لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د امن لاریون ٢٧ برخوال نیولې دي، د پیپل پیس مومنټ ترجمان وايي


د امن تحریک دوه کاله وړاندې د هلمند ولایت په لشکر گاه ښار کې د یوې حملې وروسته شروع شوی چې پکې ١٥ کسان ووژل شو. دې وروسته د امن فعالانو په پښو د کابل په لورې سفر پېل کړو
د امن تحریک دوه کاله وړاندې د هلمند ولایت په لشکر گاه ښار کې د یوې حملې وروسته شروع شوی چې پکې ١٥ کسان ووژل شو. دې وروسته د امن فعالانو په پښو د کابل په لورې سفر پېل کړو

د افغانستان طالب وسله والو د امن لاریون ٢٧ برخه وال په داسې مهال نیولي چې دوی د هرات نه فراه ولایت ته په سفر وو. دا خبره پیپل پیس مومنټ نومې تنظیم کړې ده او ویلي یې دي چې نیول شوي کسان نا معلومه ځای ته بوتلل شوې دي.

د پیپل پیس مومنټ یا د ولسي امن تحریک ترجمان بسم الله وطن دوست وویل دوی د خپلو ملگرو سره د نهې، سه شنبې، د ماښام راهسې رابطه ختمه شوې ده. د لاریون برخوال د شپږو موټرو په قطار کې د هرات نه فراه ته روان وو.

ښاغلي وطن دوست وویل دوی د طالب مشرانو سره په رابطه کې دي چې د نیول شویو کسانو تحفظ یقیني کړي.

د فراه ولایت د پولیس ترجمان محب الله محب وي او ای ته وویل د لاریو برخوال اخېري ځل د نهې، سه شنبې، په ماسپښین درې نیمې بجې د هرات او فراه په لویه لاره لیدل شوي وو.

طالبانو د امن لاریو کونکو د نیولو زمه واري نه ده منلي.

ټاکل شوي وه چې د امن لاریون کونکي به غور او بادغیس ولایتونو ته هم تلل خو د واورې او د یخ موسم له کبله یې دغه اراده بدله کړه. لاریون کونکو به په فراه ولایت کې هم د امن غونډې کولې.

طالبانو د دې نه وړاندې هم د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د امن فعالان نیولي او بیا یې ازاد کړي.

د امن تحریک دوه کاله وړاندې د هلمند ولایت په لشکر گاه ښار کې د یوې حملې وروسته شروع شوی چې پکې ١٥ کسان ووژل شو. دې وروسته د امن فعالانو په پښو د کابل په لورې سفر پېل کړو.

د هلمند څخه د سفر شروع کولو وروسته د لاریون برخوال د حکومت او د طالبانو د واک لاندې سیمو نه تېرېدل او نور خلک ورسره شاملېدل.

په لاریون کې د هرې طبقې او هر عمر خلک شامل وو او زیاتره پکې د افغانستان د جنگ متاثرین وو. دغه امن لاریون د هیواد دننه او په نړیواله کچه د مطبوعاتو توجه ځان ته راوگرځوله.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG