لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبان: امید دی چې د ټرمپ په نوي حکومت کې به افغانستان او امریکا د تعلقاتو نوی باب شروع کړي


امریکايي استازی زلمی خلیلزاد او د هغه وخت د طالبانو مشر مرکچې عبدالغني برادر د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د امن معاهده د لاسل کولو وروسته یو بل ته لاس ورکوي
امریکايي استازی زلمی خلیلزاد او د هغه وخت د طالبانو مشر مرکچې عبدالغني برادر د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په ۲۹ نېټه د امن معاهده د لاسل کولو وروسته یو بل ته لاس ورکوي

د افغانستان واکمنو طالبانو د دې امید اظهار وکړو چې د ډانلډ ټرمپ د صدارت په نوي دور کې به افغانستان او امریکا د تعلقاتو نوی باب شروع کړي.

د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان عبدالقهار بلخي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په صدارتي انتخات کې د ټرمپ د بریا په اړه په اېکس خپل پېغام کې وویل امید کوي چې د امریکې نوی حکومت به داسې ګامونه واخلي چې "د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ملموس پرمختگ رامنځ ته شي او دواړه هېوادونه وکولای شي د متقابل تعامل په رڼا کې د اړیکو نوی څپرکی پرانیزي."

په غېر رسمي نتېجو کې ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې بریالی وبلل شو.

د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار ټرمپ د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ امیدوارې او نایب صدر کاملاهېرېس ته ماتې ورکړو. د امریکې په صدارتي انتخاب کې ووټونه د نهې، سه شنبې، په ورځ وشو.

ټرمپ په وړمبي خل په کال ۲۰۱۶ کې صدر منتخب شوی و. د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې ورته موجوده صدر جوبایډن ماتی ورکړو.

د کال ۲۰۲۰ د فېبرورۍ په میاشت کې د ټرمپ حکومت افغان طالبانو سره په دوحه کې د امن معاهده لاس لیک کړه چې په نتیجه کې يې افغانستان نه امریکايي ځواکونه ستانه شول.

په صدارتي انتخاب کې د ټرمپ د بریا په اړه خپل پېغام کې بلخي هم د دوحه د معاهدې ذکر وکړو خو د هغه په پېغام کې ټرمپ ته د مبارکۍ څه الفاظ نه وو.

بلخي په اېکس خپل پېغام کې وویل "د ا.ا.ا. او د امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د دوحې هوکړه د جمهور رئیس ډونالډ ټرامپ د واکمنۍ پرمهال لاسلیک شوه، چې له هغې وروسته شل کلن اشغال پای ته ورسېد."

طالبان خپل حکومت د افغانستان اسلامي امارت یا د ا.ا.ا. په مخفف یادوي.

په امریکا د ناین الېون حملو وروسته، امریکايي ځواکونو په افغانستان کې د القاعده خلاف عملیات شروع کړل چې په نتیجه کې يې د هغه وخت د طالبانو حکومت هم نسکور شو. امریکا په افغانستان کې عملیات د ترهګرۍ خلاف جنګ بللو.

طالبانو سره د لوظنامې دلاندې افغانستان نه امریکايي او د نېټو ځواکونه د صدر بایډن د حکومت په مهال راووتل.

د انخلا په مهال د کابل هوايي اډې سره نږدې د داعش په ځانمرګي حمله کې ۱۳ امریکايي عسکر او د ۱۵۰ نه زیات افغانان وژل شوي دي. ټرمپ افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په سر د بایډن په حکومت تنقید کوي او وايي دا بهیر د ګډوډۍ او د بد انتظامۍ ښکار و. خو بایډن په دې اړه د خپلې تګلارې دفاع کړې ده.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په مردان کی د نړیوالو ژبو د زدکړو یو ورځنی کانفرنس شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:01 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG