د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمنېسټي انټرنېشنل د جرمونو خلاف د نړیوال عدالت انټرنېشنل کرېمېنل کورټ نه غوښتنه کړې چې هغه خلکو ته دې په ترجحیي بنیادونو انصاف ورکړي چې په کال 2021 کې د طالبانو د بیا واکمنېدو نه مخکې په افغانستان کې د طالبانو او د نورو ډلو د جرمونو ښکار شوې دي.
د اېمنېسټي انټرنېشنل د بیان ترمخه، ادارې د افغانستان په اړه دغه غوښتنه د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ايي سي سي د اسمبلي اف سټېټس پارټیز یا د ادارې د غړو ملکونو په کلیزه غونډه کې وکړه چې د ډسمبر د څلورمې نېټې نه تر د 14 نېټې پورې د امریکې په نیویارک ښار کې دوام لري.
اسمبلي اف سټېټس پارټیز د ايي سي سي د انتظام سرپرسته اداره ده چې غړي ملکونه په کې نمایندګي لري او د ايي سي سي د مامورینو د ګمارلو په شان نورې انتظامي فېصلې کوي.
د ايي سي سي ججانو په 2020 کې په افغانستان کې د افغان حکومتي عسکرو، طالبانو، امریکايي ځواکونو او د امریکې په شمولو د نورو خارجي استخباراتي ادرو د لاسه د مبینه جرمونو د تحقیقاتو اجازت ورکړی و.
امریکي دغه تحقیقات رد کړي وو. امریکا د ايي سي سي رکنیت نه لري او نه یې هم عملداري مني. د امریکي پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د ايي سي سي په یوې ججې پابندۍ هم لګولې وې.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل دا غوښتنه هم کوي چې ايي سي سي دې په افغانستان کې په خپلو تحقیقاتو کې پرمختګ وکړي، خپل تحقیقات دې عام کړي چې دا ډول د جرمونو ښکار او نور اړونده خلک ورته لاس رسی ولري او د تحقیقاتو چوکاټ دې هم واضحه کړي.
د اېمنېسټي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا ډرېکټر سمتري سېنګ وویل په تېره نیمه پېړۍ کې په افغانستان کې د نړیوال قانون ترمخه د احتساب د ویرې بغېرجرمونه کېدل او تېر کال چې ايي سي سي په افغانستان کې د تحقیقاتو د بیا شروع کولو فېصله وکړه نو دا امید پېدا شو چې د جرمونو ښکار په زرګونو خلک به انصاف ترلاسه کړی شي، حقایق په راڅرګند شي او تاوانونه به ادا کړی شي.
سېنګ وویل د ايي سي سي د وکیل یا څارنوال دفتر دې د خپل لوظ سره سم په افغانستان کې د تحقیقاتو د پرمختګ په اړه معلومات شریک کړي.
سېنګ وویل افغانستان اوس هم د بحران په حال کې دی او د جرمونو ښکار خلکو دپاره ايي سي سي د انصاف او د احتساب نشت والی ختمولو بنیادي اداره ده.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل دا غوښتنه هم کوي چې ايي سي سي دې په افغانستان کې د جینکو، ښځو، شیعه هزارګانو او د نورو مذهبي اقلیتونو په ضد د جرمونو تحقیقات هم وکړي که د طالبانو د بیا واکمنېدو نه د مخکني وخت په مهال وو او که په موجوده موده کې وو.
د اېمنېسټي د بیان ترمخه، په کال 2021 کې د ايي سي سي وکیل یا څارنوال په افغانستان کې د امریکايي پوځ، د امریکايي استخباراتي ادارې سي ايي ای او د افغان ځواکونو د مبینه جنګي جرمونو په اړه تحقیقات د ترجیحي بنیاد نه لرې کړي وو خو په دغه فېصله تنقید شوی و.
اېمنېسټي انټرنېشنل غوښتنه وکړه چې ايي سي سي دې د کال 2021 خپله فېصله بېرته واخلي، او ویې وېل "دا د نړیوال انصاف په مخ داغ دی."
اېمنېسټي وویل په 2023 کې یې د ښځو او د جینکو د حقونو خلاف د طالبانو د امتیازي سلوک په اړه دستاوېزي ثبوتونه ترلاسه کړې دي. طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي.
اېمنېسټي انټرنېشنل وویل په پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهې خلاف جګړې سره تړلي د طالبانو د جنګي جرمونو، د نړیوال قانون د خلاف ورزۍ او د اجتماعي سزا په اړه هم دستاوېزي ثبوتونه لري.
د اېمنېسټي بیان په اړه د امریکې او یا د طالبانو دریځ لا مخې ته نه دی راغلی.
په افغانستان کې د تحقیقاتو د بیا شروع کولو د اي سي سي د فېصلې په اړه د طالبانو د خارجه وزارت نایب ترجمان بلال کريمي تېر کال وي او ای ډيوه ته ويلي وو چې د "اسلامي امارت" د راتګ وروسته په هېواد کې جګړه شتون نه لري چې پکې جرمونه شوي وي خو د بهرني ځواکونو په موجودګۍ کې که کوم جنګي جرمونه شوي د هغې په اړه ايي سي سي کولی شي خپل تحقيقات وکړي.
Forum