لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برېکس تنظیم د سرمشرانو په غونډه کې د غربي نړۍ خلاف د صدر پوټن تقریر او په اقتصاد بحث


په برېکس کې برازیل، روس، چین، هندوستان او جنوبي افریقا شامل دي
په برېکس کې برازیل، روس، چین، هندوستان او جنوبي افریقا شامل دي

په مغربي نړۍ د روس صدر ولادېمېر پوټن د تنقیدي تقریر نه پس د برېکس تنظیم د غړو ملکونو سره مشرانو د جنوبي افریقې په جانسبرګ ښار کې د شورو، چهارشبنې، په ورځ غونډه کې د اقتصاد په موضوع خبرې وکړې.

په برېکس کې برازیل، روس، چین، هندوستان او جنوبي افریقا شامل دي.

د برېکس سر مشریزه غونډه د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع شوې او د غونډې ګډون وال په دې اړه هم غور کوي چې ایا نورو ملکونو ته په کې رکنیت ورکړی شي او که نا؟

د چارواکو په قول، شلو نورو ملکونو په برېکس کې د شمولیت خواست کړی دی چې سعودي عرب هم په کې شامل دی.
د کوېډ د وبا نه پس دا وړمبی ځل دی چې د برېکس څلور سر مشران مخامخ په مخاخ سره ویني چې په کې د چین صدر شي جېنپېنګ هم شامل دی.

صدر پوټن په غونډه کې شرکت نه کوي. په اوکراین د روس د یرغل وروسته انټرنېشنل کرېمېنل کورټ د هغه د ګرفتارۍ حکم یا وارنټ جاري کړی چې له امله يې ملک نه بهر د هغه سفر د پېچيدګۍ سره مخامخ شوی دی.

د پوټن د ۱۷ منټو رېکارډ شوی تقریر د نهې، سه شنبې، په ورځ د برېکس سرمشریزه د شروع په موقع نشر کړی شو. پوټن په مغربي ملکونو تنقید وکړو چې په اوکراین کې د جنګ په سر يې په روس پابندۍ لګولي دي.

پوټن وویل د تور سمندرګي دلارې اوکراین نه د غلي د برامداتو هغه معاهده چې روس تیره میاشت ماته کړې بحال به نه کړی شي تر څو چې د ماسکو شرطونه نه وي منل شي.

په جانسبرګ کې د درې ورځنۍ سرمشریزې نه وړاندې د برېکس چارواکو دا تاثر د ردولو کوښښ کولو چې دا تنظیم د چین او د روس د اثر دلاندې د مغري ملکونو خلاف دریځ خپلوي. اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي د پوټن تقریر دغه سیاسي اختلاف د غونډې مرکز ته ور کښ کړو.

د چین صدر شي تقریر د چین د حکومت یو چارواکي ولوستلو. د امریکې او چین ترمنځ د اقتصاد په برخه کې تاو تریخوالي ته په اشاره، شي د نوي سوړ جنګ په اړه خبرداری وکړو.

ای پي وايي برېکس په ځینو موقع ناکامه شوی چې یوه مربوطه تګلاره عملي کړي او د دې لوی سبب د تنظیم د غړو ملکونو مختلف اقتصادي او سیاسي ترجیحات او د چین او هندوستان ترمنځ زیاتېدونکی رقابت دی
ای پي وايي برېکس په ځینو موقع ناکامه شوی چې یوه مربوطه تګلاره عملي کړي او د دې لوی سبب د تنظیم د غړو ملکونو مختلف اقتصادي او سیاسي ترجیحات او د چین او هندوستان ترمنځ زیاتېدونکی رقابت دی

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د غونډې د رسمي بحث نه مخکې شي، د برازیل صدر لولا ډي سېلوا، د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي او د جنوبي افریقې صرد سېرېل راماپوسا د نهې، سه شنبې، په جانسبرګ کې ماښام د ډوډۍ په موقع غیر رسمي کچه خبرې اترې وکړې.

د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف چې د روس نمایندګي کوي هم د ډوډۍ په دعوت کې شرکت وکړو. پوټن په انلاین بڼه د ډوډۍ په موقع کېدونکي بحث کې برخه واخیستله.

په برېکس کې نورو ملکونو د شمولیت په اړه ای پي په خپل رپورټ کې وویل داسې ښکاري چې د تنظیم پېنځه بنیادي ملکونه، برازیل، روس، چین، جنوبي افریقا او هندوستان، په اصولو توګه متفق دي چې برېکس وغځول شي خو دا لا نه ده واضحه چې دا به په کومو شرایطو کولی شي.

ای پي وايي برېکس په ځینو موقع ناکامه شوی چې یوه مربوطه تګلاره عملي کړي او د دې لوی سبب د تنظیم د غړو ملکونو مختلف اقتصادي او سیاسي ترجیحات او د چین او هندوستان ترمنځ زیاتېدونکی رقابت دی.

د برېکس د پراختیا ترڅنګ دا خبره هم کېږي چې د تنظیم غړي ملکونه دې خپل منځو کې د تجارت داسې تګلاره جوړه کړي چې لېن دېن په کې په امریکايي ډالر کې نه کېږي. د رپورټ ترمخه، ډالر نه د لرې کېدو په اړه د برېکس ملکونو ترمنځ لا څه کوټلي معاهده نشته او تر اوسه دا یو تصویر دی.

د امریکې د مرکزي بېنک یا فېډرل رېزرو ترمخه د ۱۹۹۹ نه تر د ۲۰۱۹ پورې په براعظم امریک کې چې لاطیني ملکونه هم په کې شامل دي، ۹۶ فیصد تجارت په ډالر کې شوی دی. په اېشیا کې ۷۴ فیصد او د یورپ نه بهر په نورو ملکونو کې ۷۹ فیصد تجارت په ډالې کې و. ای پي وايي دا شمېرې څرګندوي چې ډالر د دنیا منل شوي کرنسي یا پېسه ده.

د ډالر د بالادستۍ باوجود، د دنیا ترقي پریز ملکونو د ډالر په اړه ګیله مند دي. د دنیا د جنوبي کرې یا ګلوبل ساوت ملکونه دا هم نظر لري چې د متحده قومونو، ورلډ بېنک او انټرنېشنل مانيټري فنډ په شان نړیوالې ادارې د دوی په ښېګړه نه دي.

څېړونکي وايي چین او روس به د خپلو ګټو دپاره ډیر په خوشحالۍ د دنیا د جنوبي کرې په ملکونو د دغو جذباتو نه فایده اوچته کړي.

څېړونکي زیاتوي دا چې د ۲۰ نه زیاتو ملکونو په برېکس کې د شمولیت خواستونه کړي او شلو نورو ملکونو د دلچسپۍ اظهار کړی دا خبره واضحه کوي چې په نړیوال نظام کې د عدم انصاف په اړه په ډیرو ملکونو کې د تنظیم خبرې ځای نیولی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG