په اسلام اباد کې څيړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار پیس سټډیز PIPS ويلي، په افغانستان کې تېر کال د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې 51 فيصده سېوا شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي او پاکستان ته امنیتي چېلنجونه زیات شوي دي.
PIPS چې په خپله فېس بک پاڼه تفصیلي رپورټ خپور کړی پکې ويل شوي، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي دي. او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرح هم 47 فيصده زياته شوې ده.
په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د روان کال په لومړو کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو، په اګست 2021 کې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه ناڅاپه ووتل او د هغې له امله د حالاتو نېغ اثر د پاکستان په امنیت شوی او پاکستان دغه حالات څاري.
د پاکستان د پوځ وياند ويلي وو، په پاکستان کې چې کوم وسله وال، بريدونه او ترهګري کوي پرضد به يې عمليات کولی شي.
هغه ويلي وو تېر کال په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې ترهګرې ځالې ختمې کړی شوي دي، په 2021 کې د 60زره نه زيات عمليات شوي دي، په 2021 کې 890 تهرېټ الرټس يا د خطرې خبرداری ورکړی شوی او د 70فيصدو مخنيوی پکې شوی دی.
د PIPS په رپورټ کې ويل شوي د تېر اګست راهسې د روان کال اګست پورې يو کال موده کې تر ټولو زيات بريدونه په خېبرپښتونخوا کې شوي او په 156 بريدونو کې 286 کسان وژل شوي دي، په بلوچستان صوبه کې په 79 بريدونو کې 127 کسان وژل شوي او په دې موده کې په اسلام اباد او پنجاب صوبه کې په شپږو بريدونو کې 12 او په سيند کې په نهه بريدونو کې اته کسان وژل شوي دي.
ویل شوي د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته بريدونه 79 فيصده او وژنې 89 فيصدو ته لوړې شوي دي.
د رپورټ ترمخه له دغې وړاندې په تېر يو کال موده کې په خېبرپښتونخوا کې د 15 اګست 2020 نه تر 14 اګست 2021 پورې په 87 بریدونو کې 151 کسان وژل شوي وو، او هم په دغه موده کې په بلوچستان کې په 60 بريدونو کې 113 کسان وژل شوي وو.
خو بيا په پنجاب او اسلام اباد کې او سيند کې بريدونه او وژنې راکمې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي په خېبرپښتونخوا کې د تحريک طالبان پاکستان لخوا او په بلوچستان کې د بېلتون خوښو امنیتي چېلنجونه سېوا شوي دي. او دا وخت په پاکستان کې تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان، بلوڅ او سيندي بېلتون خوښي امنيت ته ورپېښې اندېښنې دي.
PIPS په خپل رپورټ کې ویلي، يواځې روان کال د اګست پورې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي او امنيتي ادارو 52 عمليات کړي چې پکې 34 په خېبرپښتونخوا او 17 په بلوچستان کې ترسره شوي او په دغو عملياتو کې 164 وسله وال وژل شوي چې زياتره یې د تحريک طالبان او بيا د بلوڅ وسله والو ډلو وو.
ويل شوي د عملياتو په مهال نهه پوځيان او يو ملکي وګړی وژل شوي دي.
د رپورټ ترمخه تر ټولو زيات عمليات په شمالي وزیرستان کې ترسره شوي او په 20 عملياتو کې 57 تندلاري وژل شوي دي او په دوېم نمبر زياتې وژنې د بلوچستان په کېچ کې په پينځه عملياتو کې 33 وسله وال وژل شوي دي.
د PIPS دا رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د اګست په مياشت کې د خېبرپښتونخوا په سوات کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي او بيا دغلته د بدامنۍ ځينې پېښې هم شوي دي، خو د اګست د مياشتې راهسې د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې د بدامنۍ ضد او امن غوښتنې دپاره په غټه کچه مظاهرې او لاريونونه پېل شوي دي.
په 14 اکتوبر د پاکستان د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ غونډه کې پرېکړه شوې، چې په مرکزي او صوبايي کچه به د ترهګرۍ د مخنيوي نظام بیرته فعالولی شي، او د اېپکس کمېټۍ جوړولو ويل شوي وو.
د وزیراعظم په مشرۍ غونډه کې مرکزي وزيرانو، د پوځ مشرانو او استخباراتي ادارو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی وو.
ويل شوي وو اړونده چاوراکو غونډې ته په ملک کې د امنيت احوال وړاندې کړی او د سوات په ګډون د ملک په ځينې برخو کې د بدامنۍ د ځينو پېښو جاج اخستل شوی او ويل شوي د ملک د هر وګړي وينه قيمتي ده او د وينې په تويولو کې ککړ هر تن به د قانون منګولو ته راوستلی شي.
او درېډيو پاکستان ترمخه د دفاع وزیر خواجه اصف ويلي وو، د تحريک طالبان پاکستان سره د وروستيو خبرو کومه مثبتې نتيجې مخې ته نه دي راغلي.
هغه ويلي وو، په خېبرپښتونخوا کې حالات په قابو کې دي، او حکومت هڅه کوي چې ستونزه هواره کړي خو که ضرورت پېښږي د ترهګرۍ د خاتمې دپاره قوت کارول کيږي.
د PIPS په رپورټ کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان، القاعده، داعش خراسان او نورو وسله والو د شتون هم ويل شوي دي.