لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تېره هفته افغان حکومتي ځواکونو ته په تېرو نولسو کالو کې تر ټولو خونړۍ هفته وه


افغان چارواکي وایي چې همدا تېره هفته د افغانستان د امنیتي ځواکونو دومره عسکر وژل شوي چې په تېرو نولسو کلونو کې په هېڅ هفته کې دومره ډېر عسکر نه و وژل شوي.

د افغانستان د ملي امنیت (قامي سلامتیا) د شورا په وینا، تېره هفته په ۱۸ ولایتونو کې د طالبانو په حملو کې، د افغانستان د دفاعي او امنیتي قواوو ۲۹۱ تنان وژل شوي او ۵۵۰ نور یې زخمیان شوي دي. همدا راز ویل شوي چې طالبانو په دې تېره هفته کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، کم از کم ۴۲ عام وګړي هم وژلي او ۱۰۵ نور یې زخمیان کړي دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند، جاوید فیصل په خپل ټوېټر پاڼې باندي یو بیان جاري کړی او په هغه کې راغلي چې طالبان "پخپلو ژمنو کې پاته راغلي او د سولې لپاره یې هېڅ ښه نیت نه دی ښوولی."

جاوید فیصل خبرداری ورکړی دی چې که د طالبانو له طرفه په تشدد کې کمی رانشي، نو "د سولي راتگ له خنډ او ځنډ سره مخ کیږي."

د طالبانو حملو په داسې وخت کې په افغانستان کې زور اخیستی دی چې د بین الافغاني مذاکراتو دپاره امیدونه زیات شوي دي.

د نېټو سکرېټري جنرل ینس سټولټنبرګ تېره هفته د نېټو د غړو هېوادونو د دفاع له وزیرانو سره له خبرو وروسته وویل: "مونږ په تشدد کې هغه کمی ونه لید کوم چې تمه مو درلوده او زمونږ په خیال د امن د کوششونو دپاره ضروري ګڼل کیږي، خو بیا هم په طالبانو غږ کوو چې تشدد کم کړي. همدا راز پر طالبانو غږ کوو چې په یوه ګټوره طریقه بین الافغاني مذاکرات پیل کړي."

د اتوار/یکشنبي په ورځ، د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د مېشن (یوناما) مشرې ډېبرا لاینز په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل. د یوناما په ټوېټر پاڼې باندې لیکل شوي چې "د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو استازې د یو منصفانه امن دپاره اړتیا په ګوته کړه، داسې امن چې په کې د ټولو افغانانو، په شمول د ښځو، ماشومانو، او اقلیتونو خیال وساتل شي."

افغان حکومت تر اوسه څه دپاسه درې زره طالبان له زندانونو آزاد کړي دي
افغان حکومت تر اوسه څه دپاسه درې زره طالبان له زندانونو آزاد کړي دي

د افغانستان یو خصوصي ټلوېژن، طلوع نیوز، رپوټ ورکړی چې په کابل کې د بین الافغاني مذاکراتو دپاره جوړ شوي ټيم له وړاندې لا د پارلمان له غړو سره مشورتي خبرې پیلې کړي دي. طلوع نیوز د مذاکراتي ټیم له یو حکومتي غړي، نادر نادري له قوله لیکلي چې د دوی یوه اصلي مطالبه به دا وي چې ریاست یا انتظامیه او غټ رکنونه یې لکه ملي پوځ او ملي پولیس دې وساتلی شي.

کله چې طالبانو په قطر کې له امریکاییانو سره د امن لوظنامه لاسلیک کړه، نو تمه کېده چې د مارچ میاشتې په لسمه به بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو وروسته دا مذاکرات وځنډېدل چې یو علت یې د بندیانو د خوشې کېدو پر سر د افغان حکومت او طالبانو اختلافات و.

د جون میاشتي په سر کې د ملګرو ملتونو د غړو هیوادونو په استخباراتي معلوماتو ولاړ یو رپورټ کې وویل شول چې طالب مشران خپلو وسله والو لښکرو ته پرله پسې ډاډ ورکوي چې” باوري اوسئ،مونږ دطاقت په زور واک ته رسیدای شو”

رپورټ کې راغلي و چې طالبان باوري دي چې هغوی د طاقت په زور اقتدار ترلاسه کولی شي او دا ګواښ موجود دی چې هغوی به بین الافغاني خبرې اترې تر هاغه وخته د ځنډ ښکار ساتي ترڅو چې افغانستان څخه نړیوال ځواکونه وتلي نه وي.

د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو په هغه رپورټ کې راغلي و چې طالبانو لا هم له القاعده ډلې سره خپل علایق ساتلي او یوه هېواد ويلي و چې امریکا سره دخبرو اترو په مهال هم طالبان د القاعده مشرانو سره په تماس کې و او له هغوی نه به یې مشورې اخیستې.

د افغانستان د سولې د پاره د امریکا استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو د هغه رپوټ له خپرېدو وروسته وویل: "مونږ د پاره د فکر هیڅ خبره نشته، مونږ یوه څارونکې ډله لرو چې هغوی په دې خبره نظر ساتلی چې طالبان څنګه خپلې ژمنې عملي کوي”.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG