لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د سختو جګړو تازه صورتحال


د افغانستان په څو شمالي ولایتونو کې د تېرو درېیو ورځو راهیسي جګړو زور اخیستی، او په داسې حال کې چې طالبانو د لا نورو سیمو د قبضه کولو دعوه کړې ده، حکومتي چارواکي وایي چې په یوه شپه و ورځ کې له پنځه سوه (۵۰۰) زیات طالب جنګیالي وژل شوي دي.

طالبانو دعوه کړې ده چې د تخار ولایت مرکز، تالقان ښار یې نیولی او همدا شان په کندز ښار هم ګني برلاسي شوي دي. د کندز ولایتي شورا یو غړي د اتوار/یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې طالبانو په کندز کې اهمې حکومتي ودانۍ نیولي، خو د کندز ښار ائیرپورټ او د پوځ مرکز لا هم د حکومت په کنټرول کې پاته دي.

په وروستیو ورځو کې افغانستان کې د طالبانو حملې تېزې شوي او د نیمروز ولایت د مرکز، زرنج ښار له نیولو پس یې، په شمال کې د سرپل او جوزجان ولایتونو په سرښارونو هم قبضه ولګوله. حکومت وایي په دې سیمو کې لا هم مقاومت دوام لري او ډېر ژر به دا ښارونه د طالبانو له شتونه پاک کړي.

همدا راز په شبرغان ولایت کې چې طالبانو یې د نیولو دعوه کړې، د امریکا بي-۵۲ طیارې بمباري کړې او افغان حکومت وایي چې په دې بمبارۍ کې شاوخوا دوه سوه طالبان وژل شوي دي.

بل اړخ ته په هلمند او هرات ولایتونو کې چې تېره هفته جګړې تېزې شوې وې، اوس ویل کیږي چې جنګونه کم شوي او طالبان د هرات او لښکرګاه ښارونو په څنډو کې ځپل شوي دي. په لښکرګاه کې د پوځ یو جنرال، سمیع سادات د افغانستان خصوصي ټلویژن – طلوع نیوز – سره په مرکه کې وویل چې د دوی د معلوماتو په اساس، لښکرګاه کې د طالبانو یو زر و دوه سوه ۱۲۰۰ نه زیات کسان وژل شوي او لښکرګاه ښار باندې د طالبانو د حملو زور ډېر راکم شوی دی.

په هرات کې هم حکومت وایي چې په ښار باندې یې د طالبانو بریدونه ځپلي او اوس هرات کې جګړه راکمه شوې ده.

د افغان امنیتي ځواکونو یو ویاند ویلي چې په کندز کې «سخته درنه جگړه» روانه ده او امنیتي ځواکونه کوشش کوي چې د ښار دفاع وکړي.

د کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي رایئټرز خبري ادارې ته ویلي: «پرون (خالي ورځ) ماسپښین سختې نښتې پیل شوې، ټولې حکومتي ودانې د طالبانو په قبضه کې دي، یوازې ائیرپورټ او د پوځ مرکز د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره پاته دي چې له هغو ځایونو د طالبانو په وړاندې مقاومت کوي.»

د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي پر خپل فیسبوک لیکلي چې ځانګړي ځواکونه (کومانډو) په کندز کې دي او کوشش کوي چې ښار د طالبانو له شتونه پاک کړي.

د کندز د صحت چارواکي وايي چې څوارلس ۱۴ جسدونه هسپتال ته منتقل شوي چې په هغو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. دوی زیاته کړې چې د دېرشو نه زیات زخمیان هم روغتون ته منتقل کړی شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG