لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وایي د افغانستان شهریانو ته به د پاسپورټونو او تذکرو وېش بیا پیل شي


طالبانو فیصله کړې ده چې په افغانستان کې خلکو ته د پاسپورټونو د جوړولو کار بېرته پیل شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی کابینې د ګل/دوشنبې په ورځ غونډه کړې او په هغه کې داخله وزارت ته هدایت جاري شوی چې "د پاسپورټ او تذکرو د ورکړې لړۍ بېرته پیل کړي."

تذکرې د افغانستان د وګړو شناختي کارډونه دي چې د مخکیني صدر محمد اشرف غني په دور کې په الکټرانیک بڼه وېشل کېدل.

په افغانستان کې د پاسپورټونو لویې ادارې هغه مهال کار بند کړ چې طالبانو په کابل ښار قبضه ولګوله. د هغه نه پس، ډېرو خلکو غوښتل چې د افغانستانه بهر ملکونو ته ولاړ شي، خو یو پلو د پروازونو نشتوالی، او بل اړخ ته د پاسپورټونو د جوړولو عدم امکان، بهر ته د خلکو سفر ته ستونزمن کړل.

وروسته بیا د پاسپورټ ادارې اعلان کړ چې د بیا فعالېدو دپاره یې پوره آمادګي نیولې، او ټاکل شوې ده چې د پاسپورټونو د وېشلو کار په نږدې آینده کې پیل شي.

دا چې طالبان به هغه پخواني پاسپورټونه او تذکرې چې ورباندې (د افغانستان اسلامي جمهوریت) لیکلی شوی، قبول کړي او که نه، په دې اړه فکرمندۍ موجودې وې، خو څه موده مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یو مرکه کې وویل چې د پخوانیو حکومتونو له خوا ټول جوړ کړی شوي پاسپورټونه او تذکرې د اعتبار وړ دي، خو دوی به په آینده کې بیا په دې ډول اسنادو د خپل امارت نوم چاپ کړي.

اوس که څه هم طالبانو د تذکرو او پاسپورټونو د بیا وېشلو خبره کړې ده، مګر په بیان کې یې ندي ویلي چې دا پروسه به څنګه وي، او یا د کومې نېټې وروسته به پاسپورټونو او تذکرو جوړولو ته خلک درخواستونه ورکولی شي.

د افغانستان پاسپورټونه چې د پخواني جمهوریت نوم ورباندې لیکل شوی
د افغانستان پاسپورټونه چې د پخواني جمهوریت نوم ورباندې لیکل شوی

بل اړخ ته تر اوسه لا د افغانستانه نورو ملکونو ته پروازونه په منظم ډول نه دي پیل شوي او د ځینو ګاونډیو ملکونو ائیرلاینونه چې جهازونه یې کابل ته کله کله پروازونه کوي، د خپلو ټکټونو بیعه ډېره زیاته ګرانه کړې ده.

د کابل ائیرپورټ د چارواکو د معلوماتو له مخې، د پاکستان او ایران ائیرلاینونو کابل ته خپل پروازونه پیل کړي دي. چارواکو دا هم ویلي چې ملګري ملتونه او نور غیردولتي تنظیمونه دا جهازونه په چارټر ډول کرایه کوي، او دا وجه ده چې ائیرلاینونو خپل ټکټونه ګران کړي دي.

خو څو ورځې مخکې د پي آئي اې یو چارواکي وي او اې ډیوه ته ویلي و چې کابل لا تر اوسه د بین الاقوامي پروازونو دپاره پوره آماده ندی او هلته د پروازونو دپاره انشورنس یا بیمه ډېره ګرانه ده، له دې وجې ټکټونه هم ګران شوي دي.

د کابل ائیرپورټ مسئول چارواکی عبدالهادي حمداني وایي چې د ټکټونو د بیعو راکښته کولو دپاره کوششونه جاري دي.

د دې نه وړاندې، د فرانس خبري ادارې رپوټ ورکړی و چې اوس مهال د کابل نه اسلام آباد پورې د یو طرفه پرواز ټکټ د یو زر و دوه سوه ډالرو نه هم بره دی. د کابل او اسلام آباد ترمنځ د پرواز موده، شاوخوا یوه ګنټه ده.


په دې رپوټ کې زیاتره معلومات د وي او اې افغان سروس نه اخستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG