لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور کې قانوني اسناد لرونکي افغان کډوال هم وايي د نيول کېدو د ويرې بهر نه وځي


د نومبر د وړومبۍ نېټې پس هره ورځ د پېښور پوليس د بورډ تاج اباد سيمه کې ناکه بندي کوي، په لاره په ګاډو کې او د پياده تلونکو کارډونه ګوري، پوليس وايي چې کوم کډوال قانوني اسناد لري هغه پريږدي او چې چا سره قانوني اسناد نه وي هغه نيول کيږي
د نومبر د وړومبۍ نېټې پس هره ورځ د پېښور پوليس د بورډ تاج اباد سيمه کې ناکه بندي کوي، په لاره په ګاډو کې او د پياده تلونکو کارډونه ګوري، پوليس وايي چې کوم کډوال قانوني اسناد لري هغه پريږدي او چې چا سره قانوني اسناد نه وي هغه نيول کيږي

په پېښور کې مېشت افغان کډوال وايي ځای په ځای اعلانونه شوي چې قانوني اسناد نه لرونکي افغان کډوال دې بيرته لاړ شي ګنې پوليس به یې نيسي او افغانستان ته به يې ليږي. پوليس وايي دوی ته د اعلا چارواکو لخوا د غېر رجسټرډ افغان کډوالو د نيولو ويل شوي دي. د داخله چارو د محکمې چارواکي وايي په خېبر پښتونخوا کې تر اوسه د 1000 پورې غېر رجسټرډ افغانان نيول شوي او افغانستان ته ليږل شوي دي.

د نومبر د وړومبۍ نېټې پس هره ورځ د پېښور پوليس د بورډ تاج اباد سيمه کې ناکه بندي کوي، په لاره په ګاډو کې او د پياده تلونکو کارډونه ګوري، پوليس وايي چې کوم کډوال قانوني اسناد لري هغه پريږدي او چې چا سره قانوني اسناد نه وي هغه نيول کيږي.

يو پوليس اهلکار نجيب الله وي او اې ډيوه ته ویلي، " افغانانو باره کې زمونږ دا ډيوټي ده ، چې مونږ ځای په ځای په جماتونو کې اعلانونه کړي دي،چې تاسو مهرباني وکړئ خپل ځای ته لاړ شئ، افغانستان ته لاړ شئ، دلته مونږ ناکې لګولي دي، دلته ډيوټي کوو، او چې چا سره کارډ نه وي هغه نيغ تاڼې ته بوځو".

د پوليسو لخوا د بورډ بازار په هغه جومات کې هم اعلان شوی کوم ځای چې زياتره دوکانداران او اخستونکي افغان کډوال دي، دوکانداران وايي په محلو او بازار کې د اعلانونو پس ډېر خلک د کورونو بهر نه راووځي، او بازار کې ګڼه کمه شوې ده.

د پېښور بورډ بازار کې افغان دوکاندار رفيع الله شينواري وايي، "بازار کې رش (ګڼه) ډېره کمه شوې ده، وجه يې (کډوال) واپس روان دي، ويره کې دي، که چا سره کارډ وي هغه هم ويريږي، او بغېر قانوني خلک خو هسې هم ويريږي".

پوليس وايي د اعلا چارواکو لخوا ورته ويل شوي چې قانوني اسناد لرونکي افغانان به نه ځوروي، او دوي په هغو احکاماتو پوره پوره عمل کوي، خو افغانان وايي دوي ويره لري چې اسنادو باوجود به هم ونيول شي او په زور به وويستل شي چې له وجې یې پېښور کې په وړوکي کابل يادېدونکي بورډ بازار کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه ليدل کيږي.

د بورډ بازار يو بل دوکاندار عبدالرب وايي، "بازار کې رش ډېر کم شوی دی، وجه دا ده چې افغانان روان دي، بورډ بازار کې 95 فيصده دوکانداران افغانان دي، پينځه فيصده پاکستان واله دي، دلته پاکستاني دوکانداران ډير کم دي".

پوليس وايي، بې اسنادو کډوال نيسي، د کډوالو د پاره جوړو مرکزونو ته یې ليږي، او بيا د هغه ځای نه افغانستان ته استول کيږي.

په خېبر پښتونخوا کې په هري پور، پېښور او خېبر ضلعو کې يو يو کېمپ جوړ کړی شوی دی.

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو محکمې يو چارواکي ډيوه ته وويل تراوسه نزدې د 1000 پورې بې اسنادو افغانان نيول شوي او افغانستان ته لېږل شوي دي.

چارواکي وايي د تورخم د لارې نزدې د دوه لکو پورې کډوال افغانستان ته اوښتي دي، چې 40 فيصده پکې د خېبر پښتونخوا او نور د پنجاب او سند صوبو څخه تللي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG