لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "کشمیر والا" باني د ګرفتارۍ وروسته په هندي کشمیر کې دغه خبري وېب پاڼه مشکلاتو سره مخامخ شوې 


فهد شاه د نور خبریالانو په منځ کې ناست لیدل کېږي. (تصویر د ای پي خبري ادارې دی)
فهد شاه د نور خبریالانو په منځ کې ناست لیدل کېږي. (تصویر د ای پي خبري ادارې دی)

د هندوستان د انتظام لاندې کشمیر کې د خبرونو او د سیاسي څېړنو وېب پاڼې"کشمیر والا" باني فهد شاه د ترهګرۍ او د بېلتون خوښۍ په الزام په زندان کې دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، فهد شاه د کشمیر والا بنیاد لس کاله وړاندې هغه وخت اېښودی و چې هغه 22 کلن او د کالج طالب علم و.

یاشراج شرما دا مهال په عارضي توګه د کشمیر والا د مدیر یا اېډيټر په توګه کار کوي، وايي شاه کشمیر والا وېب سایټ ځکه شروع کړو چې هغه ګڼي چې په کشمیر خپله کشمیریان نور خلک ښه پوهه ولی شي.

د فېبرورۍ په څلورمه نېټه شاه د پلواما ضلعې پولیس راغوښتلی و او د هغه نه د یوې جګړې په اړه پوښتنې وشوې چې د کشمیر والا يې خبر ورکړی و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه پولیس په شاه د بغاوت، وران کارۍ او د غیرقانوني هلو ځلو الزام ولګولو. د 22 ورځو د بند وروسته شاه په ضمانت ازاد کړی شو.

په دغه ورځ په شوپیان ضلع کې پولیس په هغه بل کېس جوړ کړو او د فېبرورۍ په 26 بیا ونیول شو.

د مارچ په پېنځمه نېټه هغه د شوپیان د مجسټرېټ په امر ازاد شو خو هم په دغه شپه په سري نګر کې پولیس بیا ونیولو. په دغه کېس د ضمانت دپاره د هغه په خواست د سماعت نه یوه ورځ وړاندې هغه د پبلېک سېفټي قانون یا د ولسي تحفظ دقانون دلاندې ونیول شو.

شرما وايي دا ورته نه معلومېږي چې شاه به بېرته راشي او که نا؟

یاشراج شرما دا مهال په عارضي توګه د کشمیر والا د مدیر یا اېډيټر په توګه کار کوي، وايي شاه کشمیر والا وېب سایټ ځکه شروع کړو چې هغه ګڼي چې په کشمیر خپله کشمیریان نور خلک ښه پوهه ولی شي
یاشراج شرما دا مهال په عارضي توګه د کشمیر والا د مدیر یا اېډيټر په توګه کار کوي، وايي شاه کشمیر والا وېب سایټ ځکه شروع کړو چې هغه ګڼي چې په کشمیر خپله کشمیریان نور خلک ښه پوهه ولی شي

د وي او ای رپورټ وايي د کشمیري خبریالانو دپاره دا څه غیرمعمولي خبره نه ده چې د ترهګرۍ الزامات پې ولګول شي او یا ګرفتار کړی شي. په 2019 کې چې هندوستان د کشمیر خصوصي خپلواکه حېثیت ختم کړو نو په مطبوعاتو د هندوستان فشار زیات شوی دی.

شرما وايي په کشمیر کې د خبریالانو د پولیس دفتر ته طلب کېدل اوس عامه خبره ده. "ماته نه یادیږي چې هغه (فهد شاه) څو وارې غوښتل شوی دی."

شرما وايي کله چې فهدشاه کشمیر والا شروع کړو نو په کشمیر کې د خبرونو انلاین وېب پاڼې نه وې او هغه غوښتل چې ځوانانو ته متبادل اواز ورکړي. هغه وویل د نوي کول خبریالانو به په رضاکارانه ډول کشمیروالا دپاره لیکل کول.

