لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

سیما سمر: په نړیوال عدالت د امریکې ټکونه به په افغانستان کې جنگ وغځوي


جان بولټن ویلي که چېرې ايي سي سي د امریکې په اړه تحقیقات پېل کړل نو د عدالت په ججانو یا قاضیانو به د سفر بندیزونه ولگوي او اثاثې به منجمد کړي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیشن مشرې سیما سمر ویلي د جرایمو پر نړیوال عدالت د امریکې تنقید به په افغانستان کې جنگ وغځوي او په جنگ ځپلې هېواد کې به د معافیت فضا جوړه کړي او په تشدد کې ښکېل خلک به لا نور زړه ور کړي.

د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن ویلي که چېرې انټرنیشنل کریمینل کورټ یا د جرایمو نړيوال عدالت په دې الزاماتو تحقیقات پېل کړې چې گنې امریکايي ځواکونه او د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مامورین په افغانستان کې په جنگي جرمونو او د انساني حقونو په خلاف ورزیو کې ککړ دي، نو امریکا به د عدالت په کارکوونکو پابندۍ ولگوي.

د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن
د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن

د اېسوسي ایټډ پریس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي د افغانستان د انساني حقونو د خپلواک کمیشن مشرې سیما سمر د امریکې په اقدام افسوس څرگند کړی دی.

میرمن سمر د ای پي سره د نهې، سه شنبې، په ورځ مرکه کې وویل: "دا ډیره د بدمرغۍ خبره ده ځکه چې ځورول شویو خلکو ته انصاف ورکول به په افغانستان کې د امن په بهیر کې مرسته وکړي." مېرمن سمر وویل انصاف د انسان بنیادي ضرورت دی.

ای پي وايي د دریو میاشتو په وخت کې چې د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې ختم شوی دی په دغه وخت کې انټرنیشنل کریمېنل کورټ یا ايي سي سي د افغانستان نه د جنگي جرمونو ١٧ لکه شکایتونه ترلاسه کړې دي او په ځینو موقعو خو ټول کلي د جنگي جرم الزام لگولی دی.

جان بولټن ايي سي سي ته خبرداری په داسې حال کې کړی دی چې د جرایمو خلاف عدالت د خپلو وکیلانو په خواست دا فېصله کونکی دی چې ایا د افغان امنتي ځواکونو، د طالبانو، حقانې ډلې او د امریکايي ځواکونو او استخباراتي مامورینو خلاف د جنگي جرمونو تحقیقات پېل کړی شي او که نه؟

سیما سمر
سیما سمر

په کال ٢٠١٧ کې لیکل شوي د ايي سي سي سرکاري وکیلانو د ١٨١ پاڼو په خپل خواست کې ویلي د ترلاسه شویو معلوماتو په بنیاد داسې گمان کیږي چې د کال ٢٠٠٣ نه را واخلې تر د کال ٢٠٠۴ پورې وخت کې امریکايي عسکرو او د سي ايي ای مامورینو په افغانستان او نور ځایونو کې په جنگي قیدیانو تشدد کړی، ظالمانه سلوک یې ورسره کړی، د خلکو بې عزتي یې کړي، په زور یې جنسي فعل کړی او جنسي تشدد یې پرې کړی دی.

د افغانستان امریکا پلوه حکومت د ايي سي سي په اړه د جان بولټن په وینا د څه ویلو نه ډډه وکړه خو دا خبره یې رد کړه چې گنې افغان ځواکونه په جنگي جرایمو کې ککړ دي. د افغان صدر نایب ترجمان شاه حسین مرتضوي ای پي ته وویل طالبان، داعش او په افغانستان کې فعاله نورې ٢١ ډلې په جنگي جنایتونو کې لاس لري.

خو د ايي سي سي وکیلان وايي د افغان پوځ عسکر، افغان پولیس د افغانستان د استخباراتي ادارې مامورین په افغان زندانونو کې په جگړه کې د نیول شویو تنانو سره د تشدد، ظلم او د جنسي تېري سلوک کوي.

ای پي وايي د جان بولټن بیان په افغانستان کې د هغه فعالینو کوښښونه زیانمن کوي چې په هېواد کې د معافیت فضا د ختمولو او مجرمانو ته د سزا یقیني کولو دپاره کوښښونه کوي.

احسان قانع د ټرانزیشنل جسټس کوارډینیشن نومې غېر حکومتي کارکوونکی دی چې د انصاف په مد کې کار کوي وايي جنگ هله ختمیدی شي چې د هر چا احتساب وشي، که "دا طالبان دي، که حقاني ډله ده، که امریکایان دي، که افغان پوځ دی او که افغان حکومت دی."

د ښاغلی قانع ادارې د هغه خلکو سره هم مرسته کړې ده چې د ایي سي سي سره یې شکایتونه جمع کړې دي.

ای پي وايي ایي سي سي چې د هالینډ په هیگ ښار کې دفتر لري ویلي د جان بولټن د بیان په اړه معلومات لري د هغه وینا ته د ځواب ویلو پرځای عدالت د خپل قیام مقصد تکرار کړو چې د روم د لوظنامې لاندې قایم شوی دی. دغه ١٢٣ هېوادونو لاس لیک کړې ده. امریکا په دغه هېوادونو کې نه ده شامل.

امریکا وایي د ايي سي سي اقدامات د هېواد خپلواکۍ سره سمون نه خوري.

XS
SM
MD
LG