د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل د پاکستان په سرحدي ښار چمن کې د تاجرانو او سیاسي ګوندونو د احتجاج په لړ کې د پشتون ژغورني غورځنګ مخکښ علي وزیر او د نورو فعالانو په ګرفتارۍ د تشویش اظهار کړی دی.
اېمنېسټي انټرنېشنل د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل بیان کې وویل د چمن په احتجاجي ناسته کې د ګډون کوونکو سیاسي مشرانو او فعالانو خلاف انتقامي ګامونه اخیستل کېږي چې د علي وزیر ګرفتاري يې ورستۍ کړې ده.
په چمن کې احتجاجي ناسته د پاکستان د دې فېصلې په ضد شروع شوی چې د چمن او د افغانستان د سپين بولدک ترمنځ به خلک سفر پاسپورټ او ویزه کوي.
د احتجاج کوونکو غوښتنه ده چې د سرحدي سیمې خلکو ته دې د دواړو ملکونو ترمنځ په پخواني نظام، د پاکستان په شاختي کارډ او د افغانستان په تذکېره، د حرکت اجازت ورکړی شي.
د بلوچستان حکومت په چمن پوله سفر دپاره پاسپورټ د لازمي کېدو دفاع کړې.
دبلوچستان د نګران حکومت وياند جان اچکزي په چمن کې د احتجاج په اړه وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان حکومت د چمن د خلقو د مشکلاتو فکر لري خو په پاسپورټ سفر هم ضروري دی.
د چمن د احتجاج په لړ کې د خلکو په ګرفتاریو د اېمنېسټي انټرنېشنل په بیان د بلوچستان د حکومت دریځ له مخې ته نه دی راغلی.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د دې باوجود چې د چمن احتجاج د تېرو ۲۷ ورځو راهسې دوام لري او په زرګونو کسان په شرکت کوي مطبوعاتو ورته هغه شان توجه نه ده ورکړې.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل داسې ګڼ شمېر رپورټونه يې ترلاسه کړي چې د نېشنل ډېموکرېټېک مومنټ نومې ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ پخوانی غړی محسن داوړ او سیاسي کارکن هدایت الرحمان بلوچ د چمن په احتجاج کې د شرکت نه منع کړی شوي وو او داسې رپورټ هم و چې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو وتلی مشر نصیب الله اچکزی هم د لږ وخت دپاره تښتول شوی و.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل د پاکستان په حکومت غږ کوي چې د رای د ازادۍ او د سیاسي مشرانو د دې حق احترام دې وکړي چې په احتجاج کې د شریکت وکړي.
د علي وزیر د ګرفتارۍ په اړه د پي ټي اېم حنيف پښتين د وي او اې ډيوه خبريال عدنان بېټني ته ویلي، هغه د شورو، چهارشنبې، په ورځ سهار وختي د بلوچستان نه ستنېدو د درابڼ پوليسو علي وزير او د هغه یو بل ملګری د ګاډو نه ښکته کړل او ويې نیول.
پولیس د علي وزیر د ګرفتارۍ تصدیق کړی خو نور يې څه نه دي ویلي چې هغه په څه الزام نیول شوی دی.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل دا وړمبی ځل نه دی چې علي وزیر د ریاستي ادارو خلاف د تقریرونو په الزام نیول شوی دی بلکې اېمنېسټي موندلي چې هغه د اوږد وخت دپاره د غدارۍ په الزاماتو په زندان کې ساتل شوی و.
Forum