شرما وايي د کشمیروالا زیاتره لوستونکي ځوانان دي چې نوی کول خلک یې"زمونږ سره رالوی شوی دی."

په امریکا کې مېشته خبریالا امیلیا نیو کاب وايي د کشمیر والا په شان ازاد مطبوعات په خصوصي توګه د کړکېچ په سیمو کې ډیر اهمیت لري ځکه چې په کړکېچونو کې ښکیل فریقین غواړي چې د دوی دریځ ته دې ترجیح ورکړی شي.

نیوکاب د کرسچین ساینس مانېټر مېنېجنګ اېډيټره ده. هغې په یو ايمېل کې وي او ای ته وویل چې فهد شاه څو کاله د کرسچین ساینس مانېټر دپاره خبرنګاري کړې وه.

نیوکاب وویل کشمیروالا بې طرفه خبرونه ورکوي او د کوم مضمون په سر چې شاه نیول شوی هغه هم بې طرفه دی.

کشمیروالا د هغه تن د کورنۍ سره مرکه کړې وه چې په پلواما کې د امیني ځواکونو او د وسله والو د ډزو په تبادله کې وژل شوی و.

نیوکاب وویل د وژل شوي تن په اړه د کشمیروالا خبر متوازن و، پکې د وژل شوي تن د کورنۍ ترڅنګ د پولیس او پوځ خبرې هم شامل کړی شوي وې. خو امریکايي خبریالې زیاته کړه د دې باوجود پولیس وویل په مضمون کې د ترهګرۍ ستاینه شوي ده.

نیوکاب وویل که خبرونه متوازن نه وي نو خلک د واقعاتو منصفانه جاج نشي اخیستلی. هغې زیاته کړه چې جمهوریت هغه وخت پرمختګ کولی شي چې ازاد مطبوعات کره خبرونه ورکولی شي او د چارواکو احتساب کېږي.

د جنورۍ په میاشت کې د کشمیروالا بل خبریال سجاد ګل هم پولیس نیولی و. د هغه د ګرفتارۍ په اړه پولیس په یو بیان کې وویل چې ګل د اعتراض وړ وډیوز اپلوډ کړي وو چې پکې د قام په ضد نعرې وې.

شاه په هغه وخت د وي او ای سره مرکه کې د سجاد ګل ګرفتاري د رای د ازادۍ خلاف ورزي بللې وه چې د ولس د بنیاد حقونو سرغړونه ده.

د شاه په شان ګل هم په زندان کې دی.

د اپرېل په میاشت کې پولیس د فهد شاه په کور او دفتر چاپې وهلې وې او لېپ ټاپ کمپیوټرې او موبایلې قبضه کړې.

د وي او ای رپورټ وايي د کشمیري خبریالانو دپاره ګرفتارۍ یوازنی مشکل نه دی.

د 2019 د اګست په میاشت کې چې هند د خپل انتظام لاندې کشمیر خپلواکه حېثېت ختم کړو نو په سیمه کې یې انټرنېټ ته لاسی هم ختم کړو. د کشمیروالا وېب پاڼه هم بنده شوه.

شرما وايي کشمیر والا د مالي مشکلاتو سره هم مخامخ دی. هغه وايي یوازې په یو شي توجه نشي کولی، د مالي مشکلاتو ترڅنګ خبریالان هم مشکلات لري.

د وي او ای رپورټ وايي د باني ستونزو په کشمیروالا او د وېب پاڼې په خبریالانو هم اثر کړی دی. شرما وايي په ځای د دې چې خبریالان په نیوز روم یا په دفتر کې موجود وي دوی فهد شاه د ګرفتارۍ وروسته د عدالتونو او تاڼو چکرې لګوي.

یادونه: د دې خبر معلومات سري نګر نه د وي او ای خبریال بلال حسېن د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG