لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اردوان: د طالبانو رویه او حکومت، ټولشموله ندي


رجب طیب اردوان، د ترکي صدر
رجب طیب اردوان، د ترکي صدر

د ترکي صدر رجب طیب اردوان ویلي چې د طالبانو جاري رویه او د هغو نګران حکومت ټولشموله ندی. د ترکيې خبرترک رسنۍ د رپوټ له مخې، اردوان د زیارت/پنجشنبې په ورځ ویلي چې که طالبان داسې یو حکومت جوړ کړي چې هغه کې نور خلک هم شامل وي، نو ترکي بیا مایله ده چې له هغو سره کار وکړي.

ترکي چې پخپله د نېټو یو غړی هېواد دی، افغانستانه د خارجي قواوو د وتلو او واک اختیار ته د طالبانو د رسېدو نه پس یې د قطر سره یو ځای دا کوشش کړی چې د کابل ائیرپورټ فعالیتونه بیا بحاله کړي او هغه نړېوالو پروازونو دپاره بیا آماده وګرځوي.

ترکي د طالبانو د اولنیو پیغامونو هرکلی کړی، مګر ویلي یې دي چې د طالبانو اعمالو ته به ګوري او بیا به دا فیصله کوي چې طالبانو سره تعلقات وساتي او حکومت یې تسلیم کړي او که نه.

خبرترک رسنۍ رپوټ ورکړی چې صدر اردوان په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې کې د برخې اخیستو نه پس خبریالانو ته ویلي: «د طالبانو اوسنۍ رویې ته چې ګورو، د بدقسمتیه یو ټولشموله او محیط مشرتابه نده جوړه شوې.»

د دې میاشتې په سر کې طالبانو خپله کابینه اعلانه کړه چې په هغه کې ټول نارینه و او حکومتي عهدې ټول سختدریځه طالبانو ته ورکول شوې وې.

اردوان وویل: «د اوس دپاره خو د دې امکان په اړه صرف اشارې شته چې په مشرتابه کې شاید یو داسې ماحول رامنځ ته شي چې یو څه ټولشموله وي. تر اوسه مو داسې څه ندي لیدليږ که داسې یو ګام واخیستلی شي، نو بیا مونږ شاید په دې بحث شروع کړو چې په ګډه سره څه کولی شو.»

صدر اردوان په داسې حال کې دا خبرې کړي چې کابل کې د ترکي سفیر جېهاد ارګېنآی په کابل کې د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقي سره کتلي دي. ارګېنآی پخپل ټویټر لیکلي چې وعده یې کړې «ترکي به افغانانو سره خپل ملاتړ جاري وساتي او وعده کوي چې (د افغانستان او ترکي ترمنځ) تاریخي تعلقات نور هم پیاوړي کړي.»

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG