د جنوبي اېشیا دپاره د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل چارواکي دينوشېکا ډېسانایکا د پاکستان د مجوزه پوځي عدالتونو د شفافیت په اړه تشویش څرګند کړی او ویلي يې دي چې په ملکي کسانو مقدمو دپاره د پاکستان عام قوانین کافي او په پوځي عدالتونو کې په عامو شهریانو مقدمې چلول د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي ده.
په لندن کې مېشته د جنوبي اېشیا دپاره د اېمنېسټي انټرنېشنل چارواکې دېنوشېکا ډېسانایکا د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وي او ای ډیوه سره سکایپ دلارې مرکه کې وویل په تېرو وختونو کې د پاکستان پوځي عدالتونو سره د انساني حقونو د خلاف ورزیو مسلې پېدا شوي دي.
د پاکستان پوځ او حکومت ویلي د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف مظاهرو په مهال په پوځي تنصيباتو حملو کې د ککړو کسانو خلاف به د پوځي قانون دلاندې او په پوځی عدالتونو کې مقدمې چلول کېږي.
د اېمنېسټي په شمول نورو تنظيمونو د پوځي عدالتونو په اړه د پاکستان په اعلان تشویش څرګند کړی دی خو د پاکستان حکومت د پوځي عدالتونو دفاع کوي.
ډېسانایکا وویل د پاکستان سپریم کورټ او د پېښورهای کورټ په ۲۰۱۸ کې په واضحه توګه د پوځي عدالتونو نیمګرتیاوې په نخښه کړي دي.
هغې وویل د پېښور های کورټ پوځي عدالتونو دپاره د اعترافي بیانونو په اخیستلو کې د تشدد د ممکنه استعمال او ملزمانو د دفاع وکیلانو د نیشت والي خبره هم کړې ده.
د اېمنېسټي انټرنېشنل چارواکې وویل په تېرو ختونو کې د پاکستان په پوځي عدالتونو کې مقدمې خفیه ساتل شوي دي او اوس هم دغه توقع کوي. "په دې عدالتونو کې ناست او د دې مشري کونکی ججان به مونږ نه پېژنوو او ایا چې د منصفانه مقدمې حقونه به وي چې الزامات به معلوم وي، وکیل ته به رسايي لري، په مناسب ډول به ملزمان خپله دفاع کولی شي؟"
هغې وویل که پاکستان پوځي عدالتونه جوړوي او د انصاف تقاضې نه پوره کوي نو د نړیوال قانون دلاندې د خپلې ذمه وارۍ خلاف ورزي به کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې د پوځي عدالتونو دفاع وکړه او و یې وېل چې دا څه نوی عمل نه دی، پوځي عدالتونو ته عام شهریان هم بوتلل کېدی شي او د پوځي عدالت د فېصلې خلاف په سپریم کورټ او های کورټ کې اپیل هم کېدلی شي.
د وي او ای اردو څانګې سره مرکه کې د مجوزه پوځي عدالتونو په اړه د اېمنېسټي انټرنېشنل او د نور نړیوال تشویش په اړه د پوښتنې په جواب کې خواجه اصف وویل پوځي عدالتونو ته به د هغو کسانو مقدمې وړل کېږي چې په لاهور کې د کور کمانډر په کور، په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر جي اېچ کیو او په میانوالي کې د هوايي پوځ په مرکز حملو او لوټ مار کې ککړ دي.
د اېمنېسټي انټرنېشنل ډېسانایکا وویل د جرمونو خلاف د پاکستان عام قوانینو د ملکي کسانو د مقدمو دپاره کافي دي او پوځي عدالتونو ته ضرورت نه لري. د هغې په قول پوځي عدالتونه په پوځ کې د نظم او ضبط برقرار ساتلو دپاره استعمالېږي.
ډېسانایکا وویل د پوځي عدالتونو استعمال شهري ازدۍ لکه د رای اظهار، احتجاج او د اختلاف مخه نیولی شي. هغه زیاته کړه چې په پاکستان کې عام قوانین دستیاب دي او هېواد د جرمونو خلاف سخت قوانین لري.
د اېمنېسټي انټرنېشنل چارواکي وویل پاکستان په جنوبي اېشیا کې یوازنی ملک دی چې پوځي عدالتونه جوړوي.
پخوانی وزاعظم عمران خان دا خبره ردوي چې د احتجاجونو په مهال تشدد کې د هغه پلویان لاس لري. هغه ویلي تشدد راپارولو دپاره "تخریب کار" ورګډ ګړی شوي وو. هغه غوښتلي چې د مظاهرو دې په ازاده کچه تحقیقات وکړی شي.