لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي او طالب استازي په قطر کې خبرې پېل کوي


افغان صدر اشرف غني او د افغانستان د سولې دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد
افغان صدر اشرف غني او د افغانستان د سولې دپاره د امریکې خاص استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان طالبانو ویلي د امریکې سره به د گل، دوشنبې، په ورځ په قطر کې د خبرو لړۍ بیا پېل شي او غونډه به "مثبته پاتېږي." دا په داسې حال کې چې په تېرو ورځو کې د فریقېنو په خبرو کې ځنډ لیدل کېدو او د مذاکراتو د بهیر په ضد تبلیغات کېدل.

امریکې د طالبانو سره د تېر کال راهسې په مستقیم ډول د خبرو بهیر شروع کړی دی په دې خاطر چې د افغانستان د مسلې سیاسي حل راویستل شي.

د فریقینو د خبرو ورستۍ ناسته یوه میاشت وړاندې شوې وه او دواړو خواو پکې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د معاهدې په چوکاټ او په دې ضمانت د موافقې خبره کړې وه چې د افغانستان خاوره به د امریکې او د امریکي اتحادیانو خلاف د ترهگرۍ دپاره نه استعمالیږي.

د ورستۍ ناستې ورسته دواړو فرېقینو ویلي وو چې د معاهدې په اړه د تفصیلاتو فېصله کوولو او وړاندېزونو دپاره به ورکنگ گروپس یا ډلې جوړوي.

د طالبانو ترجمان د جمعې په ورځ وویل په قطر کې به د امریکې او د طالب نمایندگانو ملاقات کېږي "چې مثبت به ثابتېږي انشاالله."

طالب ترجمان ذبیح الله مجاهد هغه مطبوعاتي رپورټونه رد کړل چې د امریکې سره په خبرو کې به په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر عبدالغني اخوند چې د ملا برادر په نوم هم پېژندل کېږي، هغه به د طالبانو خپل منځو کې د اختلافاتو په وجه شرکت نه کوي. هغه وویل دغه رپورټونه تبلیغات دي.

مجاهد وویل عبدالغني برادر د طالبانو د سیاسي چارو نایب امیر دی او د مذاکراتو دپاره د امریکې سره د مذاکراتو دپاره د نمایندگانو په ټاکلو کې یې خپله دنده سر ته رسولې ده.

د طالبانو سره په مذاکراتو کې د امریکايي ډلې مشري افغان نژاد زلمی خلیلزاد کوي چې په افغانستان کې د سولې دپاره د امریکې خاص استازی دی. زلمی خلیلزاد بیا بیا دا خبره کوي په مذاکراتو کې د پرمختگ دپاره ضروري ده چې طالبان به ډز بندۍ ته اغړ زدي او د افغان حکومت سره خبرو ته کېښني.

طالبانو تر دا وخت د افغان حکومت سره د خبرو نه انکار کړی دی تر څو امریکايي ځواکونه د افغانستان څخه وتلي نه دي.

په ورستیو ورځو کې ښاغلي خلیلزاد د سیمه ایزو هېوادونه سفرونه کړې دي. د جمعې په ورځ هغه په ترکي کې و او د افغانستان دپاره د روس خاص استازي ضمیر کابلوو سره په افغانستان کې د سولې په موضوع خبرې وکړې.

په انقره کې د روس سفارتخانې په ټوېټر وویل د زلمي خلیلزاد او د ضمیر کابلوو د خبرو کوربتوب وکړو. روس هم په افغانستان کې د سیاسي حل دپاره کوښښونه تند کړې دي.

د روسي استازي سره د خپلو خبرو په اړه زلمي خلیلزاد په ټوېټر وویل د ضمیر کابلوو سره په ناسته کې یې په بین الافغاني مذاکراتو موافقه ترلاسه کړه. هغه وویل د وړاندې تگ دپاره به یوه داسې متحده افغان ډله جوړول وي چې پکې به د افغان حکومت استازي او نور افغانان شامل وي.

خلیلزاد وویل په طالب مرکچیانو د سفري بندیزونو په موضوع هم د ضمیر کابلوو سره خبرو وشوې او په دغه بندیزونو کې د نرمۍ لارې چارې په لټول کیږي.

په قطر کې د خبرو نه وړاندې ټاکل شوې وه چې د امریکې او طالبانو د خبرو یو دور به د دې میاشت په ١٨ نېټه کېږي او طالب استازي په پاکستان کې د وزیراعظم عمران خان سره هم ویني. خو بیا طالبانو وویل چې د سفري بندیزونو له امله طالب استازي پاکستان ته سفر نشي کولی او دا رنگ د پاکستان غونډه وځنډیده.

طالبان وايي مشرانو یې د سفر بندیزونه د امن په مذاکراتو کې خنډان راولاړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG