لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په قول اعتبار کول د امریکا تېروتنه وه؟


په افغانستان کې د طالبانو د وسنیو خونړیو حملو سره ځیني کارپوهانو د امریکا له افغانستانه د ځواکونو د وښکلو په فیصله دا نیوکې نور ې هم سوا کړي دي چې صدر بایډن دغه فیصله په تادۍ کې کړې وه. د څېړونکو په آند امریکا باید لومړی طالبان په اوربند مجبوره کړی وی، او ضمانت یې ترې اخستلی وی چې د افغانستان د منتخب واکمنو سره د تل پاتې سولې په خاطر خبرو ته کینئ.

د وي او ډیوه په خپرونه هیلو وي او ای کې د بحث په وخت زیاتره څېړونکي په دې سلا وو چې د طالبانو سره په قطر کې شوې لوظنامه کې دا واضحه نه وه چې طالبان به افغان وژنه نه کوي.

په ایرویزونا پوهنتون کې د لیډیر شپ او عامې روغتیا استاد ډاکټر نقيب صافي وویل د امریکا ځواکونه که نن وی او که پرون یوه ورځ به ضرور وتل:

" ولې په کومه طریقه چې ووتل دا د نظام لپاره ښه نه دی"

د هغه په خیال باید په دې خبره اتفاق شو ی وی چې د افغانستان وسنی نظام به خوندي ساتل کیږي. وداني به نه ړنگول کیږي، هسپتالونه، سکولونه، سړکونه، پولونه به نه تباه کیږي.

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد د وي او ای سره په یوه تازه مرکه کې ويلي دي هغه یقین لري چې افغانستان نور هیچاته ګواښ نه دی، نه نړۍ او نه خپلو ګاونډیانو ته او بیا افغانستان به د کوم ترهګرې ډلې ځاله نه وي.

څېړونکی وايي ښه خبره به هله وې چې خلیزاد دا هم ویلی وی چې طالبان به افغانستان ته هم گواښ نه وي.

د امریکا په اوهایو پوهنتون کې د منځني ختیز د څېړونو مرکز ډایریکټر عالم پایند وايي

"زلمی خلیزاد د افغانستان نماینده نه دی دا د امریکا نماینده دی، دی باید ووايي چې زه د امریکا د منافعو لپاره کار کوم نه د افغانانو د منافعو لپاره"

صدر بایډین له افغانستانه د ځواکونو د وښکلو د اعلان په وخت ویلي وو د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جگړه ختموي. هغه دا هم ويلي وو چې امریکا په افغانستان کې خپل هدفونه تر لاسه کړي او القاعده ماتې خوړلې ده.

د صدر بایډین انتظامیه وايي طالبانو لوظ کړی ؤ چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هیواد په ضد نه استعمالیږي او نه به طالبان د القاعده سره بیا اړیکې نیسي خو د یو شمیر امریکايي جرنیلانو، حکومتي مشرانو ،سیاست دانانو او څېړونکو خیال دی د طالبانو په قول اعتبار کول د امریکا تیروتنه وه.

د امریکا په فلوریډا ریاست کې میشت پښتون څېړونکی ډاکټر تقي وايي په طالبانو اعتبار ناداني وه، د هغه په خیال په بېړه کې د ځواکونو د انخلا فیصله ډېره بې پرواهي ښايي. ښاغلی تقي دا هم نیوکه کوي چې د افغان ځواکونو په تربیه او تیارۍ کې ډېرې نیمگړنیاوې پاتې دي:

"د انخلا لپاره چې کومه پیش بندي پکاره وه هغه امریکا او نه کړله، دويي باندې دومره تادي شوه چې په ملټري پلاننیگ کې هغه خامیانې پاتې شوې چې د هغويي په وجه طالبانو هغه گټې پورته کړې چې په تیرو څو میاشتو کې مخې ته راغلي دي"

د ډاکټر تقي په خیال طالبانو وس هم د نورې نړۍ د وسله والو سره اړېکې نیولي دي. د هغه په خیال په دغو وسله والو کې د القاعده نه علاوه د افغانستان په گاونډ کې د نورو هیوادونو د ترهگرو سره هم د طالب وسله والو کلکې رابطې دي.

که څه هم د امرېکې د خارجه چارو وزیر اېنټني بلینکن ويلي دي په زور د واک تر لاسه کولو د لارې طالبان هاغه څه نه شي ترلاسه کولی د څه چې تمې کوي. البته ښاغلی بلینکن دا هم وايي چې

طالبان ډیر څه غواړي لکه د نړۍ لخوا دې دوي ومنل شي، نړې دې ورسره مرستې وکړي، د دوي مشران دې په ازادۍ سره د نړۍ هر ځای ته سفر وکړي. دوي غواړي په دوي دې پابندۍ ختمې کړل شي .

د څېړونکو په خیال که امریکا گڼي چې د طالبانو دغه غوښتنې پوره کول د وخت مجبوري ده نو اول دې د طالبانو د لاسونو څخه وسله واخلي د افغان وژنې لړۍ دې ختمه کړی شي او طالبان دې دصدر غني د حکومت سره سنجیده خبرو ته کینول شي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG