لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي این این: طالبان لشکرگاه ته نژدي شوي، افغان عسکر طالبانو ته تسلیمیږي


پولیس چارواکی سي این این ته وايي لشکرگاه ته د طالبانو له خوا د دوو غاړو څخه د حملو خطر دی او دا په هلمند د طالبانو د توجه مهمه وجه هلته د کوکنارو کښت دی دا وخت يي فصل تیار شوی او افیم ترې اخیستل کیږي
پولیس چارواکی سي این این ته وايي لشکرگاه ته د طالبانو له خوا د دوو غاړو څخه د حملو خطر دی او دا په هلمند د طالبانو د توجه مهمه وجه هلته د کوکنارو کښت دی دا وخت يي فصل تیار شوی او افیم ترې اخیستل کیږي

د افغانستان په جنوب کې طالبان د هلمند ولایت مرکزي ښار لشکر ته ور نژدې شوي دي، په ښار کې د امنیت وضعه کړکیچنه ده او افغان فوج عسکرو د تښتیدو او طالبانو ته د تسلیمدو د مسلې سره مخامخ دی. دا خبرې د امریکې سي این این ټیلي وژن په هلمند کې د تازه صورتحال په اړه په خپل یو رپورټ کې کړې دي.

خو سي این این وايي د دفاع موقتي وزیر معصوم ستنکزۍ په شمول افغان مامورین دا تاثر رودي چې گني طالبان لشکر گاه د نیولو توان لري.

په خپل وډیو رپورټ کې سي این این ښائي د طالبانو سپین بیرغ د لشکرگاه څخه شا او خوا درې کلومیټره لرې د ونو په بڼ کې پورته کړی شوی دی چې د افغان امنیتي ځواکونو د یو پوسټ نه هم لیدل کیږي.

د افغان مامورینو د ډاډ گیرنو پرته چې هلمند سقوط نه شي کولی، سي این این وايي د ولایت سقوط ډیر نژدي ښکاري چې د تیرو١٥ کلونو پورې د نیټو عسکر په هلمند کې پراته وو او په سلگونو د نیټو عسکرو هلمند د امنیت دپاره د ژوند قربانۍ ورکړې دي.

معصوم ستنکزۍ سي این این ته وايي که چرې هلمند سقوط وکړو نو هغه به د خپلې چوکۍ نه استعفا ورکړي. "د هلمند عکس گل و گلزار نه دی. دا یوه مشکله جگړه ده او په دې کې هیڅ شک نشته چې پولې د پورې غاړې (د پاکستان څخه) په گڼه شمیره کې وسله وال را روان دي،" ښاغلی ستنکزی سي این این ته وویل. هغه زیاته کړه چې طالبان په ازاده توگه د پاکستان په پیښور او کوټه ښارونو کې حرکت کوي او په افغانستان کې د طالبانو گټې د پاکستان د ملاتړ په نتیجه کې رامینتځه شوي دي.

په لشکرگاه کې یو افغان پولیس افسر سي این اين ته د هغه نوم د نه څرگندولو په شرط ویلي افغان فوج طالبانو خلاف په ورستیو ورځو کې څه پرمختگ نه دی کړی او دا چې د هلمند پنځه ولسوالۍ د طالبانو په قبضه کې دي چې پکې د موسا قلعه او نوزاد ښارونه هم شامل دي او طالبانو د خانشین ښار د بیا نیولو دپاره د افغان ځواکونو حملې په شا تمبولې دي.

هم دغه پولیس چارواکی سي این این ته وايي لشکرگاه ته د طالبانو له خوا د دوو غاړو څخه د حملو خطر دی او دا په هلمند د طالبانو د توجه مهمه وجه هلته د کوکنارو کښت دی دا وخت يي فصل تیار شوی او افیم ترې اخیستل کیږي.

بلخوا سي این این د هلمند په اړه خپل رپورټ کې وايي افغان فوج خپل عسکر د مرگ په وجه نه بلکه طالبانو د تسلیمیدو له امله د لاسه ورکوي. که څه هم رپورټ کې عسکرو د تښتیدو شمیر شمیرې نه دي ورکړی شوي خو سي این این وايي دا شرح ډیره زیاته ده.

په رپورټ کې سي این این وايي دوو داسې عسکرو ورسره خبرې اترې کړې دي چې فوج يي پریښی او طالبانو سره شامل شوي دي. یو عسکر چې نوم يي نه دی څرگند کړی شوی، وايي فوج کې د اتلسو میاشتو د تربيي ورسته يي وطن د تحفظ لوړه وکړه خو بیا فوج ورسره ښه سلوک و نه کړو او طالبانو ته لاړو چې د "میلمنو" په رنگ سلوک ورسره کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG