د پاکستان دکرکټ ټيم کپتان شاهد افريدى وائي ټيم يې دورلډ کپ کوارټر فائنلز ميچ په خوشحالۍ سره په انډيا کې کولو لپاره تيار دى، له دې وړاندې هغه په هند کې ميچ کولو باندې امنيتي انديښنې څرگندې کړې وې.
شخصي ټي وي سره مرکه کې شاهد افريدي وويل دا دوي لپاره هيڅ معنا نۀ لري چې کوارټر فائنل چرته کوي، تر ټولو لويه خبره دا وه چې دوي د ناک اوټ مرحلې لپاره کواليفائي وکړي او هغه یې کړې ده.
دورلډکپ نه وړاندې د پاکستاني ټيم کپتان دې بيان چې د هغه ټيم به دکوارټر فائنلز ميچ دانډيا پځايې سري لنکا کې کولو ته اوليت ورکوي دکرکټ په حلقو کې يو نوى بحث چيړلى ؤ، افريدي ددې دوجې ښودلو په وخت وئيلي وؤ چې دپاک وهند تاؤژنو اړيکو له امله به دهغه په لوبغاړو هند کې دلوبې کولو په مهال زيات فشار وي.
دخپل لمړي بيان په حقله شاهد افريدي وويل دغه قصه اوس زړه شوې ده، اوس مونږ کوارټر فائنلز ته په رسيدو خوشحاله يو، کۀ چرې زمونږ اعتماد هم دغه شان بحال وي نو دې سره هيڅ فرق نۀ پريوځي چې ميچونه به مو چرته دي.
دپاکستان پخواني کپتان عمران خان دشاهد افريدي په لمړي بيان نيوکه کړې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې شاهد افريدي ته داسې په ښکاره بيان ورکول نۀ ؤ پکار.
انډيا نومبر2008ء کې دممبۍ دترهه گريزو بريدونو وروستو پاکستان سره دخپلو جامع امن مذاکراتو لړۍ په يو اړخيزه توگه دختمولو ترڅنگ دلوبو په کچه اړيکې هم تقريباً ختمې کړې وه او ددې نه پس کوم پاکستانى لوبغاړى په انډين پريمئرليگ کې هم شامل کړل شوى نۀ دى.
پاکستاني ټيم دهند اخرۍ دوره په کال 2007م کې کړې وه.
شاهد افريدى : په هندوستان کې لوبې کولو ته تيار يو
تړلي
1