لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان لوې جرگې امریکې سره د امنیت معاهده تائید کړه


افغان صدر حامد کرزي ویلي امریکې سره د امنیت معاهده دې هیواد کې د نوي انتخاباتو ورسته لاس لیک کړی شي
افغان صدر حامد کرزي ویلي امریکې سره د امنیت معاهده دې هیواد کې د نوي انتخاباتو ورسته لاس لیک کړی شي
د څلورو ورځو غور او بحث وروسته کابل کې رابلل شوي لوې جرگې امریکې سره دوه اړخیز امنیتي تړون په اکثریت تائید کړ او له ولسمشر حامد کرزي څخه یې وغوښتل چې د روان میلادي کال د ختمیدو وړاندې دې دا موافقه لاسلیک کړي او ملي شورا ته د منظورۍ لپاره واستوي.
په پرېکړه لیک کې ویل شوي چې امریکا په افغانستان کې په هیڅ نوم زندان او توقیف ځای نه شي لرلی خو په مشروط ډول د امریکايي پوځیانو له لوري د افغانانو د کورونو له تلاشي سره موافقه شوې ده. د جرګې برخوالو غوښتنه وکړه چې د تړون د مادو د تطبیق او په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره دې زیات کار وشې. څه باندې ۹۰ فیصد د جرګې برخوالو له امریکا سره د امنیتي تړون پر لاسلیک کېدو پریکړه وکړه.
د لویې جرګې مشر صبغت الله مجددي د جرګې په اختتامیه کې خپلو خبرو کې وویل چې د صدر حامد کرزي نه غوښتنه کوي چې ژمنه وکړي چې امریکې سره معاهد به زر تر ژره لاسلیک کړي.
د لویې جرګې مرستیال فضل کریم ایمق وايي د جرګې اکثریتې کمېټو له امریکا سره د امنیت تړون په اړه مثبته پریکړه کړې او ولسمشر کرزی باید هغه د ۲۰۱۳ کال تر پایه پورې لاسلیک کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG