لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په غزني کې د طالبانو حمله او پکې ماشومانو ته اووښتې مرگ ژوبله


په قطر کې د افغانستان د سولې د خبرو با وجود، په غزني ولایت کې د طالبانو لخوا بمي چاودنه شوې چې په کې گڼ شمیر ماشومانو ته هم ځاني زیان رسیدلی دی.

دغه برید د یکشنبې/اتوار په ورځ په غزني کې د امنیتي ځواکونو پر یو مرکز وشو چې رایټرز خبري ادارې ترمخه، لږ تر لږه ١۴ تنه پکې مړه شوي او له ١٨٠ زیات کسان په کې زخمیان شوي دي.

په ټپي شویو کسانو کې د سکول ماشومان هم شامل دي. طالبانو د دې حملې زمه واري پر غاړه اخیستې ده او ویلي یې دي چې برید په احتیاط ترسره کړی چې نورو عامو کسانو ته په کې زیان ونه رسیږي.

مگر سره له دې، په غزني کې د سرکاري روغتون (هسپتال) مشر ډاکټر باز محمد همت ویلي چې دوی ته په راوړل شویو زخمیانو کې، ٥٩ تنه یې ماشومان دي، یوولس یې زنانه دي، او یوازې اته زخمیان پوځيان دي. ډاکټر همت زیاته کړه، دوی ته شپږ مړي راوړل شوي چې څلور یې عام خلک دي.

د طالبانو لخوا په جاري شوي پیغام کې بیا ویل شوي چې درنه مرگ ژوبله، پوځي او استخباراتي افسرانو ته اووښتې ده.

په غزني ولایت کې د صحت محکمې چارواکو بیا رایټرز ته ویلي چې د وژل شویو تنانو شمیر ١٣ دی او په دې کې یو یې ماشوم، څلور عام خلک، او اته یې د افغانستان د استخباراتي ادارې کارکوونکي دي.

د افغانستان د اجرائیه ریاست پخواني ویاند او په تیرو انتخاباتو کې د ولسي جرگې یو امیدوار، جاوېد فیصل پر خپل ټویټر لیکلي:

"د سکول ماشومان یوځل بیا په غزني کې د یو کرغیړن ترهگریز برید قرباني شول. دا نشي کیدای چې د سولې یو لوی توافق ته د رسیدو په خاطر، د عامو خلکو مرگ ژوبله دې د فشار راوړلو د آلې په توگه وکارول شي. د سولې خبرې باید [د طالبانو] پر ادغام او په افغانستان کې د ترهگرو فعالیتونو پر ختمولو ترکیز ولري."

یو افغان څیړونکی، احمد زبیر هم پر خپل ټویټر، د غزني د برید په اړه خواشیني څرگنده کړې او بیا یې لیکلي:

"له طالبانو سره مذاکرات، چې پر میز د سولې خبرې کوي او په عمل کې خلک وژني، افغانستان به بیا ١٩٩٦ کال ته ستون کړي."

په غزني کې د اتوار/یکشنبې ورځې چاودنه، په افغانستان کې د طالبانو لخوا د بمي حملو په لړ کې تازه پیښه ده. طالبان له یوې خوا د قطر په سرښار دوحه کې له امریکاییانو سره د سولې خبرې او همدا راز له افغان سیاستوالو او ټولنیزو فعالانو سره په خبرو لگیا دي، او د بل طرف نه یې په افغانستان کې بمي چادونې له سره پیلې کړي دي.

تیره هفته هم طالبانو په کابل کې د ملي دفاع وزارت پر یوې ادارې برید وکړ چې له امله شپږ تنه مړه او له سلو زیات عام خلک زخمیان شول. په زخمیانو کې ٦٠ تنه یې د سکول ماشومان و.

حکومتي چارواکو هم ویلي چې افغان ځواکونو په لوگر او هلمند ولایتونو کې د طالبانو خلاف هوایي بمبارۍ کړي او له دېرشو زیات کسان یې وروژلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG