لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنېشنل د مذهب د سپکاوي په الزام د سري لنکن د وژل کېدو غندنه کړې


پولیس ویلي په وژل شوي تن د مذهب د سپکاوي الزام پورې شوی و او مړی یې خلکو د سړک په غاړه وسوځولو
پولیس ویلي په وژل شوي تن د مذهب د سپکاوي الزام پورې شوی و او مړی یې خلکو د سړک په غاړه وسوځولو

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د پنجاب په سیالکوټ ښار کې د خلکو د اجتماع دلاسه په تشدد د یو سري لنکن تن د وژل کېدو غندنه کړې او د پاکستان حکومت نه یې غوښتلي چې د پېښې تحقیقات دې وکړي او ذمه وار کسان دې ونېسي.

پولیس ویلي په وژل شوي تن د مذهب د سپکاوي الزام پورې شوی و او مړی یې خلکو د سړک په غاړه وسوځولو.

مطبوعاتو د وژل شوی تنپېژندګلو د پريانتا کمارا په نوم کړې چې د سيالکوټ په وزيراباد روډ په يوه کارخانه کې اېکسپورټ يا بهر هېوادونو ته د سامانونو لېږلو په څانګه کې منېجر وو.

اېمنسټي انټرنېشنل په ټوېټر خپل پېغام کې د سري لنکن وژل کېدل "ځوروونکي" وبلل.

ادارې وویل د "نن ورځې واقعه د دې خبرې اهمیت واضحه کوي چې یو داسې ماحول چې ځور زیاتې پکې کېږي او ژوندونه په خطر کې اچوي پکار ته چې سم کړی شي."

په پاکستان کې د دې نه وړاندې هم د مذهب د مبینه سپکاوي په الزام عامو خلکو تورن کسان وژلي دي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه سږکال د پنجاب په خوشاب ښار کې د یو بېنک مېنېجر د بېنک محافظ د مذهب د سپکاوي په الزام ووژلو. رپورټ خو وروسته دغه الزام ثابت نشو او په تحقیقاتو کې معلومه شوه چې بېنک مېنجر محافظ ته خبرې کړې وې چې هغه خپلې ذمه وارۍ سمې سر ته نه رسوي.

د سيالکوټ د پوليسو مشر (ډي پي او) عمر سعيد ملک ځايي ميډيا سره په خبرو کې پېښه تاييد کړې چې په کارخانه کې ګڼو کسانو په دغه تن تشدد کړی او وژلی یې دی.

د وي او ای اردو څانګې په خپل رپورټ کې ویلي د پنجاب پولیس ترجمان حسان خاور پولیس د پېښې تحقیقات شروع کړي او تر اوسه پورې 50 کسان نیول شوي دي.

د مذهبي هم اهنګۍ دپاره د وزیراعظم عمران خان مشری علامه طاهر اشرفي د سیالکوټ پېښه د افسوس وړ بللي او د پاکستان علمان کونسل یې غندنه کړې ده.

د وي او ای اردو سره خبرو کې اشرفي وویل عمران خان د مجرمانو به سمدستي توګه د نیولو امر کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG