لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ای پي: افغان طالبانو د کوکنارو د تلف کولو کېمپېن شروع کړی


د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې د افغانستان د هلمند ولایت په وشیر ولسوالۍ کې د کوکنارو تلف کېدل ښودل شوي دي
د ای پي خبري ادارې په دې تصویر کې د افغانستان د هلمند ولایت په وشیر ولسوالۍ کې د کوکنارو تلف کېدل ښودل شوي دي

د افغانستان واکمنو طالبانو په هېواد کې د کوکنارو فصل د تلف کولو کېمپېن شروع کړی دی او اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي د کوکنارو ختمولو د طالبانو کېمپېن په داسې حال کې شروع شوی چې افغان کروندګر ویره څرګندوي چې په افغانستان کې د زیاتېدونکي غربت په مهال به دوی د امدن زریعه دلاسه ورکړي.

د افغانستان د هلمند ولایت د وشیر ولسوالۍ نه خپل رپورټ کې ای پي وايي په یوه ورستۍ ورځ د طالب وسله والو مخې ته یو ټرېکټر د کوکنارو پټی اړولو او د پټي مالک نژدې ولاړ و او د کوکنارو تلف کېدو دغه عمل ته يې کتل.

ای پي وايي طالبانو د اپرېل په میاشت کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت پابندي لګولې ده.

د نشۍ توکیو د مخنیوي دپاره د طالبانو نایب وزیر ملا عبدالحق اخوند د هلمند په مرکز لښکرګاه کط ای پي ته وویل چې څوک هم په کوکنارو د پابندۍ خلاف ورزي وکړي نو نیول کېږي به او په ضد به یې د شریعت دلاندې مقدمه چلېږي.

ای پي وايي افغانستان د دنیا تر ټولو زیات افیم پېدا کوي او په یورپ او اېشیا کې د هیروینو لویه سرچینه ده. د رپورټ ترمخه د دې باوجود چې افغانستان کې د کوکنارو کرونده ختمولو دپاره امریکې په بېلینونو ډالر مصرف کړي، په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو په کښت کې اضافه شوي ده.

ای پي وايي په کوکنارو د طالبانو د بندیز له امله به د هغو کروندګرو او د کوکنارو په پټو کې د کارکوونکو په لکونو خلکو روزګارونه ختم شي چې د امدن وسیله یې د کورکنارو امدن دی.

ای پي وايي طالبانو په کوکنارو په داسې مهال بندیز لګولی چې افغانستان د اقتصادي بحران سره مخامخ شوی دی، په هېواد کې د خوراک کمی پېدا شوی او افغانستان د ډیر وخت راهسې د وچکالۍ ښکار دی.

د وشیر ولسوالۍ نور محمد چې د کوکنارو پټی یې طالبانو اړولی و، ای پي ته یې وویل ځمکه يې کمه ده، ا اوبو خور نظام نه لري د کوکنارو په مقابل کې کمې منافعې په فصل یې ګزاره نه کېږي.

هغه وايي که د کوکنارو د کښت اجازه نه لري نو هېڅ امدن به یې نه وي.

د ای پي د رپورټ ترمخه هغه کارکوونکي چې کوکنارو نه افیم ټولوي د میاشت درې سوه ډالر ګټي او اکثر کار کوونکي د اینده فصل په ضمانت د خوراکي شیانو د اخیستلو دپاره پېسې په قرض اخلي.

هلمند د افغانستان د کوکنارو د کښت مرکز ګڼل کېږي او ای پي وايي داسې ښکارېده چې د کوکنارو د تلف کولو د کېمپېن هدف هغه پټي وو چې کښت پکې د طالبانو د بندیز نه وروسته شوی دی. خو د طالبانو د پابندۍ نه وړاندې چې چا کوکنار کرلي وو هغوی په کامیابۍ د افیمو حاصل ترلاسه کړی دی.

د نشۍ توکیو د مخنیوي دپاره د طالبانو نایب وزیر ملا عبدالحق اخوند وویل د نورو حکومتي او غیر حکومتي تنظیمونو سره په رابطه کط دي چې کروندګرو دپاره په متبادل فصلونو کار وکړي.

ای پي وویل دا نه ده معلومه چې سږ کال څومره کوکنار کرل شوي؟ د څومره کوکنارو حاصلات ترلاسه شوي؟ او طالبانو څومره پټي تلف کړي دي.

د رپورټ ترمخه په افغانستان کې د کوکنارو پېداوار کې مسلسل اضافه شوي ده. په 2021 کې په 438000 اېکړو کوکنار کرل شوي وو چې په اړه یې د ملګرو ملتونو د نشۍ توکیو او د جرمونو د مخنيوي ادارې ویلي په دغه مقدار کې د کوکنارو نه ترلاسه شوي افیمو د 650 ټنه هیروین د تیارولو دپاره کافي وو. په 2020 کې دغه اندازه 590 ټن وه.

د یو اېن او ډي سي ترمخه په 2021 کې په افغانستان کې د افیمو د پېداوار مالیت د یو اشاریه اته بېلین ډالر نه تر د دوه اشاریه اووه بېلین ډالر پورې و چې د ملک د مجموعي قومي پېداوار، جي ډي پي، نه 14 فیصد او د قانوني برامداتو نه هم زیات و.

د ملګرو ملتونو ترمخه، د 1990 په لسیزه کې هم په افغانستان د خپلې واکمنۍ په مهال طالبانو په دوو کلونو کې په هېواد کې په کوکنارو پابندي لګولې وه خو په 2021 کې د طالبانو واکمني د ختمېدو وروسته طالبانو د کوکنارو کښت بیا شروع کړو.

ای پي وايي په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د کوکنارو ختمولو دپاره اته بېلین ډالر مصرف کړي دي خو د دې باوجود د کوکنارو په پېداوار کې مسلسل اضافه شوې ده. په 2002 کې په 75000 هېکټره کوکنار کرل شوي وو چې 3400 ټنه افیم ترې پېدا شوي وو. تېر کال دغه پېداوار دوچنده زیات شوی و.

ای پي وايي د جګړې په مهال به طالبانو د نشۍ توکیو په قاچاق د ماليي نه په مېلیونونو ډالر ترلاسه کول او رپورټونه وايي د امریکې په ملاتړ چلېدونکي د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو هم د نشۍ توکیو د قاچاق نه مېلینونو ډالر ترلاسه کړي دي.
ای پي وايي په موجوده وخت کې د افغانستان د افیمو پېداوار د نورو افیم پېدا کوونکو ملکونو د مجموعي پېداوار نه زیات دی او په افغانستان کې د تیارېدوونکو هېروینو 80 فیصد برخه د مرکزي اېشیا او پاکستان دلارې یورپ ته رسي.

یادونه: دا رپورټ ای پي خبري ادارې خپور کړی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG