د امریکا د دفاع وزیر، مارک اېسپر په ناڅاپي توگه نن د یکشنبې/اتوار په ورځ افغانستان ته ورسېد او له طالبانو سره یې د خبرو د بیا پیلیدو مسئله رااوچته کړله. د دې ترڅنگ، د اتوار په ورځ د اروپايي ټولنې استازو هم په افغانستان کې د ډزبندې غوښتنه کړې او د امریکا-طالبانو ترمنځ یې د خبرو د بیا شورو کیدلو لپاره غږ کړی دی.
افغانستان ته د سفر په وخت ښاغلي ایسپر خبریالانو ته اووئیل "هدف دا دی چې اوس هم په یو وخت کې د صلح موافقه ترلاسه شي". د نوموړي په وینا "سیاسي لوظنامه د پرمختګ غوره لار ده."
د امریکا د دفاع وزیر دا هم وویل چې "زه هیله لرم چې مونږ به پرمختګ اوکړو او یو سیاسي لوظنامه به لاسلیک کړو، او هغه اهداف به ترلاسه کړو کوم چې مونږ یې غواړو."
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا هم نن په کابل کې یو خبري کنفرانس کې په بین الافغاني مذاکراتو باندې ټینگار وکړ.
هغه وویل بین الافغاني مذاکرات به په افغانستان کې داسې حکومت رامنځ ته کړي چې د افغانستان لاسته راوړنې وساتل شي نه چې د "اسلامي دولت" په څیر حکومت.
ښاغلي کوبیا اووئیل "دا صحیح وخت او موقع ده چې د تشدد د کمولو سره مونږ یو قدم وړاندې لاړ شو او د جنګ بندې لپاره په نورو لارو باندې غور اوکړو. د نوموړي په وینا "نن مونږ سره یو موقعه شته دې."
په افغانستان کې د اتلسو کالو نه روان جنګ ختمولو لپاره د امریکا او طالبانو تر منځ په قطر کې خبرې اترې شوي وې. خو د نهم پړاو د خبرو وروسته تیره میاشت صدر ډانلډ ټرمپ ناڅاپي په ټویټر باندې د طالبانو سره د امن خبرو اترو د خبرو ختمولو اعلان اوکړ.
مطبوعاتي رپورټونه وايي روانه میاشت د طالب استاز اسلام اباد ته د سفر په وخت د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمې خلیل زاد له دوی سره ملاقاتونه کړي او په یو شمیر معاملو باندې د خبرو اترو لپاره رضا شوي وو.
یو پاکستاني چارواکي د نوم نه څرګنډولو په شرط رايټرز خبري ایجنسې ته ویلي پاکستان ډیر مهم کردار ادا کړي چې طالبان پدې قانع کړي چې د امن د پروسه څومره مهمه ده.
دغه چارواکې ويلي په اسلام اباد کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ خبرې د اعتماد د بحالۍ لپاره وې خو کوم رسمي خبرې پکې نه وې شوې.
رائیټرز خبري ایجنسې خپل رپورټ کې لیکلي د امریکا خارجه وزارت چارواکي د دغه ملاقاتونو په اړه څه د ویلو نه انکار کړی. خو دغه چارواکي وایي تروسه د امن خبرې اترې ندي پيل شوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په وخت طالبانو نه د ضمانت غوښتلې شوې وو چې چې دوي به القاعده غوندې ترهګر تنظمونو سره خپلې اړیکې ختمه وي. خو څیړونکې وايي وس هم طالبان د القاعده ترهګر ډلو سټراجیکي او عملیاتو لپاره په رابطه کې دي.
په واشنګټن کې میشت څیړنیز اداره اټلانټیک کونسل یو غړی جاوید احمد وايي القاعده وس هم طالبان دخپل مقصدونو لپاره کاره وي او په خاصه توګه سخت دریځه طالبان.
د نوموړي په وینا "غربي نړۍ په افغانستان کې ټوله توجو القاعده ترهګرو ډلو ته ورکړي، خو دغه ترهګر ډلې ځايي وسایل او خلک په نخښه کړي چې د مقامي طالبانو همدردیانې ترلاسه کړي".
د واشنګټن نیشنل ډیفنس یونیورسټي پروفیسر میټ ډیرنګ وايي د طالبانو پدې خبرو باور ندې پکار چې دوي د القاعده سره خپل اړیکې ختمې کړي ، د نوموړي په وینا "طالبان او القاعده وس هم د یو بل سره د عملیاتو او سټراټیجکي همکارې لپاره په رابطه کې دي، او دوي په سوشل میډیا باندې د یوبل لخوا ترسره شوي بریدونه هم ستايي."
پروفیسر ډیرنګ وايي د لوظنامې ته د رسیدو نه وړاندې طالبانو ته به عملي ګامونه اخیستلي وي.
په افغانستان کې د صلح د خبرو اترو لپاره داغږونه پداسې حال کې راپورته کیږي چې د جمعې په ورځ د ننګرهار په یو جومات باندې په یو برید کې لږ تر لږه 70 پورې کسان مړه شوي او یو شمیر نور زخمیان شوي وو.
یاده دې وي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په وخت او دهغې د ختمیدو وروسته هم په افغانستان کې د تشدد په پیښو کې کمې ندې لیدلې شوی، د څیړونکو په خیال طالب وسله وال دغه بریدونه په هیواد کې د خپل زور ثابتولو لپاره ترسره کوي.