لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو پرسر د روس د انعامونو په اړه راته څه نه وو ویل شوي


د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې هغه ته هېڅکله هم د هغو رپوټونو په اړه څه نه و ویل شوي چې ګني د روس پوځي استخبارات په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د وژلو پر سر طالب جنګیالیو ته په پټه انعامونه ورکول.

د نیویارک ټایمز په اخبار کې راغلي و چې د امریکا استخباراتي چارواکو څو میاشتې مخکې دې نتیجې ته رسیدلي و چې د روسانو یوه ډله چې په یورپ کې د لویدیځ د بې ثباتۍ په مقصد یې د هدفي وژنو او پټو ماموریتونو سره تعلق ساتلی، تېر کال یې په افغانستان کې دا کار مخ ته وړی دی. نیویارک ټایمز دا هم ویلي چې امریکایي استخباراتو په دې اړه د مارچ میاشتې په وروستیو کې صدر ټرمپ ته احوال ورکړی و.

ټرمپ په دې اړه د نیویارک ټایمز رپوټ بې بنیاده وباله او په ټویټر یې ولیکل: "هیچا ما ته، نایب صدر پېنس ته، او یا [د وایټ هاوس] چیف آف سټف مارک مېډوز ته په افغانستان کې د روسانو لخوا زمونږ پر عسکرو، د چا په خبره، د حملو حال ندی راکړی او نه یې راته ویلي دي."

ټرمپ زیاته کړې چې دغه خبره د یوې "نامعلومې ذریعې" له قوله د نیویارک ټایمز اخبار (چې ټرمپ ورته فېک نیوز یا جعلي اخبار وایي) خپره کړې ده او "هر څوک یې رد کوي".

د صدر ټرمپ د قامي سلامتیا پخواني سلاکار، جان بولټن، سي اېن اېن سره مرکه کې وویل چې د روس د انعامونو د رپوټ په وړاندې د ټرمپ ټویټونه دا څرګندوي چې ټرمپ سره "زمونږ د ځواکونو د سلامتیا" فکرمندي نشته، بلکې دا سپینول غواړي چې د چارواکو لخوا پېش کړی شوي استخباراتي معلوماتو ته یې غوږ نیولی او کنه.

تېر کال په افغانستان کې شل تنه امریکایي عسکر وژل شوي و، خو دا نده معلومه چې په دې کې کوم کسان ممکن د هغو انعامونو له وجهې وژل شوي وي چې دعوه کیږي روس د امریکایي عسکرو پر سر ایښي و.

ټرمپ باندې یې منتقدین دا الزام لګوي چې هغه په دا تېرو درې نیمو کلونو کې چې صدر شوی دی، د روس د صدر ولادیمیر پوتین په وړاندې نرم دریځ غوره کړی دی. خو ټرمپ پخپل ټویټر لیکلي چې د هغه د انتظامیې غوندې بل هېچا په روس باندې دومره کلکه سختي نده راوستې.

صدر ټرمپ د نیویارک ټایمز اخبار ته چلېنج ورکړی چې د خپل رپوټ سرچینه یا ذرایع دې ښکاره کړي، او بیا یې ویلي چې نیویارک ټایمز دا کار نشي کولی، ځکه "دا شخص ښایي هېڅ موجود نه وي!"

روس او طالبانو هم د نیویارک ټایمز اخبار رپوټ رد کړی دی. په واشنګټن کې د روس سفارت له نیویارک ټایمز ورځپاڼې غوښتنه کړې چې داسې جعلي خبرونه دې نه خپروي ځکه چې وایي دا ډول خبرونه یې د سفارتکارانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

طالبانو هم د شنبې- خالي په ورځ په خپل یوه بیان کې د نیویارک ټایمز په رپوټ کې شوې دعوې رد کړې دي او وایي چې په تېره نولس کلنه جګړه کې د هیڅ یوې استخباراتي ادارې او کوم بهرني هېواد د احسان پوروړي نه دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG