قطر، کې د ګل، دوشنبې، په ورځ د طالبانو او امریکې د مذاکراتو لړۍ بیا شروع کېږي.

د یورپین یونین د بیان ترمخه طالبانو سره خبرو کې افغانستان دپاره د ايي یو نماینده ټامس نېکلسن د یورپين د پلاوي مشري وکړه او د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي د طالبانو د پلاوي مشر و او د هغه سره د طالبانو د تعلیم او د صحت وزیران، د مرکزي بېنک موقتي مشر، او د خارجه وزارت، د خزانې وزارت، د داخله چارو وزارت او د استخباراتي ادارې چارواکي شامل وو.

د یورپین یونین په بیان کې وویل شوو چې طالبان په خپل دې لوظ ولاړ دي چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان پخواني مغرب پلوه حکومت سره د دوی په ضد مرسته کوونکو ته به معافي ورکوي. طالبانو دا ژمنه هم وکړه چې هغه افغانان او خارجیان چې د افغانستان نه وتل غواړي ورته به د تګ اجازت ورکول کېږي خو د هوايي ډګرونو د فعالا ساتلو دپاره یې د مرسته غوښتنه وکړه.

د ايي یو د بیان ترمخه دواړو فریقېنو په افغانستان کې په خرابېدونکي بشري وضیعت تشویش څرګندو کړو او یورپین یونین ژمنه وکړه چې افغانستان سره به انساني مرستې دوامداره ساتي. يورپین یونین په طالبانو ټینګار وکړو چې ټول شموله حکومت دې جوړ کړي، د جمهوریت پالنه دې وکړي، جینکو ته دې سکول ته مساوي رسايي ورکړي او طالبان دې دا خبره یقیني کړي چې افغانستان د داسې کومې ډلې اډه جوړه نشي چې د نورو امنیت ته خطر ورپېښ کړي.

د ای اېف پي ترمخه یورپین یونین دا وړاندیز وکړو چې که چېرې طالبان د یورپین یونین دا شرطونه پوره کړي نو افغانستان اضافي مالي مرسته ترلاسه کولی شي چې ګټه به یې نېغ په نېغه افغان ولس رسږي.

د رپورټ ترمخه طالبانو ژمنه وکړه چې د اسلامي اصولو سره سم به د انساني حقونو احترام کوي او د سفارتخانو د بیا پرانېستل کېدو هرکلی به کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG