لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا له افغانستان څخه د خپل گڼ شمیر پوځیانو پر ایستلو غور کوي ـ سرچینې


اوس مهال په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر ١۴٠٠٠ ته رسیږي
اوس مهال په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمیر ١۴٠٠٠ ته رسیږي

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر دې غور کوي چې له افغانستان څخه یوه زیاته شمیره امریکایي پوځیان راوباسي. دا خبره دوه امریکایي چارواکو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ رایټرز خبري آ‏ژانس ته وکړه.

د امریکې دفاع وزارت پر دې خبر کومه تبصره نه ده کړې او له وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ څخه هم په دې هکله څه نه دي ویل شوي.

خو دوو چارواکو چې د نوم نه ښودلو په شرط یې له رایټرز آ‏ژانس سره خبرې کړي دي، وویل چې د گڼو بحثونو په نتیجه کې، ښایي د هغو ١۴٠٠٠ امریکایي پوځیانو له ډلې څخه چې په افغانستان کې دي، څو زره یې له هغه هیواده راویستل شي.

یادو چارواکو نور جزییات له دې ویرې نه دي ورکړي چې هسې نه له طالبانو سره د سولې پر روانو خبرو اترو اثر واچوي.

امریکا د لومړي ځل دپاره د افغان طالبانو له استازو سره د مخامخ خبرو لړۍ پیله کړې ده او په دې وروستي ځل چې د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په اماراتو کې له طالبانو سره خبرې وکړې، وروسته طالبانو وویل چې د خبرو مهم ټکی یې له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو وتل و.

په تیرو ١٧ کلونو کې په افغانستان کې له ٢۴٠٠ زیات امریکایي پوځیان وژل شوي دي. امریکایي پوځیان اوس مهال په افغانستان کې د ناټو د پریکنده ماموریت په چوکاټ کې د افغان پوځ د روزنې، امداد او هغو ته د مشورو ورکولو چارې پر غاړه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG