لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صومالیه: د پوځ په یو مرکز ځانمرګی برید – پوځ وایي لس تنه په کې وژل شوي


د صومالي د پوځ مشر وایي چې د نهې/سې شنبې په ورځ د هغوی په یو تعلیمي پوځي سکول کې د یوې خودکشې حملې په ترڅ کې د پوځ لږترلږه لس (۱۰) تنه نوی برتي شوي کسان مړه او شل (۲۰) نور زخمیان شوي دي.

د الشباب تندروه اسلامي ډلې د یو بیان په جاري کولو سره د دې برید ذمه واري په غاړه اخیستې ده. په صومالیه کې د جولائی په میاشت کې انتخابات کېدونکي دي او د دې انتخاباتو په نږدې کېدو سره، الشباب ډلې خپلو حملو ته هم زور ورکړی دی.

د نهې/سې شنبې په ورځ چې کومه خودکشه حمله وشوه، هغه سرښار موګادېشو جنوب پلو، د جنرال ډېګا بادن پوځي تعلیمي سکول کې وه. په دې برید کې یو ځانمرګی چې ځان یې پوځ کې د شاملېدو دپاره تیار ښودلی و، هغه مهال په ځان پورې تړلی بم وچاود چې نور برتي شوي پوځيان د امنیتي تلاشۍ یا سکرېننګ دپاره راغونډ شوي و.

د صومالي د پوځ مشر جنرال اودوا رېج سرکاري رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دې چاودنه کې لس کسانو ژوند بایللی او شل نور چې ټپیان شوي، هغوی موګادېشو کې هسپتالونو ته منتقل شوي دي.

الشباب تندورې ډلې په خپل بیان کې ویلي چې دا حمله د نوموړې ډلې یو جنګیالي ترسره کړې ده. د الشباب په وینا، چاودنه د ترکي لخوا جوړ شوي پوځي مرکز دننه، چې ډېر کلک ساتل کیږي، ترسره شوې ده او ګني څلوېښت (۴۰) کسان یې وژلي او پنځوس (۵۰) یې زخمیان کړي دي.

د صومالي په پوځي مرکز دا حمله په داسې حال کې شوې چې څو ورځې وړاندې د دې ملک پوځ وویل چې په شبیل اوسط او هیران سیمو کې یې د عملیاتو په لړ کې پنځوس (۵۰) د الشباب ډلې جنګیالي وژلي دي.

په صومالي کې پارلېماني او صدارتي انتخابات راروان دي او د دې لپاره چې د انتخاباتو امنیت خوندي کړی شي، امنیتي ادارو او پوځ چې نړېوال شریکان یې هم ملاتړي دي، د صومالي په بېلابېلو برخو کې د الشباب ډلې خلاف عملیاتو ته زور ورکړی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG