لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځايي خلک په سوات، خېبر، کوهاټ، کرمه او نورو سيمو کې د وسله والو په فعالیتونو اندېښنه څرګندوي


په سوات، خېبر، کوهاټ،کرمه او نورو سيمو کې د وسله والو فعالیتونو ځايې خلک اندېښمن کړې دي، په دې وروستيو کې د وسله والو بريدونه سېوا شوې دي چې پکې د زياتو بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده
په سوات، خېبر، کوهاټ،کرمه او نورو سيمو کې د وسله والو فعالیتونو ځايې خلک اندېښمن کړې دي، په دې وروستيو کې د وسله والو بريدونه سېوا شوې دي چې پکې د زياتو بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده

په خېبر پښتونخوا کې تېره ورځ دشوؤ پرله پسې بريدونو په اړه په ټولنيزو رسنيو سختې نيوکې اؤ اندېښنې روانې دي اؤ څېړونکي اندېښنې ښایي چې که دطالبانو مخه ونه نیول شوه نو ویره ده چې دطالبانو په ضد راپاڅېدلي ولسي خلک دا ځل دطالبانو سره په جګړه کې ښکېل شي.

دبیلا بېلو سياسي ګوندونو غړي او ټولنيز فعالان وايي په صوبه کې د امنيت وضعه يو ځل بيا خرابه شوې ده او صوبایي حکومت د وسله والو په ضد کوم کوټلي ګامونه نه پورته کوي.

د خېبر پښتونخوا وزير اعلا محمود خان کرمې او سوات کې د بريدونو غندنه کړې ده اؤ د سوات د پېښې د پلټنو امر يې کړب دی.

وزیراعلا محمود خان د کرمې دبريد په اړه يې ويلي چې د پولې پورې غاړه نه بريدونه د اندېښنې خبره ده خو بل لوري ته افغانستان کې دطالبانو حکومت وایي په ډیورنډ کرښه دپاکستاني پوځ سره دهغوئ دسرحد ساتونکو ځواکونو جګړه دپوستې جوړولو پسر شوې ده۔

په سوات، خېبر، کوهاټ،کرمه او نورو سيمو کې د وسله والو فعالیتونو ځايې خلک اندېښمن کړې دي، په دې وروستيو کې د وسله والو بريدونه سېوا شوې دي چې پکې د زياتو بريدونو ذمه واري تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده۔

د خېبر پښتونخوا ځايي خلک وايي د صوبې بېلا بېلو برخو کې په کال 2001-2 کې هم داسې پېښې کيدی چې ځايې مشران او دامنيتي ادارو غړي به په نخښه کيدل او بيا وسله وال په ټوله صوبه کې خواره شول،

د مردان يو ټولنيز فعال بېن يا امين وي او ای ډيوه ته وويل "خلک دې بريدونو ډير انديښمن کړي دي، دوي يو ځل بيا د بې کوره کيدو يره لري، حکومت ته پکار دي چې ددې پېښو مخنيوی وکړي"

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ دخیبر پښتونخوا بیلابیلو سیمو کې په پولیسو،پوځیانو اؤ دسوات کې دامن دکمیټۍ په یو مشر د وسله والو لخوا پرله پسې بریدونو کې ګڼ دامنیتي عسکرو په ګډون ګڼ شمیر کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي وؤ.

دشمالي وزیرستان سره تړاؤ لرونکی په پېښور کې میشت وتلی خبریال ناصر داوړ وایي په امنیتي ځواکونو دا اوسني بریدونه ښایي چې تحریک طالبان پاکستان دسولې دمذاکراتو دفرصت نه په استفاده اوس ځان یو ځل بیا نور منظم کړی اؤ طاقتور کړی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل دا مهال یوازې دطالبانو خوځښتونه یوازې قبایلي ضلعو کې نه بلکې ټوله صوبه کې لیدل کیږي اؤ حکومت هم په دې خبر دی خو دطالبانو دمخې نیولو لپاره دا ځل په میدان کې یوازې ولسونه خو تش لاس لیدل کیږي ولې برعکس حکومت ځان ناجاڼه کړی دی.

هغه وویل دصوبې ولس ځکه دطالبانو دبیا راپورته کیدو پرضد احتجاجونو پیل کړي چې هغوئ په تېرو وختونو کې دطالبانو ددغسې فعالیتونو نتیجې دبې کورۍ اؤ مرګ ژوبلې په شکل کې لیدلي اؤ نه غواړي چې یو ځل بیا دا جګړه ځپلي خلک ددغسې قیامتونو نه تیر شي.

په دې روستيو کې د خېبر پښتونخوا په سوات، دير ، پېښور او قبايلي ضلعو کې د وسله د شتون په اړه احتجاجونه او جرګې شوي دي، اؤ ددې احتجاج کوونکو اؤ دجرګو برخه والو غوښتنه کړې ده چې حکومت دې دوسله والو مخه ونيسي او امنيت دټينګښت ذمه واري دې پوره کړي۔

څيړونکی او خبريال حق نواز وايي که رياست د امنيت په ټينګښت کې بريالی نه شي نو د عام ولس او وسله ترمېنځه دجګړې امکان دی.

"د خلکو د امن په حق کې احتجاجونه او جرګې ښايي چې خلک به د وسله والو دمخې نيولو هڅې کوي، که حکومت د امن ټېنګ ساتلو کې خپل رول ونه لوبولو نو بيا به عام ولس او وسله وال يو بل ته مخامخ کيږي چې خپل مينځې جګړې به ورسره پېل شي"

څيړونکي وايي د پاکستان دحکومت او ټي ټي پي ترمېنځه ډز بندي روانه ده، او مذاکرات روان دي،خو ټي ټي پي د دويم ستمبر نه راپدېخوا د يو شمېر بريدونو ذمه وارۍ منلي دي،

د څيړونکو په وېنا ښکاري چې په عملي توګه دپاکستان اؤ ټي ټي پي ترمنځ ډز بندي ختمه شوې او مذاکرات په ځايې ولاړ دي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG