ثریا شهیدي په کابل کې د تېرو ١٨ میاشتو راهسې په بدن د نقشونه یا ټېټېوز جوړوي، وايي هغې ته د مرگ دړکې ورکړی شوي ځکه چې په زاړه پاله افغانستان کې د هغې دغه هنر حرام گڼل کیږي.
نه یوازې دا چې د مېرمن شهیدي هنر ته په ښه نظر نه کتل کېږي اېسوسي اېټډ پرېس خبري اداره خپل رپورټ کې وايي ثریا شهيدي د ښځو تر څنگ د سړو په بدن هم نقشونه جوړوي.
د ای پي سره خبرو کې ثریا شهیدي وايي هغې ته د مرگ دړکې ورکړی شوي ځکه چې افغانستان کې خلک گڼي چې "ټېټیوز حرام" دي.
ثریا شهیدي ٢٦ کلنه ده، طلاق یې شوی او یوازې د خپل زوي کفالت کوي. هغه وايي هغې ته هیڅ فرق نه کوي که هغه د سړي او که د ښځې په بدن ټېټو جوړوي. "زه د خپل کار سره مینه کوم او پرېښودلی یې نشم."
ای پي وايي د ټېټوز په اړه په سماجي رویو کې د بدلون له کبله د ثریا شهیدي ښځې او سړي گاهکان کم نه دي او د هغې په رنگ د ټېټېوز نور دوکانونه هم پرانیستل کېږي خو هغه وايي د طالبانو بیرته راتگ به د هغوی دپاره خطر وي.
ثریا شهيدي وايي که طالبان په امن کې بیرته راځي نو خوشحاله به وي "خو که چېرې دوی (طالبان) زما د کار سره اتفاق نه کوي او د ښځو د ازادۍ او پرمختگ مخه نیسي نو لومړی به یې زه خلاف ودرېږم."
ای پي وايي په یوه داسې ټولنه کې چې رواجونه د تعلیم او په نورو ټولنېزو هلو ځلو کې د ښځو لاره نیسي، د ثریا شهیدي په رنگ مېرمو د ځانونو دپاره خپل یو مقام ترلاسه کړی دی.
د اېشیا فاونډېشن نومې ادارې د سږ کال د نظر پوښتنې ترمخه، په افغانستان کې ۴٠ فیصد جېنکو ته کورنۍ د تعلیم اجازت نه ورکوي او٢٠ فیصد جینکۍ د شپږم ټولگي نه وروسته د سکولونو نه پاسول شي.
ای پي وايي طالبان چې خو او شا د افغانستان نیمايي برخه د خپل اختیار او یا د اثر لاندې لري، په دغو سیمو کې ښځې د کورنۍ د سړي نه بغیر کور نه بهر نشي وتلی.
ثریا شهیدي اته کاله وړاندې د خاوند نه طلاق اخیستی. اوس هغه او د هغې زوی د هغې مور او پلار سره ژوندې کوي.
شهيدي ای پي ته وویل په ترکي کې هغې په خپل لاس د ټېټو جوړولو وروسته ورته ورور ددې هنر د زدکولو مشوره ورکړه. هغه وايي پلار یې هم حمایت کوي. د ثریا شهیدي په ښي لاس ټېټو کې لیدل کېږي چې یو تیر د سترگی نه تېریږي. هغه وايي دغه ټېټو په مخالف د قابو موندلو علامت دی.
ثریا شهیدي د انسټاگرام او سوشل میډیا دلارې گاهکانو گوري او خپل تحفظ په خاطر مستقل درک نلري. هغه وايي یو ځل یو سړي هغه وپیژندله او ورته يي وویل که چېرې هغې په سوشلم میډیا خپل پېغامونه بند نکړل نو هغه به یې ووژني. هغه په انټرنیټ د "اهو" نوم استعمالوي.
په افغانستان کې د ښځې د خالونو رواج خو شته خو په نوی کول کې د ټېټوز رجحان هم مقبولیت لري او ای پي وايي هم د دې له امله په کابل کې د ټېټوز دوکانونو شمېر زیات شوی دی.
٢٣ کلن امید نوري په بدن ١٦ ټېټوز لري او غواړي چې نور داسې نقشونه هم په بدن جوړ کړي خو ځینې خلک د هغه په بدن د نقشونو په اړه منفي خبرې کوي. هغه د طالبنو نه وریږي. "زه فکر کوم که چېرې طالبان بیرته راغلل نو زما لاسونه او پښې په برېکړي."
امید نوري وايي هغه په خپل بدن ټېټوز د نظیر موسوي په دوکان کې جوړ کړې دي. ښاغلی موسوي د افغان پوځ پخوانی افسر دی او وايي د طالبانو په ضد جنگېدلی دی. هغه وايي دغه جنگ ته اوس هم دوام ورکړی دی او اوس په ټولنه کې د زاړه پالنې خلاف جنگیږي. هغه وايي د مرگ دړکو ترڅنگ گڼ شمیر خلک د هغه د هنر ستاینه هم کوي.
ثریا شهیدي وايي هغه د خپل اته کلن زوي د تعلیم دپاره کار کوي او د دې ترڅنگ د کابل پوهنتون نه د کاروباري لېن دېن تعلیم هم ترلاسه کوي. "په افغانستان کې ښځه باید جرات ولري او زه فخر کوم چې دغه جرات لرم."