لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احسن اقبال: له پوځي اقدام سره سره د ترهګرۍ د بنیادي سببونو ختمولو په ضد مبارزې ته اړتیا ده


د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال ويلي ترهګري پاکستان ته لوی زیان اړولی چې وایي يو غټ سبب يې له افغانستانه ترهګر او وسلوال بيرته راوستل دي. هغه وايي له ترهګرۍ سره مبارزه یواځې پوځي اقدام ته اړتیا نه لري، بلکې حکومت باید د ترهګرۍ د بنیادي لاملونو په ضد مبارزه وکړي.

څېړونکي په هېواد کې سیاسي ناارامي او حکومتې پالیسي د ترهګرۍ لوی سبب ګڼي او وايي د ترهګرۍ په اړه مبارزې لپاره به په ټولنیزه کچه هم کار کول وي.

د اسلام اباد بحریه یونیورسټۍ کې د پاکستان انسټیټیوټ اف کنفلکټ اینډ سیکیورټې سټډیز تر سیوري لاندې "پاکستان کې د ترهګرۍ سره مبارزه: پرمختګ، چېلنجونه او د پرمختګ لاره" تر عنوان لاندې یو ورځني سیمینار ته د وینا په مهال وفاقي وزیر احسن اقبال د ترهګرۍ ځپلو لپاره د 2015م کال د نېشنل ایکشن پلان پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ترهګرۍ خلاف مبارزه متوازن چلند ته اړتیا لري، چې پوځي او غیرپوځي دواړه اقدامات وکړو:

"د ترهګرۍ د مخنیوي پالیسې مخ په وړاندې نه بېولو او له افغانستانه څه عناصر واپس راوستلو د پالیسۍ له امله دغه ترهګرې ډلې بیا را څرګندې شوې، چې یو لوی چېلنج یې مخې ته راوړ، خو حکومت پخه اراده لري چې دوی ته ماته ورکړي څه رنګه چې په کال 2018م کې شوي وو".

د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پاکستان حکومت په 2015م کال کې نېشنل ایکشن پلان جوړ کړی وو، خو هغه نتیجې یې مخې ته نه دي راغلې چې ترې تمې کېدې.

د پاکستان حکومت تور لګوي چې د ترهګرۍ د وروستیو پېښو لپاره تحریک طالبان پاکستان د افغانستان مځکه کاروي، چې وایي پر ضد یې د افغان طالبانو حکومت څه ګامونه نه پورته کوي، خو افغانستان هر کله دا تورونه رد کړي او دا د پاکستان کورنۍ معامله ګڼي.

د دفاعي چارو او د پاکستان انسټیټیوټ آف کنفلکټ اینډ سیکیورټي سټډیز ادارې څېړونکی پخوانی مېجر جنرل سعد خټک وایي، په 2022م کال کې د 32 په نسبت په 2023 م کال کې هره میاشت 80 بریدونه په ګوته کوي چې د ترهکرۍ خلاف مبارزه دوامداره اتفاق ته اړتیا لري:

"په ملک کې سیاسي عدم استحکام دی، سیاست مداران د خپلو ګټو لپاره په اختلافاتو بوخت دي، چې له امله یې د ترهګرې پر ضد جګړه کې سستي راغلې او ترهګرو د ځان مضبوطولو وخت تر لاسه کړی، همدغه سبب دی چې ترهګري زیاته شوې ده".

د پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي قامې ادارې نیکټا تر مخه له 2001م تر 2022م کال پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ له امله 83,000 کسان وژل شوي او تر 35 ټریلین روپیو زیات مالي زیان اوښتی دی چې په نتیجه کې یې په ټولنه کې تاوتریخوالی او عدم برداشت زیات شوی دی.

په پاکستان کې د تعلیم د وزارت پروجیکټ مشر پخوانی میجر جنرل غلام قمر وایي،‌ پوځي عملیات وشول، خو نور مهم کارونه ونه شول:

"که زه د تعلیم خبره وکړم نو مونږ ته پکار وو چې په سمدستې توګه مو دې اړخ ته پام راګرځولی وای. په تعلیمي نصاب باندې له کال 2022 څخه کار روان دی خو د دې ښه نتیجه تر لاسه کولو کې به وخت لګېږي".

څېړونکو د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د ګاونډي هیواد افغانستان سره د ښو اړیکو تر څنګ په هیواد کې دننه د حکومت له اړخه د ترهګرو پر ضد حکومتي او عسکرې تګلاره د ولس سره شریکولو باندې هم تینګار وکړو او وایي ترهګري تر هغه نه شي ختمېدای تر څو چې په ټولنیزه کچه د دې د مبارزې په اړه ګامونه نه وي پورته کړی شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG