لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې د افغان ژباړونکي تود هرکلی


فریدون اختري او کورنۍ یې څه کم پنځه کاله خپلو ویزو ته تم شول، خو هرکلي ته یې لسګونه پخواني امریکايي پوځیان ورغلل.

فریدون اختري په افغانستان کې شاوخوا ۱۵ کاله له امریکایي پوځیانو سره د ژباړن او فرهنګي مشاور په توګه کار وکړ.

اختري له خپلې میرمنې او دوه ماشومانو سره د یکشنبې په ورځ ( جولاۍ ۱۶) د امریکا ډالاس په هوايي ډګر کې ښکته شول او اوس د نبراساکا په اوماها ښار کې اوسیږي. د امریکا د فدرالي ادارې یو مخکنی چارواکی ډیویډ لیموني هم د ښاغلي اختري هرکلي ته ورغلی و.

ده تازه د زړه عملیات کړي وو او ډاکټرانو ورته سپارښتنه کړې وه چې اوږد سفر دې نکوي، خو بیا یې هم د خپل افغان همکار هرکلي ته له نبراسکا څخه د امریکا ویرجینا ډالاس هوايي ډګر ته شاوخوا ۱۲۰۰ میله په الوتکې کې سفر وکړ.

ښاغلي لیموني امریکا غږ اشنا ته وویل چې اختري "یو رښتینی همکار و چې د سلګونه افغانانو او امریکایانو ژوند یې ژغورلی دی".

درې وارې امریکا ته د ښاغلي اختري د راتګ اسناد قبول نشول، خو هغه وايي چې ښاغلي لیموني په امریکا کې د افغان ژباړونکو له ځینو ملاتړو ټولنو سره خبرې وکړې او هغه ته یې د راتګ زمینه برابره کړه.

ډیویډ لیموني وايي "ما د ژباړونکو له ځينو ډلو سره تماسونه ونیول او له هغوی مې وغوښتل چې په دغې برخې کې مرسته وکړي هغوی هم مرسته وکړه، ډېرو نورو کسانو هم مرسته وکړه".

۵۰۰ پوځي عملیات

د امریکا د پوځ ۲۵ جنرالانو، سرتېرو او د فدرالي ادارې یو مخکني چارواکي فریدون ته د ژېړو یو مډال هم ورکړ او مننه یې ترې وکړه چې په اخلاص سره یې افغانستان او د افغانستان له ایتلافیانو سره کار او مرسته کړې ده.

ښاغلی اختري وايي چې له امریکایي پوځ سره یې "په ۵۰۰ نظامي عملیاتو او ماموریتونو کې برخه اخیستې، پوځیانو ته یې ترجماني کړې او د لسګونو سرتېرو ژوند یې ژغورلی دی".

هغه وویل چي په دندې کې "زما صداقت، مخلصانه نیت او رښتینولي دغه سرتېري وهڅول چې ما سره دوامداره تماسونه ولري او مرسته وکړي چې ویزه واخلم. له دوی سره په کار کې لسګونه ځلې پر موږ بریدونه شوي، زما پر موټر یې بریدونه کړي، په راکټ یې زما موټر ووېشت خو له نیکه مرغه ژوند پاتې شوم".

ښاغلي اختري امریکا غږ ته وویل "په افغانستان کې د هغوی اول ساتندوی خدای و، دویم زه وم. ما به ورته د افغانستان د فرهنګ او رواجونه په اړه پوره معلومات ورکول او ټول خطرونه به مې ورته ښودل. دوی تل ویل چې زما پوروړي دي او چې وخت یې راشي دا پور به پرې کوي".

له امریکایي پوځیانو سره د افغان او عراقي ژباړونکو د مرستو یوې ټولنې No One Left Behind وايي دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ ژباړونکي د ویزو اخیستلو ته منتظر دي او زرګونه نور یې وار د مخه رسېدلي دي. دغه ډله له کانګرس او سپینې ماڼۍ غواړي چې ټولو ژباړونکو ته دې د امریکا ویزې ورکړل شي.

د دغې ډلې ځينې غړي هم د ښاغلي اختري هرکلي ته ورغلي وو. امریکايي سناتورې جین شاهین تیره میاشت وویل چې د سږکال په دفاعي بودیجه کې یې ۴۰۰۰ نورو افغان ژباړوونکو ته د ویزې ورکول هم شامل کړي دي.

فریدون ابراهیمي ښايي لومړنی افغان ژباړونکی وي چې امریکا ته یې په دې ډول هر کلی کیږي. هغه وايي خوشحاله دی چې له څو بریدونو ژوندی را ووت او هیله مند دی چې امریکا کې به له خپلو بچیانو سره ښه او ارامه ژوند ولري.

د وي او ای اشنا په مننه!

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG