لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د تشدد د کمېدو معنا څه ده او ولې ورته خوشبیني زیاته شوې؟


د ملگرو ملتونو د شمېرو ترمخه، یوازې د ٢٠١٩ کال په لومړیو ٩ میاشتو کې له ٢٥٠٠ زیات عام افغانان په جگړه کې ووژل شول
د ملگرو ملتونو د شمېرو ترمخه، یوازې د ٢٠١٩ کال په لومړیو ٩ میاشتو کې له ٢٥٠٠ زیات عام افغانان په جگړه کې ووژل شول

په ولسي او سیاسي چارو کې د افغانستان د ولسمشر اشرف غني لوی سلاکار ضیأ الحق امرخیل وایي، افغان حکومت ته اطمینان ورکړل شوی چې د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ د لوظنامې له دستخطېدو وروسته به "طالبان د افغانستان په ټولو برخو کې له جنگ څخه لاس اخلي."

ښاغلي امرخېل دا خبره پس له هغه وکړه چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو ته خوشبینۍ زیاتې شوې او امریکایي چارواکو افغان مشرانو ته د "یو پام وړ پرمختگ" خبر ورکړ. د امریکاییانو په قول، طالبانو دې ته غاړه ایښې ده چې تشدد به په پراخه اندازه راکم کړي.

مگر دا چې د تشدد کمول په څه معنا ده، او له پوره ډزبندۍ (اوربند) سره یې فرق په څه کې دی، بېلابېل نظریات شته دي.

د صدر غني لوی سلاکار، ضیأ الحق امرخېل نن د شورو/چهارشنبې په ورځ وي او اې ډېوه ته په خبرو کې وویل، افغان حکومت ته ډاډ ورکړل شوی چې طالبان به "تشدد نه کوي، یا همدا رنگه انفجار (چاودنه) به نه کوي، انتحار (خودکشه حملې) به نه کوي."

په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر غني لوی سلاکار ضیأالحق امرخېل
په ولسي او سیاسي چارو کې د ولسمشر غني لوی سلاکار ضیأالحق امرخېل

امرخېل پخپلو خبرو کې دا هیله وښوده چې دا د تشدد د کمېدو اصطلاح به ورو ورو یو بشپړ اوربند او تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي.

بل اړخ ته، د افغانستان د خلاصون لار غورځنگ مشر او د طالبانو یو پخوانی چارواکی سید اکبر آغا وایي چې د تشدد کمښت به په عمل کې هماغه د ډزبندۍ په شان وي. سید اکبر آغا ډېوه ته وویل، لکه څنگه چې طالبان له "افغان حکومت" سره خبرو ته ندي حاضر شوي مگر دې ته حاضر دي چې په یو بل نوم ورسره وگوري، هماغسې دې ته هم ندي حاضر شوي چې د تشدد کمښت ته د ډزبندۍ نوم ورکړي، مگر په عمل کې به هماغسې ډزبندي وي.

که څه هم دا به د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون وي، خو افغان حکومت ویلي چې د سولې او د خلکو د آرمانونو په خاطر، حکومت حاضر دی چې قرباني ورکړي او داسې څه ونه کړي چې د سولې عمل ته پکې زیان ورسیږي.

د افغان صدر لوی سلاکار، ضیأ الحق امرخېل ډېوه ته وویل: " د افغانستان حکومت گوري چې طالبان څه کوي؟ تشدد کمېدل په کومه معنا باندې؟ انتحار کوي، انفجار کوي، حملې کوي په امنیتي ارگانونو؟ عام ملکي ځایونه ټارگېټ کوي؟ که چېرې دغه کارونه کیږي، معنا دا ده چې د افغانستان حکومت مکلفیت لري چې د ځان څخه دفاع وکړي."

بل پلو ذرایع وایي، د قطر په خبرو کې طالبانو دا اندېښنه څرگنده کړې چې هسې نه نورې ډلې په دې موده کې حملې وکړي، او په طالبانو یې واړوي. په لندن کې مېشت خبریال، سمیع یوسفزی، چې د سولې پر خبرو له نږدې نظر ساتي، وایي چې په دې برخه کې امریکاییانو د طالبانو اندېښنې ځواب کړي دي.

ښاغلي یوسفزي نن د شورو/چهارشنبې په ورځ، امریکا غږ ډېوه ته وویل: "خلیلزاد او امریکایي ټیم، طالبانو ته ویلي دي چې مونږه په دې پوهېږو. هر برید چې کیږي، مونږ یوې نتیجې ته رسیږو چې دا برید چا کړی دی، او تاسو د کوم برید پړه پر غاړه مه اخلئ، او بل د هر برید شا ته چې کوم عوامل دي، چا کړي دي، هغوی باندې مونږ پوهیږو. که تاسو د دغو بریدونو شا ته نه یاستئ، تاسو بیا مه اېرېږئ. که بل څوک دا برید وکړي، هغه بیا مونږ معلومولای شو."

پخوانی طالب چارواکی، سید اکبر آغا وایي ځیني گاونډي هېوادونه نه غواړي چې امریکا دې په امن طریقې سره له افغانستانه ووځي، چې نه امریکا او نه افغانانو ته په کې زیان ورسیږي.

د افغانستان د خلاصون لار غورځنگ مشر، سید اکبر آغا
د افغانستان د خلاصون لار غورځنگ مشر، سید اکبر آغا


سید اکبر آغا ډېوه ته وویل: "ځیني ملکونه غواړي چې په افغانستان کې جنگ روان اوسي، امریکا د روسانو په شکل باندې له افغانستانه ووځي، خو هغه دا غواړي چې افغانان دې دلته مري. په پښتو کې یو متل دی چې وایي: توره دې لالا وهي، مړۍ دې عبدالله وهي. نو افغانان دې مري او دوی دې خپل خوند پرې اخلي."

په کاناډا کې مېشت افغان سیاسي څېړونکی ډاکټر منیر احمد بیا، د دې تر څنگ چې وروستیو پرمختگونو ته خوشبینه ښکاري، وایي چې که د طالبانو او امریکا ترمنځ کوم تړون هم ترسره کیږي، هغه د افغانستان د سولې بشپړ تړون نه گڼل کیږي.

ډاکټر منیر احمد وي او اې ډېوه ته وویل: "د سولې کامله توافقنامه (د امن بشپړه لوظنامه) به د هغه چا ترمنځ کیږي چې هغه په جگړه کې ښکېل دي. او دې لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د افغانستان د دولت او د طالبانو ترمنځ د یوې پراخې او همه جانبه موافقتنامې (هراړخیزې لوظنامې) ته رسېدل، ضرور وي."

افغان سیاسي څېړونکی ډاکټر منیر احمد
افغان سیاسي څېړونکی ډاکټر منیر احمد

د افغان حکومت دوو جلا سرچینو او یوه غربي سفارتکار ویلي، چې که طالبان په افغانستان کې پخپلو بریدونو او تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالی راولي نو امکان شته چې په روانه فرورۍ میاشت کې د امریکې او طالبانو تر منځ په قطر کې د سولې تړون لاسلیک شي.

رایټرز خبري‌ ایجنسۍ د دغو دواړو سرچینو په حواله لیکلي چې که طالبان د بریدونو کمولو په اړه د امریکې غوښتنه ومني نو د سولې تړون ته له رسېدو سره به له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلې ته هم لاره هواره شي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG