لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو ځواکونو له انخلا وروسته به افغانستان کې د طالبانو تشدد سېوا شي – امریکایي جنرل 


جنرل سکاټ مېلر، په افغانستان کې د امریکایي او نېټو ځواکونو مشر کمانډر
جنرل سکاټ مېلر، په افغانستان کې د امریکایي او نېټو ځواکونو مشر کمانډر

په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو مشر کمانډر جنرل سکاټ مېلر ویلي چې فکر کوي له افغانستانه د امریکا او نېټو ځواکونو د انخلا وروسته، د طالبانو تشدد کې نور هم اضافه راشي.

جنرال مېلر دا خبره له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکې کې کړې او زیاته کړې یې ده چې نېټو ځواکونه اوس مهال «خپلو قواوو ته او د افغانستان آیندې ته راپېښ شویو خطرو ته» توجه کوي.

د امریکایي پوځیانو دې جنرل ټینګار کړی چې دوی به په دې وروستیو میاشتو کې هم د افغان عسکرو سره مرستې ته دوام ورکړي. د بي بي سي د رپوټ ترمخه، هغه د افغان پوځ ستایلی او زیاته کړې یې ده، افغان پوځ ته په کار ده چې د طالبانو په وړاندې د مقابلې دپاره خپل قابلیت ثابت کړي.

د افغانستان حکومت وایي چې اوس مهال له طالبانو سره په جنګ کې، یوازې افغان عسکر ولاړ دي او کله کله په هوایي بمباریو کې خارجي قواوې ورسره مرسته کوي.

د روژې په میاشت کې د طالبانو او حکومتي قواوو ترمنځ تشدد سېوا شو او حکومت وویل چې طالبانو کوشش کاوه د هلمند سرښار، لښکرګاه ونیسي خو په دې کار کې ناکامه شول.

امریکایي پوځیان خپلې اډې کرار کرار افغان پوځ ته ورسپاري. افغان پوځ اوس د طالبانو خلاف پخپله عملیاتونه کوي
امریکایي پوځیان خپلې اډې کرار کرار افغان پوځ ته ورسپاري. افغان پوځ اوس د طالبانو خلاف پخپله عملیاتونه کوي

د دې نه علاوه، یوه هفته مخکې د افغانستان دفاع وزارت وویل چې افغان ځواکونو په څو ورځو کې د طالبانو له زرو (۱۰۰۰) نه ډېر جنګیالي ووژل. د اختر په ورځو کې طالبانو او حکومت دواړو ډزبندي اعلان کړه، مګر همدا چې اختر ختم شو، ډزبندي هم ماته شوه. چارواکو وویل چې د اختر نه یوه ورځ پس، طالبانو حملې پیل کړې او لږ تر لږه په لسو ولایتونو کې جګړې روانې دي.

د خالي/شنبې ورځې په ماښام افغان صدر محمد اشرف غني د ويډیو کنفرانس د طریقه، د افغان پوځ له کمانډرانو سره خبرې وکړې او د ډزبندۍ نه وروسته حالاتو باندې یې بحث وکړ.

نن د ګل/دوشنبې په ورځ د افغانستان دفاع وزارت دا دعوه هم وکړه چې په بغلان ولایت کې د حکومتي طیارو په بمباریو کې، پنځه ویشت (۲۵) طالبان ووژل شول. د چارواکو په وینا، دا حملې په بغلان مرکزي سیمه کې شوي چې د پنځه ویشتو طالبانو د مړه کېدو نه علاوه، یو دېرش (۳۱) تنه نور طالبان په کې زخمیان شوي هم دي.

بغلان ولایت هم په دې وروستیو هفتو کې د زیات تشدد شاهد پاته شوی دی. طالبانو د دې ولایت ځیني سیمې قبضه کړې، خو حکومتي عسکر بېرته د هغوی ځپلو ته ولېږل شول.

په داسې حال کې چې له افغانستانه خارجي قواوې په وتو دي، سږ کال د جنګ په میدان کې، افغان عسکرو ته د آزمایښت اهم کال دی.

د صدر بایډن د اعلان ترمخه، د امریکا په مشرۍ نېټو ځواکونه به سږ کال د ستمبر تر یوولسمې نیټې پورې له افغانستانه ووځي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG