لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن: له افغانستانه د انخلا ماموریت به د اګسټ تر ۳۱مې پوره شي


صدر جو بایډن
صدر جو بایډن

صدر جو بایډن وایي، امریکا به د افغانستانه د انخلا مېشن د اګسټ تر ۳۱مه پوره کړي، او هغه دا خیال نلري چې د هغې نېټې نه پس امریکایي عسکر په افغانستان کې وساتي.

بایډن د واشنګټن په وخت د نهې/سې شنبې مازدیګر وایټ هاوس کې یو پرېس کنفرانس ته وویل، «مونږ اوس مهال په داسې تېزۍ په مخ روان یو چې د اګسټ تر ۳۱مې پورې به [مېشن] ختم کړو. زه دا عزم لرم چې خپل ماموریت پوره کړو.»

خو هغه دا هم ومنله چې د دې مېشن یا ماموریت په وخت پوره کېدل، طالبانو پورې هم اړه لري. هغه زیاته کړه: «دا چې د اګسټ تر ۳۱مه ماموریت بشپړ شي، په دې اړه لري چې طالبان څومره همکارۍ ته دوم ورکوي او هغو کسانو ته اجازت ورکوي کوم چې غواړي بهر ملک ته د تلو دپاره، ائیرپورټ ته ځانونه ورسوي، او بل دا چې طالبان زمونږ په عملیاتو کې مداخلت ونکړي.»

د امریکا صدر جو بايډن دا هم وویل چې په افغانستان کې د امریکا روان د انخلا مېشن هرڅومره ژر چې خلاص شي، هماغومره به ښه وي.»

تر دې وړاندې، صدر بایډن او د جي-اوه ډلې نورو مشرانو آنلاین غونډه وکړه او د افغانستان په حالاتو بحث وکړ او څو مشرانو په بایډن دا ټینګار وکړ چې د کابل نه د کسانو د انخلا روانې پروسې د سهولت دپاره دې، امریکايي عسکر د آینده هفتې د معیاد (اګست ۳۱مې نیټې) نه پس هم په افغانستان کې وساتي، یعنې د هغوی د اوسېدو موده دې وغځوي.

طالبانو په افغانستان کې د خارجي قواوو د شتون د معیاد غځول رد کړي دي.

د برطانیې وزیراعظم بورېس جانسن
د برطانیې وزیراعظم بورېس جانسن

د برطانیې وزیراعظم بورېس جانسن د جي-اوه ډلې د مشرانو آنلاین غونډې نه وړاندې ویلي و، «زه به له خپلو ملګرو او اتحادیانو دا غوښتنه وکړم چې د افغانانو ترڅنګ ودریږي او د پناه غوښتونکو او بشري امداد په برخه کې ملاتړ ته دې زور ورکړي.»

په داسې حال کې چې د صدر بایډن لخوا ټاکل شوي معیاد ته صرف یوه هفته وخت پاته دی، د غربي ملکونو لسګونه زره شهریان او هغه افغانان چې د امریکا د مېشن امداد یې کړی و، کابل کې د حامد کرزي نړېوال هوایي ډګر په لور زور راوړی چې له ګېټونو تېر شي او ځان بهر ته تلونکو پروازونو ته ورسوي.

وایټ هاوس د نهې/سې شنبې ورځې په سهار وویل چې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د شلو زرو نه ډېر (۲۱۶۰۰) کسان له کابل نه بهر ملکونو ته لېږدول شوي دي، خو بیا هم زرګونه تنه نور پاته دي چې غواړي ژر ځان بهر ته ورسوي.

ډېری افغانان وایي چې د ائیرپورټ شاوخوا د طالبانو له چېک پاینټونو نه تېرېدل ډېر سخت شوي دي. طالب چارواکي دې ته هم ندي حاضر چې امریکا ته د دې مېشن دپاره ډېر وخت ورکړي، او ټاکل شوی معیاد یې سره کرښه بللې ده.

اوس مهال زرګونه امریکایي پوځیان کابل هوایي ډګر کې موجود دي
اوس مهال زرګونه امریکایي پوځیان کابل هوایي ډګر کې موجود دي

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان د ګل/دوشنبې په ورځ وایټ هاوس کې خبریالانو ته وویل، «مونږ هره ورځ د سیاسي او امنیتي چېنلونو له طریقه کابل کې د هرڅه پېښېدونکو واقعاتو له اړخه، د طالبانو سره په خبرو کې یو.»

امریکایي چارواکو ویلي، د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې، سي آی اې، مشر ویلیم برنز د ګل/دوشنبې په ورځ کابل کې و چې د طالبانو له سیاسي مشر ملا عبدالغني برادر سره ملاقات وکړي.

سولېوان د افغانستان نه د امریکاییانو د انخلا په برخه کې د امریکا د تګلارې دفاع وکړه او ویې ویل چې بایډن هره ورځ دا بهیر څاري او لازمې پرېکړې کوي. هغه زیاته کړه: «د راایستل شویو کسانو د شمېرو له اړخه، مونږ تر حده زیات کار کوو.»

پس له هغه چې طالبانو د اګسټ په ۱۵مه په کابل قبضه ولګوله، د امریکا د کانګرس غړي، ډیمکراټان او رېپبلېکنان دواړه، د امریکا پخواني پوځي چارواکي، او د امریکا ځينو اتحادیانو له افغانستانه د انخلا درهم برهمه بهیر باندې تنقید کړی دی.

رېپبلېکن سنېټر مایک راونډز د ګل/دوشنبې په ورځ وویل: «په افغانستان کې حالات ورځ په ورځ لاخرابېږي. د بایډن انتظامیې ته په کار ده چې په افغانستان کې د ګېرپاته امریکایي شهریانو د انخلا کار ته لومړیتوب ورکړي.»

که څه هم اول کې له کابل نه د خلکو د راایستلو بهیر ټکنی یا سوکه و، خو کرار کرار دا لړۍ تېزه شوه. ځینو پوځي مشرانو د ګل/دوشنبې په ورځ خوشبیني وښوده چې هغوی به وکړای شي د انخلا په پروسه کې تېز شوی بهیر همداسې تېز وساتي.

د امریکا د پوځ د ټرانسپورټېشن کمانډر جنرل سټېفن لیونز وویل: «تاسو ته یقین درکوو چې مونږ به تر هغو آرام ونه کړو چې دا مېشن پوره شوې نه وي. مونږ هغه امریکایي شهریان چې غوښتل یې وایستل شي، او زیات شمېر افغان تحادیان مو چې د بشر په وسعه پوره وه، راایستلي دي.»

بل اړخ ته د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په یو جلا کنفرانس کې د ګل په ورځ وویل چې د راایستل شویو کسانو په شمېرو کې د اضافه راتلو سره سره، امریکا د څه تضمین نشي کولی.

یو زیات شمېر امریکایي چارواکو دا هم ویلي چې که څه هم د افغانستانه په زیاته شمېره کې کسان راایستل کیږي، خو بیا هم دې مېشن ته د لا زیات وخت ضرورت شته.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG