لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پامپیو په قطر کې له طالب مشرانو سره وکتل


د تېرې فرورۍ په نهه ویشتمه امریکا او طالبانو قطر کې لوظنامه امضا کړله
د تېرې فرورۍ په نهه ویشتمه امریکا او طالبانو قطر کې لوظنامه امضا کړله

د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو د ګل/دوشنبې په ورځ د قطر په سرښار دوحه کې د افغان طالبانو له مشرانو سره لیدلي دي. پامپیو په دې لیدنه کې طالبانو ته ویلي چې امریکایي قواوې به د هغې لوظنامې پر اساس چې له طالبانو سره امضا شوې ده، "حالاتو ته په کتو سره" له افغانستانه خپل وتلو ته دوام ورکړي.

وړاندې تر دې، د امریکې د خارجه وزارت ویاندې مورګان اورتېګس د دې خبرې پخلی کړی و چې مایک پامپیو به په قطر کې د طالبانو له نایب مشر ملا برادر سره ملاقات وکړي.

بل اړخ ته د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین ویلي چې د طالبانو نایب مشر ملا عبدالغني برادر او ورسره ملګرو یې، له مایک پامپیو سره لیدلي او "دواړو خواوو د توافقنامې (لوظنامې) په لا ښه تطبیق او د بندیانو په چټک خلاصون خبرې وکړې."

د طالبانو دغه ویاند پر خپل ټویټر پاڼه زیاته کړې ده چې د امریکا خارجه وزیر مایک پامپیو دوی ته اطمینان ورکړی چې "امریکايي ځواکونه د مهالویش مطابق د وتلو په حال کې دي".

مخکې تر دې ویل شوي و چې د کرونا وایرس د عالمي آفت له امله، امریکا په افغانستان کې د خپلو قواوو خوځون په ټپه درولی دی.

اوس مهال د طالبانو اهمه غوښتنه دا ده چې د افغان حکومت له زندانونو څخه دې پنځه زره بندیان په یوځل راخوشې شي، هغه هم هغه بندیان کوم چې طالبانو یې لېستونه برابر کړي دي. خو ولسمشر غني وایي چې دا پنځه زره طالبان به په یو ځل نه، بلکې کرار کرار او جوپه جوپه خوشې کړي، هغه هم که طالبان په تشدد کې کمی راولي او د سولې خبرو ته کیني.

تر دې وړاندې، د اتوار یا یکشنبې په ورځ افغان حکومت او طالبانو په لومړي ځل د زندانیانو د خوشې کېدو په اړه د ویډیو سکایپ له لارې مخامخ خبرې وکړې.

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد وویل چې د دغو خبرو سهولت امریکا او قطر برابر کړی و او په خبرو کې امریکایي او قطري چارواکي هم حاضر و.

دا چې د زندانیانو د خوشې کولو خبره کوم ځای ته رسېدلې ده، تر اوسه جزییات ندي په ډاګه شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG