لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : ځانمرگي بريد کې څلور پوليس عسکر وژل شوي دي


افغانستان : ځانمرگي بريد کې څلور پوليس عسکر وژل شوي دي
افغانستان : ځانمرگي بريد کې څلور پوليس عسکر وژل شوي دي

د جمعې په ورځ په شمالي افغانستان کې دجومات څخه بهر په يو ترسره شوي ځانمرگي بريد کې لږ ترلږه څلور پوليس عسکر وژل شوي دي.
افغان چارواکي وائي دافغانستان په شمالي ښار کندوز کې ديو جومات دننه دطالبانو په يو بريد کې دوژل شوي افغان پوليس مشر جنرل داؤد داؤد لپاره دافغان پوليسو او حکومتي چارواکو لخوا دعا کيدله چې په دغه مهال يو ځانمرگي جومات ته دننه کيدلو هڅه وکړه.
دپوليسو ترمخه کله چې دجومات څخه بهر ولاړو ساتونکو ددغه ځانمرگي مخه ونيوله نو هغه په ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد وچول.
دکندوز دپوليسو دمشر دوياند سيد سرور حسين ترمخه ځانمرگي بريد کې نور 14 کسان ژوبل شوي هم دي.
جنرل داؤد چې دشمالي افغانستان لپاره دسيمه ايزو پوليسو مشر دى دمئ په 28مه نيټه دتخار ولايت په سرښار تالقان کې هاغه مهال په يوه بمي چاؤدنه کې وژل شوى ؤ چې په يوه غونډه روانه وه او په ودانۍ کې پټ کړل شوى ؤ بم وچاؤديدو.
په دغه چاؤدنه کې دولايتي پوليسو مشر او دوه جرمن عسکر هم وژل شوي وؤ او په شمالي افغانستان کې دجرمني دنيټو کمانډر ميجر جنرل مارکس نيپ په دغه چاؤدنه کې ژوبل شوى ؤز
پوليس وياند حسين وائي چې دجمعې ورځې دځانمرگي بريد هدف دکندوز دپوليسو مشر سميع الله ؤ خو دجومات څخه بهر ولاړو ساتونکو په ځانمرگي ډزې وکړې او هغه يې جومات ته دننو څخه منعې کړو.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG