لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په اسلام اباد کې افغانان د پاکستان دې اعلان اندېښمن کړي چې بې اسناده کډوال به درې کاله قېد کېږي


په اسلام اباد کې ميشته افغان کډوال حيات الله وايي پاکستان ته د دریو میاشتو په ویزه راغلی و اوس یې د ویزې مېعاد ختم شوی دی. " اوس موږ قانوي اسناد نه لرو."
په اسلام اباد کې ميشته افغان کډوال حيات الله وايي پاکستان ته د دریو میاشتو په ویزه راغلی و اوس یې د ویزې مېعاد ختم شوی دی. " اوس موږ قانوي اسناد نه لرو."

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوالو د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په هغه اعلاميه اندېښنې څرګندې کړي چې وايي د سږ کال د ډسمبر د 31 نېټې نه پس به بې اسناده افغان کډوالو ته تر دریو کلونو پورې د قېد سزا ورکول کېږي.

د پاکستان د کورنېو چارو وزارت په اعلامېه کې ویلي چې هغه افغان کډوال چې قانونې اسناد نلرې بايد د ټاکل شوي مودې وړاندې د پاکستان نه ووځي.

په اسلام اباد کې ميشته افغان کډوال وايي په کابل د طالبانو بیا د واکمنېدو وروسته چې کوم افغانان پاکستان ته راغلي د زياترو کسانو پکې د ويزو قانوني مېعاد ختم شوی دی او د پاکستان حکومت ورسره د ويزو په تازه کولو کې کومک نه کوي.

ګل آغا سهک تېر کال د اګست په مياشت کې پاکستان ته راکډوال شوی، وي او ای ډیوه وايي " زما خپله ويزه هم د څلورو مياشتو راهسې ناکاره دا او د پاکستان حکومت ته مو خواستونه کړي خو تر اوسه ځواب ندې ملاو شوې."

د پاکستان د کونيو چارو وزارت دغه اعلاميه په داسې وخت کې جاري کړې چې په ورستیو ورځو کې یوازې په سيند صوبه کي شاوخوا 1200 افغان کډوال پوليسو نيولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دبهرنیو چارو وزارت دپاکستان په بېلابېلو ښارونو او په ځانګړي ډول په سیند صوبه کې افغان کډوالو سره دپاکستاني پولیسو چلند غندلی دی.

په اسلام اباد کې ميشته افغان کډوال حيات الله وايي پاکستان ته د دریو میاشتو په ویزه راغلی و اوس یې د ویزې مېعاد ختم شوی دی. " اوس موږ قانوي اسناد نه لرو."

هغه وايي پاکستان حکومت ته یې د ويزو مېعاد د غځولو دپاره خواستونه ورکړي دي خو جواب نه دی ورکړی شوی. "په داسي حا لاتو کي جيل ته د ليږلو خبرونه مخې ته راتلل ډېر د انديښنې وړ خبره ده."

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو وروسته زياتره افغانان د نړۍ نورو هېوادونو ته تلو دپاره پاکستان ته تللي ديږ افغانان واييدغه عمل خو اوشاه يونيم کال اخلي خو د پاکستان حکومت په دی لړ کې مرسته نه کوي.

اسلام آباد کې موجود افغان کډوال نجيب الله وايي چي کېنېډې د ویزې دپاره یې خواست کړی چې په ترلاسه کولو کې يې اتلس میاشتې وخت لګي.

هغه وايي دا ممکنه نه ده چې د اتلو میاشتو انتظار په پاکستان کې د دریو میاشتو په ویزه تېر کړي.

هغه وايي د پاکستان ته خواست کوي چې په خپله فېصله نظر ثاني وکړي.

قانون پوهان وايي په مطبوعاتو کې چې کوم خبرونه دي چې غير قانونې کډوال به تر دریو کلونو پورې زندان ته اچول کېږي د پاکستان حکومت دپاره په دي عمل کول ممکن نه دی.

وکیل لياقت بنوري چې د افغان کډوالو لپاره کار کونکي ادارې شارپ مشر دی وي او ای سره مرکه کې وايي د پاکستان د فارن اېکټ نومې قانون دلاندې په هېواد کې په غیرقانوني ډول موجود خلکو ته شپږ میاشتې د قېد سزا ورکړی کېدلی شي خو د دغه قانون دلاندې لومړۍ ترجیح دا ده چې غیرقانوني غیرملکیانو دې د ملک وویستل شي. "د دریو کلونو زندان دا خبره د قانون نه بالا ده. داسې نشي کېدی."

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي ار چارواکې وايي د پاکستان له حکومت سره خبرې کوي چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدونکو افغانانو دپاره اسانتیاوې برابر کړي.


  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG