لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ارګ کې د افغان ولسمشر اخیرنۍ شېبې، او اوس واکمن څوک دي؟ 


په افغانستان کې د صدر غني د جمهوري واکمنۍ د ختمیدلو او د وسله والو طالبانو په افغانستان د قبضې نن دویمه ورځ ده. خو دا معلومه نه ده چې د قانوني حکومت مشري څوک کوي؟

د طالبانو د سر مشر معلوم نه دی او امرالله صالح وايي چې د اساسي قانون ترمخه د خپل هیواد نګران صدر دی.

د حکومتي ګډوډۍ تر ټولو لوی علت کابل ته د وسله والو طالبانو ناڅاپه ورننوتل او د اولسمشر غني د هیواده وتل دي.

په امريکا کې افغان څېړونکی هاشم وحدتیار وايي اشرف غني غوښتل چې د افغانستان د خلقو سره پاتې شي او بهر لاړ نه شي

وحدتیار وايي دی په ارګ کې د ځینو چارواکواو د امرالله صالح دملګرو سره کابل ته د طالبانو د ننوتلو وړاندې په تماس کې وو او په امریکا کې د نورو ملګرو سره د ارګ لپاره د ممکنه اینده پلان په جوړولو بوختوو چې ارګ کې ورته چارواکو ووېل چې وخت تېر دی.

د هغه په خیال دويي یو داسې مسوده لیکله چې صدر ته پکې د واک پرېښودلو یا نه پرېښودلو په سر مناسب وړاندیزونه وشي، په وړاندیز کې په دې غور کېدلو چې واک په صلح امیزه توګه وسپارل شي او کنه نورې لارې چارې ولټول شي، وحدتیار وايي دغه سوچ لا روان ؤ چې:​

"هغوي راته وویل چې وس کیسه د هر څه نه تېرې​ ده"

د وحدتیار تر مخه​:

“زه د صالح او د ارګ د ملګرو سره هلته په تماس کې ووم، پلان دا ؤ چې مونږ دلته په

امریکه کې افغان دکتورین، متخصصین شپږو نه تر اووه نفرو پورې یوه صفحه پالیسي پیپر جوړ کړو چې په دې سختو شرایطو کې ارګ باید څه وکړي”

هاشم وحدتیار وايي:

ارګ کې د ریس جمهور مختلف مشاورینو او همکارانو مختلف نظرونه ریس جمهور ته ورکول:

"حمدالله محب او فضلي په دې فکر وو چې هر څومره چې زر کېږي ریئس جمهور باید استعفا ورکړي"

خو د معلوماتو تر مخه داسې هم نه وه چې ټول واک پرېښودلو ته تیار معلومېدل, صالح غوښتل چې د خلقو سره ودرېږي :

“صالح مقاومت کوو چې استعفا باید ور نه کړي او د افغانستان د خلقو سره مونږ باید ودرېږو طالب د قبول مونږ د پاره نه دی”

هاشم وحدتیار وايي صالح غوښتل: "د طالبانو سره مبارزه وکړو حتا که هر څومره مونږ پاتې کېږو هم”

بحثونه ډېر زیات وو لحظه په لحظه جلسې جوړېدلې بالاخره د سهار ډېر وخته صالح

تصمیم ونیوو خپل پیغام یې مخمامخ ولسمشر ته ورکړلو چې ځم پنجشېر

نه خپل مقاومتکووم او طالبانو په مقابل کې ودرېږم او تاسو که استعفا ورکوئ او که تسلېمېږۍ، ستاسو خپل کار دی.

هاشم وحدتیار وايي: "ماته د صالح د دفتر نه وویل شول چې په هغې ورځې د ایران خارجه وزارت هم ورته ټلیفون کړی ؤ چې تاسو طالبانو ته تسلیم شئ "

د وحدتیار په خیال په ارګ له هرې خوا فشارونه وو چې تسلیم شي خو اشرف غني غوښتل چې د افغانستان د خلقو سره پاتې شي او بهر لاړ نه شي.

هاشم وحدتیار وايي:

"لویه مسله دا وه چې د دولت اراکینو په شخصي توګه د طالبانو سره تماسونه نیولي وو چې دوي د طالبانو طرف ته اوړي"

نظامیانو هم خپلې درېشۍ وښکلې وې په عامو جامو کې وو نو په اخري لحظه کې اولسمشر باندې فشار راوړل شو. د وحدتیار په خیال صدر غني په کابل پرېښودلو مجبور کړلی شو:

“ماته وویل شول چې هغه یې کش کړو”

صدر غني د کابل پرېښودلو ورستو په خپل فېس بک ولیکل”

"نن زه یو سخت انتخاب سره مصادف شوم؛ ودریږم چې مسلح طالبانو سره چې ارگ ته داخلیدل غوښتل، مخامخ شم او یا له گران وطن څخه چې ما تیر شل کاله د هغی ساتنی او پالنی لپاره خپل ژوند وقف کړی وو، ووځم. که پاتی وای هم بی شمیره وطنوال شهیدان کیدل او هم به د کابل ښار د بربادۍ او ورانۍ سره مخامخ کیده چې نتیجه به یې په دغه شپږ میلیوني ښار کې یوه لویه بشري فاجعه وای. طالبانو دا څرگنده کړی وه چې زما د لیری کولو لپاره حاضر دي ټول کابل او د کابل شریف ولس باندی خونړۍ حملې وکړي. ددی لپاره چې د وینې تویلو سیلاب څخه مخنیوی وشي، ما دا غوره وگڼله چې ووځم."

هغه د استعفا ورکولو زکر نه دی کړی او نه تر اوسه په کابل قابض طالب وسله والو د هغه د استعفا کوم سند ښکاره کړېدی، البته عبدالله عبدالله په خپل یو بیان کې هغه ته پخوانی صدر ويلي وو.

ایا د طالبانو په کابل د قبضې مطلب دادی چې ټول افغانان ورته تسلیم شول؟​

دا وخت کابل د طالبانو په ولقه کې ضرور دی خو سمدټکه واضحه نه ده چې دا وخت په افغانستان کې عملن د چا حکومت دی.

ایا په نړۍ کې افغان سفارتخانې بندی دي?

هم په دې لړ کې مې په ایران کې د افغانستان سفارتخانې او د سفیر غفور لیوال په شخصي نمبر ټلیفون وکړلو خو چا جواب او نه ویلو، البته په واشنګټن کې د افغان سفارتخانې د کلتور سیکتر نجیب ننګیال زما د پیغام په ځواب کې ماته په یو غږېز پیغام کې وویل چې په نړۍ کې افغان سفارتخانې خلاصې دي:​

“لا هم دنیا د طالبانو حکومت نه دی منلې، د افغانستان حکومت ټول سفارتونه فعاله دي، د افغانستان ریئس جمهور استعفا نه ده ورکړې”

نجیب ننګیال وویل چې په افعانستان کودتا شوې ده، واک په خوښه نه دی منتقل شوی.

د نجیب ننګیال په خیال دا وخت ټول سفارتونه نړۍ سره مني. ملګرو ملتونو کې د افغانستان نماینده ناست دی.

نجیب ننګیال وویل: دا به ورستو کتل کېږي چې طالبان څنګه حکومت جوړوي او نوره نړۍ یې مني کنه؟

دنجیب نګیال تر مخه تر څو د طالبانو حکومت نه وي جوړشوی او تر څو امریکا او نورې نړې منلی نه وي دافغانستان سفارت به خلاص وياو مونږ به د افغانستان د نماینده په توګه کار کوو.

هلته په افغانستان کې د صدر غني نایب صدر اول هم ویلي دي چې د اساسي قانون تر مخه دا وخت هغه د هېواد ایئني صدر دی.

په خپل ټویتر امرالله صالح لیکلي دي: "زه سرپرست ولسمشر یم"

د اشرف غني مرستیال امرالله صالح ویلي د افغانستان د ايين ترمخه هغه د افغانستان سرپرست صدر یا ولسمشر دی.

خپل ټویټ کې امرالله صالح وویل هغه د افغانستان دننه موجود دی او د نورو مشرانو ملاتړ ترلاسه کولو دپاره یې ورسره رابطې کړي دي.

دلته په واشنګټن کې د امریکا د قامي سلامتیا مشیر ويلي دي چې صدر غني په افغانستان کې نور یو فیکتور نه دی پاتې. مطلب ېې دا دی چې نور رول نه لري​.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG