لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پامپیو په کابل کې: طالبان یې په جنگ نشي گټلای، د افغان حکومت ملاتړي یو


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، نن په یو ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او هلته یې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل. په دې کتنه کې د افغانستان له لوري، اجرایيه رئیس عبدالله عبدالله او یو شمیر نور چارواکي هم حاضر وو.

د ولسمشر غني دفتر ویلي چې په دې لیدنه کې، دواړو غاړو د جنوبي ایشیا لپاره د صدر ټرمپ پر سټراټیجۍ په جزییاتو وغږېدل او دواړو توافق وښود چې دغه سټراټیجي په حقیقت کې موثره او اغیزمنه روانه ده.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یا ارگ ویلي چې افغان صدر او د امریکې د بهرنیو چارو وزیر همدا شان د سولې پر بهیر چې د افغانو په مشرۍ وي، او د بریالي ډزبندۍ په هکله هم سره وغږیدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، له صدر غني سره په لیدنه کې وویل: «ډیری طالبان په دې ټکي پوهیدلي دي چې له پوځي لارې نشي کولای بریالي شي.» ښاغلي پامپیو زیاته کړله چې دا خبره تر ډیره حده، د صدر ټرمپ په سټراټیجۍ او د صدر غني لخوا د ډزبندې په اعلانېدو پورې مربوط کیږي.

پامپیو ژمنه وکړه چې امریکا به په بیلابیلو برخو کې، په ځانگړي توگه د سولې په بهیر، او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په سمبالولو کې، د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د ارگ د خبرپاڼې له مخې، د دواړو چارواکو ترمنځ د خبرو بله موضوع، د راتلونکو پارلیماني انتخاباتو لپاره د امنیتي انتظاماتو جزییات وو. ویل کیږي چې پر رڼو او عادلانه انتخاباتو هم ټینگار وشو.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر په توگه، دا افغانستان ته د مایک پامپیو لومړنی سفر و.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG