لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي له ۳۱م دسمبر وروسته افغانان له اجازې پرته اسلام اباد کې نه شي پاتې کېدای


د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي اسلام اباد نه د افغانانو د ویستو په اړه دا څرګندونې د چهارشنبې یا شورو په شپه وروسته له هغې کړي چې پاکستاني چارواکو تورونه ولګول، افغان کډوال د حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف په احتجاجونو کې برخه اخلي
د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي اسلام اباد نه د افغانانو د ویستو په اړه دا څرګندونې د چهارشنبې یا شورو په شپه وروسته له هغې کړي چې پاکستاني چارواکو تورونه ولګول، افغان کډوال د حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف په احتجاجونو کې برخه اخلي

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند په احتجاج کې له شوې مرګ ژوبلې وروسته د هیواد د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي چې له ۳۱م دسمبر وروسته به افغان کډوال په اسلام اباد کې پرته له این او سي یا اجازتنامې نه شي پاتې کېدای.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې ډيوه ته ویلي چې پاکستان کې میشت د افغان کډوالو لوی اکثریت قانون ته درناوی کوونکي خلک دي، او د دوی حالت ته باید د انساني خواخوږۍ په تناظر کې وکتل شي.

د کډوالو نړيوالې ادارې د پاکستان نه غوښتنه کړې ده چې د پناه غوښتونکو افغانانو د خوندي ساتلو لپاره خپلې هڅې باید دوامداره وساتي.

د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي اسلام اباد نه د افغانانو د ویستو په اړه دا څرګندونې د چهارشنبې یا شورو په شپه وروسته له هغې کړي چې پاکستاني چارواکو تورونه ولګول، افغان کډوال د حکومت مخالفه ګوند تحریک انصاف په احتجاجونو کې برخه اخلي.

تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد محکمې د نهم مې د احتجاجونو په تړاؤ څلورو افغان کډوالو ته د شپږو ، شپږو کالو د بند سزاګانې هم اورولې وې.

څېړونکي وایي که پاکستان افغان کډوال په زوره له اسلام اباد نه وباسي نو دا به د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو اؤ بشري حقونو سخته سرغړونه وي اؤ ورسره به د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې لا پسې تاوجنې شي.

په اسلام اباد کې د تحریک انصاف له وروستي احتجاج وروسته د پنجاب اؤ اسلام اباد پولیسو دعوې کړي چې د اسلام اباد په احتجاج کې شریک ګڼ شمیر افغان کډوال یې نیولي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یا په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې لخوا لا د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر اعلان ته څه غبرګون نه دی ښودل شوی .

پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي خبریالانو ته ویلي چې د ۳۱م دسمبر نه وروسته به افغان وګړي له اجازت نامې پرته د اسلام اباد حدودو کې نه شي اوسیدلی.

هغه ویلي که چرې کوم افغان په اسلام اباد کې د اوسیدو ارزومند وي نو ورته به دلته د پاتې کېدو لپاره د اسلام اباد د مرستیال کمشنر نه این او سي یا ځانګړې اجازت نامه اخستل وي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړیوالې ادارې یو این ایچ سي ار د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر دې اعلان ته خپل غبرګون کې ویلي چې پاکستان کې میشت د افغان کډوالو اکثریت قانون ته درناوی لرونکي خلک دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې د یو این ایچ سي ار ویاند ښاغلي قیصر اپریدي ویلي یو این ایچ سي ار د رسنیو هغه راپورونه لیدلي چې د راتلونکي کال لپاره په پلازمینه اسلام اباد کې د افغانانو پر وړاندې د ممکنه بندیزونو د عملي کېدو په اړه دي.

هغه ویلي" موږ له حکومتي چارواکو سره په اړیکه کې یو ترڅو د دې موضوع په اړه نور جزئیات ترلاسه کړو"

ښاغلي قیصر خان اپریدي وویل، یو این ایچ سي ار له ۱۹۸۰ راهیسې د پاکستان له حکومت سره په ګډه کار کوي ترڅو افغان او نورو کډوالو ته ساتنه او مرسته برابره کړي.

نوموړي وویل موږ د پاکستان خلکو او حکومت مننه کوو چې د ۴۵ کالو راهسې پخپله خاوره کې د افغان کډوال کوربه توب کوي.

د قیصر خان اپریدي وینا وه ،موږ له هغو چیلنجونو خبر یو چې دپاکستان حکومت ورسره مخ دی، په ځانګړي ډول د امنیت په برخه کې.

د هغه وینا وه کډوال لکه د نورو وګړو پابند دي چې د پاکستان قوانین عملي کړي "په پاکستان کې د افغان کډوالو لوی اکثریت قانون ته درناوی کوونکي خلک دي، او د دوی حالت باید د بشردوستۍ له مخې و ارزول شي"

د کډوالو د نړیوالې ادارې ویاند وویل "موږ له پاکستانه غوښتنه کوو چې د پناه غوښتونکو د خوندي ساتلو لپاره خپلې هڅې دوامداره وساتي."

په اسلام اباد کې میشت سینیر خبریال طاهر خان وایي په پاکستان کې په لکونو افغانان په قانوني توګه ژوند کوي اؤ د پاکستان کابینې هغوي ته د راتلونکي کال ۲۰۲۵م د جون تر ۳۰مې نېټې دلته د استوګنې اجازه هم ورکړې ده.

طاهر خان وایي افغانانو ته دلته د استوګنې د اجازې کارډونه د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې یو این ایچ سي ار اؤ د پاکستان د حکومت د تړون له مخې ورکړل شوي اؤ که اوس دا ټول په قانوني توګه میشت افغانان له اسلام اباد ویستل کیږي نو دا به د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو اؤ بشري حقونو څخه سرغړونه وي.

نوموړی وایي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو وروسته چې هم کوم کډوال پاکستان ته راغلي نو هغوي په پاسپورټ اؤ ویزه دلته راغلي اؤ چې کله یې د پاسپورټ اؤ ویزې موده پوره شي نو حکومت ورته دا موده غځوي نو ځکه د هغوي استوګنه هم دلته غیر قانوني نه ده.

طاهر خان وایي که چرې پاکستان پخپله خاوره کې د ژوند کولو لپاره په قانوني توګه د میشت افغانانو نه یوه ځانګړې اجازت نامه یا این او سي غواړي نو دې ګام ته به د توپیري چلند په توګه کتل کیږي.

هغه وایي دې اقدام سره په ممکنه ډول د پاکستان اؤ افغانستان اړیکې لا پسې خرابېدلی شي.

د یو این ایچ سي ار راپورونه ښیي چې د پاکستان په ټولو برخو کې د ۱.۴ میلیونو په شااوخوا کې افغان کډوال د قانوني اسنادو سره میشت دي.

د دې ترڅنګ، شاوخوا شپږ لکه افغانان چې په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت جوړېدو وروسته پاکستان ته کډوال شوي، د اسنادو د نشتون له امله غیر قانوني ګڼل کېږي او د ایستلو خطر سره مخ دي.

په دې ډله کې زیاتره افغان کډوال د پاکستان په ښاري سیمو لکه پېښور ، کوټه ، کراچۍ اؤ اسلام‌اباد کې مېشت دي​.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG