په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر وايي په جنگ ځپلې هېواد کې د ملکي کسانو په تلفاتو کې اضافه شوې ده.
د ملگرو ملتونو دفتر یوناما د شورو، چارشبنې، په ورځ نوی رپورټ شائع کړو چې پکې وویل شوي چې د سږ کال د سر نه تر د سپټمبر د میاشت پورې ٢٧٩٨ ملکي کسان وژل شوې او ٥٢٥٢ نور زخمیان شوې دي.
د ملگرو ملتونو رپورټ وايي د ملکي کسانو د تلفاتو په لحاظ د افغانستان د ١٧ کلونو جنگ تېر پنځه کاله تر ټولو زیات خونړي وو.
رپورټ وايي تر ټولو زیات تلفات د طالبانو او د داعش د فعالیتونو د لاسه شوې دي چې پکې بم چاودنې او ځانمرگي حملې شاملې دي.
د جنگ په مهال د ملکي خلکو د تحفظ په اړه د ملگرو ملتونو رپورټ وايي په افغانستان کې په بم چاودنو او په دې کې د خلکو په مرگ ژوبله کې زیاتولی شوی دی.
رپورټ وايي ملکي کسانو ته ٦٥ فیصد تلفات د حکومت مخالف وسله والو د لاسه شوې دي، ٣٥ فیصد د طالبانو، ٢٥ فیصد د داعش او پنځه فیصد د نورو وسله والو ډلو دلاسه شوې دي.
په جنگ کې د ښکیلو فریقېنو په منځ کې د جگړو له امله ٢٩ فیصد تلفات شوې دي.
تر ټولو زیات تلفات په ننگرهار ولایت کې شوې دي چرته چې د ملگرو ملتونو رپورټ وايي داعش وسله واله ډله اوس هم شتون لري او د کال ٢٠١٧ راهسې د امریکايي ځواکونو دپاره هم تر ټولو خونړی ولایت دی.
ملگرو ملتونو ویلي د لټون په عملیاتو کې د انساني حقونو سرغړونې هم د تشویش وړ خبره ده. اداره په خپل رپورټ د خوست د امنیتي ځواکونو او د افغانستان د استخباراتی ادارې، ملي امنیت، د لټون عملیات په مهال د ولسي خلکو ملکیتونو نه قصداً نقصان رسولو، د خلکو غیر قانوني نیول کیدو، او د نورو بې قاعدگیو په اړه د باور وړ اطلاعات ترلاسه کړې دي.
په رپورټ کې د افغان جینکو او هلکانو د "وژل کیدو، زخمي کیدو، په جنسي توگه د زورول کیدو او د جلب" کېدو ذکر هم شوی دی.
په عین حال کې د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو سره تړلې د تشدد په واقعاتو کې ٣٦٦ ملکي کسانو ته تلفات رسیدلې دي. په انتخاباتو کې به د اکتوبر په ٢٠ مه نېټه ووټونه اچول کیږي.