لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سندرغاړې نغمې پوښتنو ته د گلبدین حکمتیار مخامخ ځوابونه ـ نغمه به سنگر ته ځي


د افغانستان په ولسمشریزو (صدارتي) انتخاباتو کې کاندید پیژندل شوی جهادي مشر گلبدین حکمتیار وایي که چېرته واک ته ورسیږي او "اسلامي نظام" په افغانستان کې ټینگ شي، ښایي سندرغاړې نغمه، د سندرو او کنسرت ورکولو پرځای، له هغه وغواړي چې چېرته یې د جگړې سنگر ته واستوي.

گلبدین حکمتیار د افغانستان د انتخاباتو په رانږدې کېدو سره، له خصوصي ټلېویژن طلوع نیوز سره په یوه ځانگړې مرکه کې گډون وکړ چې د مرکې پر مهال د اورېدونکو په منځ کې د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې ښاپیرې نغمه هم ورته ناسته وه او چې موقعه ورکړل شوه، له حکمتیار څخه یې نیغ په نېغه پوښتنې وکړې.

گلبدین حکمتیار چې د افغان جهادي مشرانو په منځ کې په سخت دریځۍ مشهوره دی، د مرکې په تالار کې د مېرمن نغمې شتون ورته د تمې نه لېرې ښکارېده، خو کله چې ترې وپوښتل شول چې نغمه پیژني که نه، حکمتیار وویل: "هو پیژنم یې، نغمه به څوک څنگه نه پیژني."

مگر دا یې ورسره زیاته کړه چې "د سندرو اورېدل مې نه دي خوښ، او د موسیقۍ په اورېدو مې وخت نه ضایع کوم".

سره له دې چې حکمتیار د نغمې د سوال اورېدو ته لېواله نه ښکارېده، خو د کوربه خبریال په ټینگار یې اورېدو ته چمتو شو. نغمې پخپلې پوښتنې کې د موسیقي او سندرغاړي په باب د گلبدین حکمتیار نظر وپوښت، او دا یې هم وپوښتل چې "که چېرې تاسې د افغانستان راتلونکی جمهور رئیس (صدر) شئ، نو آیا مونږ کولای شو د افغانستان په غازي سټیډیم کې کنسرت ترسره کړو؟ تاسو خو به بیا ممانعت نه کوئ؟"

د حزب اسلامي مشر او راتلونکو انتخاباتو کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید گلبدین حکمتیار ځواب ورکړ چې "اجازه راکړئ چې اول اسلامي ټولنه جوړه شي. مېرمنې خپل شایسته (وړ) مقام تر لاسه کړي. او هره یوه هم هغه خپل لوی ستر مسئولیت ته متوجه شي. چې له هغې نه باید یو شخصیت جوړ شي ـ تاریخ جوړوونکی شخصیت، چې په غېږ کې یې ستر ستر قهرمانان او اتلان وروزل شي، د تاریخ ستر ستر شخصیتونه ـ کله چې دغسې فضا (ماحول) جوړه شوه، او ښځې خپل مسیر درک کړ، ارمانونه، اهداف، چې د هغې له شخصیت سره ښایي، زه باور لرم چې هغه مهال به تاسو دا ونه وایئ چې زه غواړم په ستېډیم کې کنسرت اجرا کړم. بلکې شاید هغه مهال ووایاستئ چې زه کوم داسې تاریخي کار وکړم چې زما، زما د قوم، زما د اولاد سر ورباندې لوړ وي."

که څه هم حکمتیار پخپلو دې خبرو سره، د موسیقي هنر د سرلوړۍ او افتخار کار ونه گاڼه، خو هنرمندې نغمې د خپل هنر په دفاع کې ورته وویل چې "که ټولنه ډاکټر ته ضرورت لري، انجنیر ته ضرورت لري، هغه هنرمند ته هم ضرورت لري، ځکه چې هنر د روح غذا ده او مونږ خپلې ژبې او خپلې ټولنې او خپل وطن ته خدمت کوو."

په ظاهره بڼه، د خپرونې د وخت د کمي له وجهې، کوربه خبریال د گلبدین حکمتیار او نغمې ترمنځ مخامخ دغه تود بحث ختم کړ، مگر حکمتیار په ټینگار زیاته کړه کله چې د ډېموکراسۍ حال بدل شي او دده په وینا، اسلامي نظام راشي، بیا ښایي هغه وخت نغمه ووایي چې "ما کوم سنگر ته ولېږه".

د یادونې وړ ده چې طالبانو پخپلې واکمنۍ کې په افغانستان کې سندرې او موسیقي بند کړي و، او آن د موسیقۍ آلې به یې چې موندلې، هغه به یې ماتولې. د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته، په افغانستان کې په تېرو ١٨ کلونو کې موسیقي یو نوی رنگ او نوی خوند پیدا کړ، ډېر ټلویژنونه جوړ شول، او هنرمندانو ته موقعه په لاس ورغله چې گڼ شمېر نوې سندرې ووایي.

د طلوع ټلویژن د "افغان ستوري" په نامه د ساري گا ما په شان یوه خپرونه هم جوړه کړه چې کلونه کلونه یې گڼ شمېر ځوانانو ته په موسیقۍ کې د پرمختگ لاره هواره کړله.

گلبدین حکمتیار په خپلې مرکې کې وویل چې له طالبانو سره یې لوی فرق دا دی چې طالبانو تر اوسه انتخابات نه دي منلي، خو هغه یې مني، مگر ډېرو نورو مسایلو کې د طالبانو افکار تاییدوي.

XS
SM
MD
LG