لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا دفاع وزیر: افغانستان ته راغلم چې واورم او پوه شم


د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن د افغانستان په صدارتي اېوان کې
د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن د افغانستان په صدارتي اېوان کې

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ آسټن د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو ناڅاپي سفر، کابل ته ولاړ. دا د امریکا د دفاع وزیر په توګه افغانستان ته د لوېډ آسټن لومړنی سفر و، او په داسې وخت کې ترسره شو چې واشنګټن پر دې غور کوي چې د مئې میاشتې د اولې نېټې تر معیاده پورې له افغانستان نه خپل ټول عسکر وباسي او که نه. دا معیاد تېرکال په دوحه کې د طالبانو او امریکاییانو ترمنځ لوظنامې کې درج کړی شوی و.

د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن هند ته سفر کړی و او ورپسې افغانستان ته ولاړ. هغه په کابل کې له صدر محمد اشرف غني سره وکتل او له دې کتنې وروسته یې په خپل ټویټر پاڼه کې ولیکل چې افغانستان ته د «اوريدو او پوهېدو» په مقصد تللی دی. د پنټاګان په یو رپوټ کې هم د آسټن له قوله راغلي چې هغه غوښتل د صدر غني په فکرمندیو پوه شي.

د ښاغلي آسټن په ټویټ کې لیکل شوي: «نن له صدر اشرف غني سره د خپل ملاقات له کبله ډېر شکرګزاره یم. زه افغانستان ته د اورېدو او پوهېدو په مقصد راغلم. دا سفر زما دپاره ډېر ګټور و، او دا به د هغې ارزونې په لړ کې چې مونږ یې د امریکا له صدر سره لرو، زما معلومات رازیات کړي.»

بل اړخ ته د افغانستان په یو صدراتي بیان کې راغلي چې « دواړو لوریو د تاوتریخوالي زیاتوالي په اړه اندېښنه وښوده. دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د افغانستان د اوسني وضعیت دایمي حللاره عادلانه او پایداره سولې ته رسېدل دي.»

د صدر غني د دفتر په دې بیان کې دا هم راغلي چې د امریکا دفاع وزیر لوېډ آسټن په دې ټینګار کړی چې امریکا به عادلانه او پایدارې سولې ته رسېدو په لاره کې «د افغانستان حکومت سره همکاري کوي.»

د دې نه علاوه، د امریکا دفاع وزیر په کابل کې د امریکايي ځواکونو او د نړېوال ائتلاف ځواکونو له پوځي مشرانو سره هم وکتل چې په حالاتو بهتره پوه شي او په جنګ ځپلي افغانستان کې د یوې منصفانه سولې په لور آینده ګامونه وسنجوي.

آسټن هغو خبریالانو سره په خبرو کې چې د ده په سفر کې ورسره مل و، دا ونه ویل چې آیا طالبانو د دوحې تړون پر بنیاد ضروري شرایط پوره کړي دي او که نه. هغه وویل: «زه به داسې ووایم چې په ډېره واضحه توګه په افغانستان کې د تشدد کچه زیاته لوړه پاته ده. مونږ په حقیقي ډول غواړو چې تشدد کم شي. که تشدد کم شو، نو دا حالت کولای شي چې د یو واقعي ګټور سفارتي کار دپاره شرایط آماده کړي.»

هغه همدا راز زیاته کړه چې هدف، د جنګ «زمه وارانه» ختمول دي.

تېره هفته له اې بي سي چینل سره په یوه مرکه کې د امریکا صدر جو بایډن ویلي و چې له افغانستان نه د امریکایي عسکرو د انخلا دپاره د مئې د لومړۍ نېټې معیاد «سخت» دی. بایډن په افغانستان کې د امریکایي عسکرو شتون مودې غځول رد نکړل، خو ویې ویل چې دا شتون به زیات اوږد نه وي.

د صدر بایډن د قامي سلامتیا ټیم اوس مهال هغه لوظنامه ارزوي چې د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ میاشت کې طالبانو د صدر ټرمپ له انتظامیې سره په دوحه کې لاسلیک کړې وه.

سیمې ته د لوېډ آسټن له سفر مخکې، امریکایي مطبوعاتو رپوټونه ورکړل چې بایډن فیصله کړې چې امریکایي عسکر په افغانستان کې تر نوامبر میاشتې پورې وساتي، ځکه طالبان خپل له اړخه د دوحې لوظنامې ژمنې نه دي پوره کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن په هند کې د سفر پر مهال دا رپوټونه رد کړل او هغه یې ګنګوسې وبللې. هغه د خالي/شنبې په ورځ کابل ته له تګ وړاندې وویل: «تر دې دمه پورې د پاته کېدو د مودې او د عسکرو د شمېرې په اړه هېڅ فیصله نده شوې.»

اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا دوه نیم زره (۲۵۰۰) امریکایي عسکر دېره دي چې ورسره د نېټو د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې څو زره د نېټو پوځیان هم مېشت دي. که څه هم د دوحې لوظنامې له مخې ټاکل شوې وه چې دا ټول قوتونه به د مئې تر اوله له افغانستانه وځي، خو تر اوسه معلومه نده چې دا کار به وشي او که نه. طالبانو ویلي چې که امریکا چېرته تر دې نېټې خپل عسکر ونباسي، نو دا کار به یې پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG