لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانګرس په قانوني مسوده کې د افغانانو د ځايولو ذکر نه شته، افغان کډوالو پې مایوسي څرګنده کړې


احتجاج کونکي افغانان هره ورځ د کانګرس د ودانۍ مخ ته جمع کيږي او غوښتنه کوي چې د دوی د حيثيت په اړه دې غوڅه پرېکړه وشي
احتجاج کونکي افغانان هره ورځ د کانګرس د ودانۍ مخ ته جمع کيږي او غوښتنه کوي چې د دوی د حيثيت په اړه دې غوڅه پرېکړه وشي

د امريکا د کانګرس نه راوتلي خبرونه ښيي چې د کانګرس په 1.7 ټريلين اخراجاتي بل کې د افغان کډوالو د عارضي حيثيت مستقل سکونت ته د اړولو دپاره د افغان ايډجسمنټ ايکټ نه شامېليږي چې افغانان يې زړه ماتي کړي.

که چېرې ګانګرس دغه مجوزه قانون د افغان ايډجسمنټ ايکټ په شمول منظور کړي نو په امریکا کې په عارضي ډول مېشته افغانان به د امريکا مستقل اوسېدونکي وګرځي او نه يواځې دا چې امريکا څخه د وېستل کېدو نه به بچ شي بلکې د روزګار او صحت د اسانتياو اجازت به هم ترلاسه کړی شي.

د وي او ای اردو سره په خبرو کې امريکايي افغانانو وويل د کانګرس ځينې غړو چې پکې د ايوا د ريپبلېکن سينېټر چک ګراسلي هم دی د بل په مخالفت کې ووټ ورکړی.

په بل د تنقيد کونکو او مخالفت کونکو انديښنه ده چې دا به د امنيت ستونزه پيدا کړي ځکه د دوی په نظر دې سره به د کډوالو په اړه د پوره پلټنو کولو لاره بنده شي.

د امريکا د کانګرس د ودانۍ مخ ته د تېرو درېو مياشتو نه احتجاج کونکي افغانان، پخواني امريکايي پوځيان او امريکايي افغانان په دې پرېکړه خفګان څرګندوي.

احتجاج کونکي افغانان هره ورځ د کانګرس د ودانۍ مخ ته جمع کيږي او غوښتنه کوي چې د دوی د حيثيت په اړه دې غوڅه پرېکړه وشي.

صافي روف چې پخوانی امريکايي پوځي دی وي او ای ته وويل په دې ډېر زړه ماتی شوی دی چې کانګرس د امريکا د اوږدې مودې د جنګ د ملګرو د پاره هيڅ ونه کړل بلکې خپله ايجنډا او سياست يې په مخ بوتلو او افغان اتحاديان يې پرېښودل.

هغه وويل “مونږ اوس هم دلته موجود يو او هيله لرو چې قانون سازان به په دې قانون کې بدلون راولي خو څه ډېره تمه مو ترې نشته”.

د سي اين اين او واشنګټن پوسټ د رپورټونو تر مخه د امريکا د پوځ لږ تر لږه ۱۲ پخوانو غړو د خالي، شنبې، په ورځ د کانګرس نمايندګانو ته خط لېږلی و او په دې يې ټينګار کړی چې د افغان اتحاديانو د پاره دې په عاجله توګه ګاومونه پورته کړي چې امریکې څخه د وېستلو بچ شي.

په دې ډله کې د جواينټ چيفس اف سټاف پخوانی چيرمين، د نيټو پخوانی سپريم الايډ کمانډر او په افغانستان کې پاتې شوي يو شمېر کمانډران هم دي. هغوی د کانګرس نه غوښتلي چې د افغان ايډجسټمېنډ ايکټ د اومني بس اخراجاتو د بل برخه وګرځوي.

د ملګرو ملتونو د شمارو تر مخه په کال 2021 کې د طالبانو د واک نيولو وروستو کم نه کم 3.7 ميلينه افغانان د افغانستان نه وتلي دي.

د امريکا د هوم لينډ سيکيورټي رپورټ وايي د ويټنام د جنګ نه وروستو د افغانستان نه د خلکو راويستل تر ټولو غټ اپريشن دی او تر اوسه نزدې 88,000 افغانان امريکا ته راوړل شوي دي چې په عارضي ايميګريشن حيثيت کې په امريکا کې ژوند کوي .

  • 16x9 Image

    نیلوفر مغل

    نیلوفر مغل په واشنګټن کې د وایس آف امریکه خبریاله ده چې په مختلفو پلېټفارمونو خبرونه او رپوټونه برابروي. تاسو کولی شئ هغه په فیسبوک او ټوېټر فالو کړئ. 

    Facebook

    Twitter

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG