لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمدي ټولنه وایي فیصل اباد کې یې دمړو قبرونه نړول شوي


د احمدي ټولنې وياند عامر محمود ډیوه ته وویل ځینو شرخوښو د اديرې چاپېره تاو شوی ازغن تار مات کړی او د احمدي ټولنې يو شمېر قبرونه یې زمکې سره هوار کړي
د احمدي ټولنې وياند عامر محمود ډیوه ته وویل ځینو شرخوښو د اديرې چاپېره تاو شوی ازغن تار مات کړی او د احمدي ټولنې يو شمېر قبرونه یې زمکې سره هوار کړي

د مطبوعاتي رپورټونه ترمخه د پاکستان د پنجاب صوبې په فېصل اباد کې نامعالوم تنانو د احمدي ټولنې قبرونه نړولي او په اديره کې ېې پراته تابوتونه سوځولي دي.

په عین حال کې احمدي ټولنه وایي د پنجاب اېالت د سيالکوټ په يوه سيمه کې ځايي خلکو د يوې احمدي زنانه مړی ښخېدو ته نه دی پرېښودی خو بلخوا ځايي پولیسو په فېصل اباد کې د احمدي ټولنې د قبرونو د ماتول کېدو رپورټونه رد کړي دي.

پاکستان کې د يوې مودې راهیسې په پرله پسې ډول د احمدي ټولنې د مقبرو او عبادت خانو د سپکاوي پېښې رپورټ کېږي خو د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د مذهبي هم غږۍ لپاره سلا کار مولانا طاهر اشرفي وي او ای ډيوه ته وايي په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو د سرغړونکو خلاف باید چې د قانون لاندې اقدامات پورته کړی شي.

په پاکستان کې د احمدي ټولنې وياند عامر محمود د نهې، سه شنبې، په ورځ ديوه سره خبرو کې ویلي چي د فېصل اباد په چک رتن سيمه کې د جنورۍ په 22مه نېټه د نيمې شپې ځینو شرخوښو عناصرو د دوي د ټولنې د اديرې چاپېره تاو شوی ازغن تار مات کړی او د احمدي ټولنې يو شمېر قبرونه یې له زمکې سره هوار کړي او هلته پراته اضافي تابوتونه یې هم سوځولي دي.

د ښاغلي عامر محمود وینا وه چې دا دوېمه داسې پېښه ده چې هم د فېصل اباد د احمديانو هم په دغه مقبره کې رامنځ ته شوې ده.

هغه وایي دا پېښه پولیسو ته رپورټ کړی شوې ده خو ځايي پولیسو بيا هم د شرخوښو عناصرو پرضد ګام نه دی پورته کړی او نه یې مقدمه درج کړې ده.

هم دا ډول د رسنیو او احمدي ټولنې مطابق بله پېښه د پنجاب د سيالکوټ په چک پيرو سيمه کې رامنځته شوې ده چرته چې د جنورۍ په 21 نېټه ځايي خلکو په شريکه مقبره کې د يوې 75 کلنې احمدي زنانه مړی ښخېدو ته نه دې پرېښی .

د احمدي ټولنې د وياند عامر محمود په قول دغلته هم ځايي پولیسو احمديان مجبوره کړي چې خپل مړې د تدفين لپاره 250 کلوميټره لرې چناب نګر ته يوسي.

د فېصل اباد ضلعې د چک نمبر 89 ج ب رتن سيمې د ټاڼې اېس اېچ او ارسلان په فيصل اباد کې د داسې کومې پېښې د رامنځته کيدو رپورټونه رد کړي او ویلي یې دي چې د رپورټ شوې پېښې ځایې ته یې پولیس لېږلي او پولیسو د موقعې جاج اخستی دی خو وايي داسې کومه پېښه نه ده شوې او نه د احمدي ټولنې لخوا پولیسو ته رپورټ ورکړی شوی دی.

په پاکستان کې د ځینو سيمو څخه له يوې مودې راهیسې په پرله پسې ډول د احمدي ټولنې د قبرونو نړولو او د هغوى د عبادت خانو دمنارو ورانول پېښې رامنځته کېږي او د رپورټونو ترمخه سږکال د جنورۍ په 18 نېټه هم د سیند صوبې په کراچۍ ښار کې ځینو کسانو د احمدي ټولنې د عبادت خانې منارې ړنګې کړې وې.

همدا دا راز د تېر کال 2022م دسمبر میاشت کې د پنجاب د ګوجرانواله ضلعې په باغ پوره سيمه کې د احمديانو د عبادت خانې منارې نړول شوې وې او د ټولنې د وينا ترمخه دغه پېښه د مقامي پولیسو تر څارنې لاندې رامنځ ته شوې وه.

د پاکستان د وزير اعظم شهباز شريف د مذهبي هم غږې سلا کار مولانا طاهر اشرفي ډيوه سره خبرو کې د دواړو پېښو د جزياتو څخه ناخبري ښودلې او وايي د قانون درناوی کول په مسلمان او غېر مسلم يو شان لازم دي.

نوموړي وويل که په دغه پېښه کې کوم څوک ککړ وي نو بايد چې د هغه خلاف د قانون ترمخه ګامونه پورته کړل شي.

په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د حقونو په سرغړونو ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې، ډلې او امریکا هم اندېښنې ښايي او امریکا په دې وروستیو کې د پاکستان نوم د بشري حقونو او دمذهبي لږکیو د حقونو څخه د سرغړونو لپاره د نړۍ په کچه د بدنامو لسو هېوادونو په نوملړ کې اچولی دی.

د احمدي ټولنې د شمېرو له مخې تېر کال هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې درې احمدي وګړي د عقيدې په اساس وژل شوي او وايي چې د کال 1984 راهیسې په پاکستان کې نزدې 289 احمديان د عقيدې په بنياد وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG