لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت وایي هلمند کې یې د القاعدې پاکستاني وګړي وژلي – طالبان یې ردوي


د افغانستان د دفاع وزارت دعوه کوي چې په هلمند کې عسکرو د القاعده ډلې دوه ویشت (۲۲) تنه وژلي دي او ګني دا کسان د پاکستان د پنجاب صوبې اوسېدونکي و. بل اړخ ته طالبانو دا دعوه رد کړې او په ټویټر یې لیکلي چې «په هلمند کې دالقاعدې هيڅوک نشته اونه چاته زیان اوښتی.»

په افغانستان کې تشدد په زیاتېدو دی او با وجود د دې چې هره ورځ نړېوال په امن ټینګار کوي، دې ملک کې هره ورځ لسګونه کسان په جنګ کې وژل کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د نهې/سې شنبې په ورځ په یو جلا بیان کې ویلي چې د افغان پوځ او پولیسو په یو شپه و ورځ کې د هېواد په مختلفو برخو کې، یو سل او یو اتیا (۱۸۱) طالبان وژلي او اته اویا (۷۸) نور یې زخمیان کړي دي.

په بیان کې زیاته شوې چې دغه شمېر طالبان د لغمان، غزني، کندهار، زابل، هرات، هلمند، جوزجان او بغلان ولایتونو کې وژل شوي دي.

بل اړخ ته طالبانو دعوه کړې چې د بغلان ولایت په جرخشک سیمه کې یې د حکومتي ځواکونو یوه قرارګاه نیولې، لس (۱۰) تنه عسکر یې په کې وژلي او شپاړس (۱۶) نور یې ژوندي نیولي دي.

طالبانو دا دعوه هم کړې ده چې د بلخ ولایت په چاربولک ولسوالۍ کې یې د کمانډو عسکرو په یو مرکز برید کړی، څلور کومانډو (سپیشل فورس) یې وژلي او شپږ نور یې زخمیان کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو اړخونو لخوا جنګ کې د وژل شویو کسانو شمېرې کومې خپلواکې ادارې ندي تصدیق کړي.

د ملګرو ملتونو غبرګون

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د افغانستان په لوګر ولایت کې د اپرېل میاشتې د دېرشمې نېټې بمي برید په کلکو الفاظو غندلی او هغه یې یو بزدلانه ترهګر عمل بللی دی.

په هغه برید کې چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې وشو، لږ تر لږه یوویشت (۲۱) کسان مړه شول چې په کې د هائی سکول زده کوونکي هم شامل و. د دې نه علاوه، سل تنه نور عام کسان زخمي شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

افغان حکومت په لوګر کې دغه خونړی برید د طالبانو کار ګڼلی دی. که څه هم طالبانو په ښکاره د لوګر برید زمه واري په غاړه نده اخیستې، خو د حکومت دعوه یې هم نده رد کړې او نه یې برید غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په افغانستان کې د تشدد د لوړې کچې او د امنیت بدو حالاتو په اړه سخته اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې تشدد ختم شي او د ملکي وګړو د وژل کېدو مخه دې ونیول شي.

د ملګرو ملتونو سېکوریټي کاونسل یا امنیت شورا چې د نړۍ طاقتوره ملکونه یې دایمي غړي دي، په دې هم ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د دغه ډول «ترهګرو اعمالو مرتکبین، تنظیم کوونکي، تمویل کوونکي او مرسته کوونکي دې عدالت ته راوکاږل شي.»

په افغانستان کې تشدد او د جنګ اور په داسې وخت کې تېز شوی چې امریکا په هغه ملک کې خپله اوږده جګړه ختمه کړې او ویلي یې دي چې د سټمبر تر یوولسمې پورې به خپل ټول عسکر له افغانستانه راوباسي. په همدې مهال د سولې دپاره هلې ځلې هم روانې دي او نړېوال کوشش کوي چې طالبان له افغان حکومت سره سیاسي روغې جوړې ته وهڅوي، مګر طالبان چې پخوا به یې ویل د خارجي قواوو په وړاندې جنګ کوي، اوس یوازې له افغان حکومت سره مخ دي او حاضر ندي چې ډزبندي وکړي.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG